محترم عبدالصمد ازهر

له تروو ليموګانو نه خواږه ليموناد

دوهمه برخه

۱۷ / ۰۱ / ۲۰۲۴

دوهم وړانديز:

دا ځل په اقتصادي برخه کې پر کرنيزو پروژو تم کېږو.

اصلي موضوع ته تر ننوتو دمخه، غواړم څو ټکو ته د طالب چارواکو پام راوګرځوم. ما په خپل ټول ژوند کې هڅه کړې او په دې هوډمن يم چې رښتيا به وايم. ځيني کسان يا ډلې رانه خوابدي کېږي، خو پر وطن او پر رښتياوو مینان او هوډمن نه يواځې چې خوابدي کېږي نه، بلکې په خوشحالۍ او په ښه نيت ترې ګټه هم اخلي. دا ادعا نه لرم چې زما نظر به تل سم وي، مګر په ډاډمنه توګه وايم چې موخه مې سپېڅلې ده.

په همدې اړه دا ويل غواړم چې اقتصادي اړخ ته مسوولانه پام، په هرې واکدارۍ کې، د مسوولو واکدارانو له جدي دندو نه دی او خلک هم له حکومتونو نه همدغه غواړي. بې ځايه نه ده چې په ټولټاکنو کې هر کانديد خپله سياسي، اقتصادي، ټولنيزه او فرهنګي تګلاره د ولس مخې ته ږدي او په يوه سپېڅلي او بې لاسوهنې ټاکنو کې ښه تګلاره ښه رايه ګټي. د امريکایی اشغال په دوره کې حکومتونو هم د فاسد او ککړ کرزي او پر ځان مين، ځان محور او مغرور اشرف غني په ګډون، غوښتل چې يو څه لاسته راوړنې ولري، خو په لاندنيو دلايلو يې ونه شول کړای:

سياسي دلايل:

  • امريکا او ملګرو يې د پاکستان په ګډون، نه غوښتل افغانستان آباد شي او په خپلو پښو ودرېږي؛
  • دوی هيله من ول محتاج پاتې شو او د مرستې غوښتو لاس مو ورته اوږد وي او دوی د خپلو عوښتنو په تحميل سره بيا د مرستو لړۍ روانه وساتي. په همدې دليل دوي په افغانستان کې، بې له دولتي ساختارونو او کم و زيات د پوهنې په عرصه کې، نور هېڅ اساسي زېربنايي پروژه پلې نه کړه. ولس ته يې د کار زمينې رغولو په ځاي کوښښ وکړ به خيرات او وړيا توکو يې معتاد کړي، تپل شوي مشران په فساد او عامه خلک د مخدراتو د اعتياد له لارې په لټ او بې ارادې ولس بدل کړي؛
  • د حکومت تر څنګ، د اشغال تر ملاتړ لاندې د تپل شويو مشرانو له خوا موازي واکدارۍ او د دوی تر منځ ډغرو ډېر امکانات ناشوني کول؛
  • په لومړيو کې، اشرف غني له چين سره له واخانه تر ايرانه، د مرکزي افغانستان له لارې د يوې لارې يو کمربتد پر غځولو هوکړه کړې وه، خو د امريکې نه اعلان شوی مخالفت، د هغې بيا يادول هم تور تم ته بوته.
  • د پاکستان او مرکزي آسيا په ګاونډو اوبو کې د امريکايي اړيکو او راتلونکو برنامو له مخې د لاسوهنو مخه ډب شوې وه. د سلما او کمال خان بند د کار بشپړول د امريکې د شنه څراغ له برکته پلي شول.

