!

ته انسانه له خپل ځانه خبرنه یی

د خپل ځان له کیف اوکانه خبرنه یی

 

د قرآن په سرله خپله سره تیریی

مسلمانه له قرآنه خبرنه یی

 

! ای د پاک قرآن په نوم باندی مینه

د قرآن له ھیڅ فرمانه خبرنه یی

 

چی دعاکوی ایمان له خدیه غواړی

خو پخپله له ایمانه خبرنه یی

 

اذان اوری په پیغام یی نه پوھیږي

لا تراوسه له اذانه خبرنه یی

 

په لمانځه کی سرپه سرځانته دعاکړی

له دعا دی مسلمانه خبرنه یی

 

ته له خپله خدایه ھروخت جنت غواړی

د جنت په لارنادانه خبرنه یی

 

د جنت لپاره بل مسلمان وژني

د وژنی له جزانه خبرنه یی

 

مسلمانه ! د جنت د ورتلو لاردې

کړه پخپلو لاسو ورانه ،خبرنه یی

 

د ھرچاپه خوله قیام ته راپاڅیږې

خوله خپل قیام افغانه خبرنه یی

الحاج الھام الدین قیام

21/03/2015