په دی وروستیو کی د سولی انګازی د نړیواله او کورنیو رسنیو څخه د ملایمی موسیقۍ په شان تر غوږ کیږی ، د جګړو له خبرو سره ټوله اشنا دی خو د سولی خبره نوۍ رنګ او نوی هوا لری. ولسی هیلی د غوټۍ په شان یو ځل بیا په غوړیدو دی د ناخوالو او کړکیچونو سره سره د امید سترګی د لوی ډاکتر لوری ته اوښتی دی. پاکستان، امریکا او افغان لورۍ دری واړه په مناسباتو کی د نوی پړاو خبری کوی او تر یو ځایه هم علایم څرګند سویدی. سوله په درو برخو کی تر څیړنی لاندی نیول کیدای سی په دی معنی چی سوله د ولس لپاره کومه اړتیا او څه پیغام لری، سوله د منورینو او روښان اندو لپاره کومی ګټی او څه پیغام لری ، او د سولی په وړاندی د بشری حقوقو د ناقضینو کوم غبرګونونه متصور دی .

۱ : سوله د ولس لپاره یو خیالی ارمان دۍ وای ځمکه هغه سوځی چی اور پر بل وی، هغه اکثریت ولسونه چی د جګړی څخه په تیرو څلورو لسیزو کی متضرر دی د سولی په قیمت او اړتیا پوهیږی د کابل د ماڼیو څخه د سولی اړتیا نسی ارزول کیدلای د کونډو ، یتیمانو او بورو میندو تعداد ورځ تر بلی ډیریږی لوږی او فقر ولسونه زندۍ کړیدی د امراضو او جرایم شیوع چی د جګړی زیږنده دی هر ان ولس ځوروی او قربانی ځنی اخلی ،بی دفاع ولس د طالب او دولت ترمنځ شخړو کی راګیر،هستی یی لوټیږی او کورونه یی ورانیږی داسی څوک نسته چی رحم پر وکړی له بله اړخه هره ورځ یو تعداد ځوان پوځیان،پولیس او د ملی امنیت افسران او سریازان شهیدان کیږی ،معلول کیږی خو ځمکنی خدایان په کابل او اسلام اباد کی بریتونه تاووی په قصر کی ناست په مړه ګیډه وای دا ډول سوله نه کوو او یا هغه ډول سوله نه غواړو.

۲ : دا جوته سوه چی سوله د ولس ارمانی غوښتنه ده اوس باید و څیړل سی چی سوله د نامنسجمه منورینو، روښان اندو، تحصل لرونکو لپاره څه پیغام لرلای سی؟ له دی کبله چی منورین او تحصیل لرونکی اکثرا د جهادی مشرانو او یا نورو جګړه ایزو کړیو سره تړاو نلری نو ځکه په تیرو دیارلس کالو کی د واک څخه بی برخی پاتی دی چی له کبله یی دولتی سیسټم او حکومتولی له ستونځو او نیمګړتیاو سره مخ دی ، ددولت په سیاست کی بینوا دی د واک انحصار تر پزی راوستلی دی حتی ځنی د مدنی ټولنو غړی او ژورنالستان او ټیټ رتبه مامورین کله کله د دولتی او طالبانی دواړو لخوا ځورول کیږی نو ځکه په هرصورت دوی د بدلون غوښتونکی دی او دا بدلون تر یو ځایه په سوله کی وینی. خو داچی بدلون د ارتقا، دموکراسۍ او وړاندی تګ موجبات برابروی او که د ایډه لیستی افکارو و تور تم ته ور دانګل دی ، په دی هکله جلا تحلیل ته اړتیا ده خو یو څه تامل او تفکُر پکار دۍ . د منور قشر لپاره سوله ځکه ډاډمنه بریښی چی نړیوال او امریکا یا هغه ځواکونه چی د بشری حقونو او دموکراسۍ لپاره یی په افغانستان او سیمه کی ډیره پانګونه کړیده ، د سولی د خبرو اترو په بهیر کی په مستقیم او غیر مستقیم ډول شتون لری هغوی په هیڅ صورت نسی کولای خپلی پانګونی په اوبو کی لاهو کړی. له بله اړخه سوله کولای سی د واک انحصار ته د پای ټکۍ کښیږدی او همدا رنګه سوله کولای سی فردی تجاوزات او د زور واکانو تیریو ته د پای ټکۍ کښیږدی، سوله و قانونیت ته لاره پرانیزی او د معافیت دود ته د پای ټکۍ ایږدی، سوله عدلی او قضایی ظرفیت لوړوی او بالاخره سوله د هیواد حاکمیت تضمینوی، یقین دۍ چی یاد سوی ټول فکټونه د منور قشر په ګټه محاسبه کیدای سی..