نظامي دلايل:

  • د امريکې او ناتو په ضد د طالبانو، او څه وروسته د داعش او نورو ډلو جګړو له امله د امنيت نه شتون، د حکومت توان، منابع او پام جګړې ته اړولي ول؛
  • د حکومت مخالفو جګړه مارو، نه يواځې د ځان وژنو، راکټونو، توپونواو وسلو سره د ملکي خلکو ژوند، کور او روزګار ترې اخيست او عام المنفعه آبادۍ يې ويجاړولې چې د ټولو ګټورو اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي رغونو مخه يې هم نيوله او ورانول يې. حکومت او امريکې هم تر دې څو وارې پورته په ډېرو غير مسوولانه او بې رحمانه بمباريو کې ملکيانو، د دوی استوګن ځايونو او عامه جوړښتونو ته لا هم سخت زيانونه اړول. د جمهوريت په وروستيو مياښتو کې مونږ د دې شاهدان وو چې څومره پاخه سړکونه په ټراکټورونو، بولدوزرونو او نورو وسايلو ورانېدل او د غضب سرې لمبې د ولس او هيواد د ګډو ګټو په له منځه وړلو سړېدلې.؛
  • د ګاونډيانو استخباراتي سبوتاژونو، د نا امنۍ له شرايطو نه په ګټې اخيستو، ورانکارۍ کولې. ښکاره مثالونه يې د کنړ له اوبو نه د محدودې ګټې اخيستنې په نه زغملو کې د پاکستاني لاسپوڅو له خوا د ناکامورا وژل کېدل او د سلما او کمال خان پر رغنيزو کارونو، کاريګرو او انجنيرانو د ايراني استخباراتي کړيو وسله وال بريدونه په ګوته کولی شو.

هوډيز دلايل:

  • د امريکې ټول هوډ، اډو جوړولو او په هيواد او سيمې کې د څارګرۍ شبکې پراخولو ته ځانګړی شوی و؛
  • د راتپل شويو ډلو ټپلو ټول هوډ پرچور، تالان، غصب، کور دننه او د باندې د مال او عقار پر غونډولو او خوندي کولو څرخېده.
  • د تپل شويو ډلو ذاتي فساد او د دوی او اشغال ځواکونو ګډ فساد، هوډ بابېزه کړی او پر يادولو يې مسخرې کېدې.

زه چې له طالباني ماقبل الاسلام جهالتي، وراسته او ضد اسلامي ايدؤلوژي سره نه پوخلا کېدونکی يم او تر  هر څه زيات د ښځو او نجونو د روا حقونو تر پښو لاندې کولو، د خلکو په شخصي کړو وړو کې ننوتو، د ښه کوئ بد مه کوئ (امر بالمعروف و نهي عن المنکر) ادارې له خوا خلکو ته د وېرې او نه ډاډ فضا خلقولو، د قانون او قانونيت په نشتوالي کې د پخپلسريو او له عصري علومو او پوهې سره دښمنيو څخه کرکه لرم او تل مې په مناسبې بڼې ګوته ورته نيولې ده، په دې هم سترګې پټولی نه شم چې په طالبانو کې تر اوسه کوم مشهود فساد يا بيخي نه ليدل کېږي او يا کم له کمه په پورتني پوړ مشرانو کې نشته او بل دا چې په دوی کې د پخوانو چور سالارانو په پرتله د بيا رغونې او اقتصادي پرمختيا هوډ شتون لري.

دغه سريزه مې په دې وليکله چې د طالب واکمنو مخالفان ماته د طالب او د طالب مبلغ خطاب کوي او ځيني طالب پلوه کسان مې بيا د طالب ضد بولي. دا ټکی په سپينه وايم چې زه ښو کړو وړو ته ښه او بدو ته بد وايم او د اصلاح او رغولو وړانديز مې هم کوم. نېکمرغه به يې په خلاص تندي مني او بدمرغه به يې ګوري هم نه او ښکنځلې او غاښ چيچی به هم راته کوي.

لکه چې وينوپه اقتصادي برخه کې سم خوځښت روان دی. دا خوځښت، د مالي ناخوالو سره سره، په بنسټيزو/ زېربنايي کاني، صنعتي، ترانسپورتي، انرژي او خدماتي پروژو کې تر سترګو کېږي. که په حقوقي او فرهنګي برخو کې هم ورته اوچت ګامونه اخيستل شوي وای، بيا نو چا نه ملا سره مخالفت درلود او نه له چړي سره. هو، که طالباني منفي اړخونه يوه شېبه له سترګو واچوو، نو هغه تحرک چې په اقتصادي عرصه کې روان دی، د هر چا پام وراړوي. اقتصادپوه نه يم، خو هغه څه چې مې په ماغزو کې ګرځي پر کاغذ کښم. کېدای شي که نن نه، نو سبا ته به د تطبيق جامه واغوندي.

وروسته د سلما او کمال خان د بندونو له رغېدو نه چې د غني په واکدارۍ کې، د امريکا د شنه څراغ له برکته، سر ته ورسېدل، اوس د قوش تېپې ستر کانال چې رغونه يې په بري سره پرمخ ځي او ورپسې د کنړ پر سيند د بندونو، د کوکچې او ورته پروژو رغونو ته د هوډمنې او روښانه پاليسۍ د شتون په شرط، د ډېرو پراخو ډاګونو د خړوبولو امکانات او پراخو پرګنو ته د استوګنې، کار او مخ پورته بدلون امکانات برابرېدلی شي او که په ځير لرليد سره چلند وشي نوي او روښانه افقونه زېږولی شي. دغه سترې حوزې ځانګړې جغرافيايي، اقليمي، اتنوګرافيک، فرهنګی او ټولنيزې ځانګړتياوې لري چې له يوه پلوه کرنيز تنوع ته امکانات ورکوي او له بله پلوه د بې ځايه شويو ګډوالو او بې وزله نفوسو د بيا ځای په ځای کولو ( يا کېدو) او د نويو صنعتونو او کار و بارونو له برکته د کرنيزو او صنعتي کاريګرو له يوې سيمې نه بلې ته خوځښت، د ولسونو ګډېدل (اختلاط)، د ګټو شريکېدل، په ټوله کې اقتصادي، ټولنيز او فرهنګي خپل منځي اخشل کېدو او د ملت جوړونې پروسې ته بنسټېزه زمينه ورکوي.

میکانیزه کرکېله

ما د اوسنيو اقتصادي چارواکو له خولې په وار وار د کرنې پر ميکانيزه کولو تاکيد اورېد لی دی چې ډېره غوره خبره ده. په دې اړه غواړم څو ټکي وړاندې کړم:

په کوچنيو کرنيزو پټيو او بڼونو کې يواځې کوچني لاسي ماشينګوټي کارول کېږي چې کم مځکي بزګران يې له لاسنيوي پرته، د پېر او ګټې اخيستو توان نه لري. لويو ماشيني وسايطو او وسايلو کارولو ته پراخې مځکې په کار دي چې يواځې د مځکو لويو مالکانو او يا د کوچنيو مالکانو له ګډو کوپراتيفونو سر ه دا توان شتون لرلی شي. څرنګه چې زمونږ د ولس سترې پرګنې بېوزلي دي او دا تمه لري چې په دغسې لويو پروژو کې ورته د مالکيت او کار امکان برابر شي، نو وړانديز مې دا دی چې په دې پروژو کې د شخصي لويو فارمونو او دولتي لويو نمونوي کرنيزو فارمونو تر څنګ دې بې وزلو خلکو ته په عادلانه اندازه چې د يوې کورنۍ پوره او ښه ګذاره پرې وشي، مځکې ووېشل شي او د کوپراتيفونو رامنځ ته کولو له لارې يې کرکېله ورماشيني کړي. هم به بزګر له اقتصادي پلوه بسيا شي، هم به له ماشين او عصري وسايطو، وسايلو او توليد سره آشنا شي او هم به د دولتي عوايدو سرچينې پراختيا ومومي.