۳ : شک نسته چی سوله یا هر بل وړاندی تګ یو تعداد مخالفین هم لری او غالبا مخالفین هغه کسان وی چی د سولی په نه شتون کی یی ګټی تغښتی وی ، دا ډول افراد د حکومت او طالبانو دواړو په لیکو کی شتون لری. شاید ګټی مختلف رنګونه او ریښی ولری خو خطرونه تقریبا یو ډول تعبیریږی. یو تعداد قومندانان د سولی ږغ د خپل مرګ له پیغام سره پرتله کوی کله چی هغه قتلونه شماری چی ځنی صادر سویدی نو ګمان کوی چی د عدالت ږغ د سولی پایله ده . له بله اړخه د هغه چا سره سوله چی هیبت او وهم یی تر اوسه د تقلبی جنرالونو کوګل لړزوی ،ستونځمنه ښکاری ، دولس هیلی او ګټی دواړه اړخونو ته ډیری مهمی نه ښکاری خو د واک ویش او د تسلط اندازه هغه خبری دی چی کیدای سی مشکلات وزیږوی، داسی کسان شتون لری چی خپلی پخوانۍ کړنی د قتلونو سره مل بولی او اوسنۍ کړنی د روښانه فساد په توګه ارزوی او کاملا دقیق پوهیږی چی د سولی په وخت کی د جرایمو څیړنه ځکه حتمی ده چی متضررین که دولت وی که افراد د قاضی میز ته دریږی.نو ځکه په یوه بهانه او بله بهانه په یو ډول د ډولونو غواړی که وکولای سی د سولی مخه ډپ کړی. دوی پوهیږی چی اوسنۍ قضا نیمګړی ده او د عدالت د تامین توانمندی نلری خو که د سولی بهیر عملی سی شاید د پوښتنی ځای راسی.همدا وجه ده چی کله د یوی ګوښی څخه او کله د بلی ګوښی څخه د سولی د ننګونی هڅه کیږی په وروستیو نمانځ غونډو کی د تیر حکومت چارواکو استازی یی بیلګه ده، په دی هم پوهیږی چی ولس نور تر پوزی راغلۍ دۍ او د دوی د زغم توان نلری ځکه یوازنۍ د نجات لاره په جګړه کی لټوی.

د یادونی وړ ده چی جناب کرزی صاحب هم چندانی د سولی و بهیر ته لیواله نه ښکاری د ده وجوهات بیا نور دی. اوس کرزی پوهیدلۍ دی چی ده په سیمه کی یو ناتوانه ، نا پایداره او مقطعی سیاست لوبولۍ دۍ چی پایلی یی هیواد ، ولس او دموکراسی ته ښی نه وی او اوس وینی چی لوی ډاکتر د مخالفتونو سربیره ډیر په متانت او نووښت نړیوال او سیمه ایزه سیاست د هیواد او ولس په ګټه تنظیموی، په چټکی و توانیدۍ د امریکا سره پیکه سوی اړیکی ته نوی رنګ ورکړی او د پاکستان سره د اعتماد د فضا جوړولو په لور یی مثبت ګام پورته کړیدۍ بریالۍ هڅه یی وکړه. کرزی صاحب دا ډول انکشاف د ځان لپاره کمی وګڼله نو ځکه یی په سیمه کی د حالاتو د بدلون سره علاقه له لاسه ورکړیده. له بله اړخه کرزی صاحب خپل د تحصیل د وخت څه موده په هند کی تیره کړی ده چی هغه هم خپل تاثیر پر ښندلۍ ؤ او میلان یی بی انډوله د ډهلی خواته ډیر و ، اوس چی هغسی فضا حاکمه نه ده کرزی د وضعی څخه راضی نه بریښی ، ورپسی هغه څه چی کرزی یی د سولی د بهیر سره بی علاقه کړیدۍ دا چی فکر کوی د مجاهدینو مشران یا قومندانان په یو ډول څنډی ته کیږی ځکه دی هم مجاهد او په خاصه توګه یی د جمعیت د ګوند سره کافی اړیکی د جهاد د وخته لرلی حتی د احمدشاه مسعود تر مرګ څو ورځی وړاندی یی په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کی د هغه سره لیدلی وه له همدی عقیدی له مخی د مجاهدینو د سرانو څنګ ته کول ممکن یو بل علت وی چی د کرزی صاحب افکار پریشانه کړیدی.