 کوپراتيفونه به  سړې خونې هم لري، اصلاح شوي تخمونه او کود به وېشي، دوا پاشل او علمي لارښوونې به کوي، د شنو خونو په رغولو کې به مرسته او د کرنيزو توکو له پاره به بازار ميندنه کوي.

د اوبو عادلانه وېش له پاره پخه عصري شبکه جوړول  او د حقابې اندازه ټاکل له ډېرو اساسي چارو نه دي چې له پيله بايد په نظر کې ونيول شي. د اوبو د سپما په موخه د اوبه شيندلو اوبولو طريقه هم بايد سوکه سوکه رامنځ ته او تعميم شي. هېر بايد نه کړو چې د شاړو مځکو آبادول، په پيل کې ستونزې لرلای شي چې حل يې د بزګر له وسه پورته ده او علمي پوهې او دولتي لاسنيوي ته اړتيا لري چې بايد ښه پاملرنه ورته وشي.

باد وژنې ونې (درخت های بادشکن)

په دښتو او سپېرو ډاګونو کې خوځنده شګې د کانالونو، ويالو، کروندو او سړکونو له پاره لويې ستونزې راولي. زورور بادونه کله کله ژر او په چټکۍ سره سمبال کړې چارې ورانوي او مالي لګښتونه لوړوي. د دې پديد ې د مخنيوي له پاره په کار ده د بادونو په مخ ځنګلي موانع رامنځ ته کړل شي. ما د دې ستونزې کوچنۍ تجربه د جلال آباد او سره پله تر منځ د خوځنده شګو د مخنيوي په موخه د یوکليپتيس ونو ځنګلي کښېنول ليدلي ول. په هر حال اهل خبره لا هم ښه پوهېږي څه وکړي. ما ته يواځې د ستونزې يادونه او د حل لارې پلټنه ضروري ښکاره شوه.            

د کرنې او مالدارۍ محصولاتو صنعت

د مځکو او يو شمېر کوپراتيفونو د ساحې د لويوالي سره متناسب بايد صنعتي پارکونه هم د بزګرانو د کرنيزو او حيواني محصولاتو د پروسس او کورني او باندني بازار ته د وړاندې کولو په موخه، جوړ شي. دغه محصولات ډېر متنوع دي، له دانو (حبوباتو) نه نيولې تر نباتي او حيواني غوړيو، شاتو، ورېښمو، لبنياتو، وړيو، مالوچو، بڼيزو او نورو توليداتو پورې په کې راځي. ځيني يې دوديز پروسسونه غواړي چې اوس مهال هغه هم ماشيني شوي دي، ځيني نور يې تازه یا وچ وړاندې کېږي او ځيني نور بيا د کانسرو يا څښاکونو(نوشابه ها) او نورو بڼو ته د اړولو صنعتي پروسس ته اړتيا لري. په دې توګه د کرنې او صنعت ترکيب رامنځ ته کېږي او دا ټولنيز بدلون لور ته يو بل فکټور دی.

د کوچيانو د له پېړيو راپاتې مسلې علمي حل

په دې ترڅ کې دې د کوچيانو د پېړيو پېړيو کوچ ته لازمه ده د پای ټکی کښېښودل شي. دوی بايد پورته ياد شوي نوي دود کليو ته را جذب، د کور او مځکې خاوندان شي. دوی تر اوسه هم په ډېرې بدوي بڼې د هيواد په اقتصادد کې ستره ونډه لرلې ده. اوس د دې وخت رارسېدلی دی چې په عصري او علمي بڼه دا ونډه څو وارې لوړه او ګټوره شي. په ژمي او دوبي کې د مساعدې هوا او ورشو په لټه کې د سرګردانه ژوند په ځای بايد د دوی مالونو ته څړځايونه جوړ او د ژمي په يخنۍ کې د بوده و(مالونو) د خوندي ساتلو او د خوړو (علوفې) ډاډمنو شرايطو برابرولوو کې لارښونه او مرسته ورسره وشي. دوی په اوسنۍ بڼه د خپلو مشرانو له خوا تر سخت استثمار لاندې دي او لوټېږي. د دوی حيواني محصولات ترې په ډېرې ټيټې بيې پېرېدل کېږي، له روغتيايي خدمتونو او پوهنې نه تلپاتې محروم دي. اړينه ده چې د دوی محصولاتو ته د عصري ګټه اخيستو امکانات ور په ګوته شي او له بدوي ژوند نه نوي ځايي ژوند، مدنيت، روغتيا او پوهنې ته په اووښتو کې دوامداره مرسته ورسره وشي. د دې عرصې پوهان او متخصصان به په دې برخه کې لا ښه او کره نظريات ولري چې ګټه بايد ترې واخيستل شي..

ښاري ځانګړتيآ دې هم ورکړل شي

کرنيز لوی واحدونه بايد  په عين وخت کې ښاري ځانګړتياوې هم ولري. یعنې د معياري عصري کرنې تر څنګ، اداري، خدماتي، پوهنيزې، سوداګريزې، روغتيايي او ټولنيزې ښاري آسانتياوې په پام کې بايد ونيول شي. دا برخه پخپله ډېر زيات اړخونه لري او ډير زيات تفصيل ته اړتيا لري چې د ښار او ښارګوټ جوړولو د متخصصانو له خوا په علمي توګه راسپړېدلی شي. دغه د کرنيز او ښاري ژوند اخشل (امتزاج) چې په تدريج سره رامنځ ته کېږي، سوکه سوکه د ښار او کلي تر منځ تضاد هم پيکه کوي چې د زمان په اوږدو کې په ستر ټولنيز بدلون اوړي. د کلي، ښارګوټي او صنعتي کارځايونو ترکيب عصري مدني ټولنيز اوښتون ته ځواک وربخښي او پروسه يې چټکوي.

د کرنې په هکله خبرې په دې لنډې شننې کې نه خلاصه کېږي. د کوچنيو او موسمي اوبو ذخيره کول، د مځکې لاندې اوبو د سطحې لوړول، د شته ځنګلونو ساتنه او د نويو ځنګلونو رامنځ ته کول او داسې نور ډېر مسايل شتون لري چې څېړنې بايد په کې وشي.

بېړۍ چلول

سره له دې چې دا مطلب په ټرانسپورټ پوې اړه لري نه په کرنې، خو له کانال سره اړخ لګوي. غواړم د قوش تېپې په شان کانال يا کانالونو په نظر کې نيولو سره خپل فکر درسره شريک کړم.

د قوش تېپې کانال چې ۱۰۰ متره سور، اته متره ژورتيا لري او اوږدوالی به يې ۲۸۵ کيلومتره وي،  تصور کوم سپکو بېړيو چلولو ته هم امکانات ورکوي. د بېړيو ترانسپورټ تر ټولو نورو ارزانه دی او يو شمېر خلکو ته په کې د کار زمينه هم برابرېږي. برسېره د توکو د لېږد پر بېړيو، د مساپرو او سيلانيانو لېږد رالېږد کوچنيو بېړيګوتو ته هم پاملرنه ضروري ده. هيله من يم کوم پول چې د رېل ګاډو تېرېدو له پاره جوړ شوی دی يا نور پلونه چې په راتلونکي کې به جوړېږي، کافي لوړوالی او د استنادي ستنو تر منځ لازم واټن ولري څو د بېړيو تېرېدو ته خنډ ونه ګرځي.

هيله من يم د مسلکي نظر خاوندان، د دې وړانديزونو تشې ډکې او يا بديل لوړ نظريات وړاندې کړي.

د اوس له پاره همدومره، او نور بيا بل وخت

و من الله التوفيق

۲۷ / ۱۰ / ۱۳۴۲

۱۷ / ۰۱ / ۲۰۲۴