له څولسیزو روسته، افغانان چې په کور دننه له پردیو نیابتي جګړو زښت زیات ستړي شوي، د ولسمشر غني په مشرۍ له افغان حکومته غواړي چې بلاخره هېواد ته د سولې او امنیت په راستنېدو کې له هیڅ ډول وسې او هڅې ډډه ونکړي.

افغان حکومت اړ او دنده لري چې د سولې او امنیت په اړه، د افغانانو داسې حیاتي او پرځای غوښتنو ته مثبت ځواب ووايی او په کور دننه او بهر داسې تګلارې او پالیسۍ مخې ته کښيږدي چې په پلیتوب سره يي هېواد ته سوله او امنیت راستون شي. لکه څنګه چې څرګنده ده، اقتصادي وده او بېلابېلې ټولنیزې پرمختیاوې په هېواد کې د سولې او امنیت په بسیا پورې تړلې او له هغې پرته، په دې برخه کې یو ګام هم مخې ته نه شو اوچتولای!

په دې لامل، څه مهال وړاندې ولسمشر اشرف غني وسلوالو مخالفینو سره د جوړجاړي لپاره، د مخالفینو د دم، وودې او اغیز مرکزونو لکه اسلام اباد، پیکینګ او ریاض ته سفر وکړ. دا چې دغو مرکزونو سره خبرې نوې پیل شوی، عملي لاسته راوړنو لپاره وخت او نورو هڅو ته اړتیا لېدل کیږي. په دې لړ کې څه چې زیات ارزښت لري، هغه د سولې او امنیت په راوړلو کې د ملي یووالي حکومت له تګلارو، د افغانانو پراخ ملاتړ او ننګه ګڼل کیږي. په دې لار کې د افغان حکومت ترلاسه شوې بریاوې باید وستایل شي او د نورو هغو لپاره باید افغانان پخپل حکومت راټول وي.

همداراز ډېری افغانان په دې شېبه، د یمن په جګړه کې له سعودي عربستانه ملاتړ، افغانستان لپاره د نورو اوږدمهاله ګټو ترڅنګ، له خپلو وسلوالو مخالفینو سره جوړجاړي ته په رسیدو کې د یوې هڅې په توګه ګڼي.

که داسې څه په لومړي سرکې د افغانستان د پخواني بې پري دودیز سیاست سره ټکر هم لېدل کیږي، خو اوسني وخت او په هېواد کې د سولې او امنیت بسیا دا غواړي چې افغانان، که دا د زهرو ګوټ هم وي باید له ستوني يي تېر کړي.

پخوا یو پښتونستاني شاعر د خپلو ورته حالاتو په اړه داسې یو شعر ویلای وو:

زلفو ته ځیر یمه د مخ په تمه (۱)

زه له هندوانو نه کشمیر غواړم

د سعودي د ملاتړ په اړه، د ارګ له لوري رسنیو ته په استول شوې اعلامیې کې لولو« د افغانستان دولت او خلک له سعودي سره ژورې تاریخي او دیني اړیکي لري او د حرمینو شریفینو څخه دفاع د هر مسلمان دنده ګڼي، همدې ته په کتو که هر ډول ګواښ پېښ شي، موږ د حرمیینو شریفینو له سپیڅلي ټاټوبي نه د دفاع لپاره، د سعودي د ورور او مسلمان ولس، په خوا کې دریږو.»

په ټوله کې، وسلوالو مخالفینو سره د جوړجاړي په اړه د ولسمشر اشرف غني وروستۍ تګلار او ځیني عملي ګامونه او همداراز د سعودي په ملاتړ د حکومت زړور دریځ، د سولې او امنیت د بوختسې په حل کې نوې هیلې او افقونه پرانیځي.

خو باید هېره نشي، که یوخوا هېواد ته د سولې او امنیت په راستنېدو کې، افغانان د ملي یووالي د حکومت روستۍ هلې ځلې ستايي او له هغو ملاتړ کوي بل پلو ټاکلې کړۍ چې په سوله او امنیت کې خپلې ګټې نه وینی په بېلا بېلو لارو، د داسې هڅو او پرمختیاوو په اړه د افغانانو ذهنونه انجړوي او د بریاوو مخه نیسي.

په دې برخه کې ځینې کړۍ او شخصیتونه چې د ملي یووالي حکومت رکن ګڼل کیږي اوپه ورته وخت کې د حکومت اپوزیسیون نه شي جوړېدای، له نورو فعال ښکاري.

د دیموکراسۍ د ار له مخې، پر یوې ټاکلې موضوع د ډیرکي له پریکړې روسته، که څه هم لږکي يي مخالفت کړی وي، د ډیرکي پریکړه د پلیتابه وړ ده او لږکی باید د خپل مخالف نظر سره سره، د داسې پریکړې درناوی وکړي او په پليتوب يي مخې ته خنډ نه شي.

ویل کیږي چې د سعودي له ملاتړه د ملي یووالي حکومت د پریکړې په مهال عبدالله د حکومت د اجراییوي رییس پتوګه مرور شوی او هغه ته نږدي سرچینو ویلي « ډاکتر عبدالله د افغانستان د حکومت له دې پرېکړې سره مخالفت کړى دى.سرچينې زياته کړې چې په دې اړه له جوړې شوې غونډې په نيمايي کې ډاکتر عبدالله احتجاجاً پاڅېدلى او تللى دى.»

داسې ډنډورو ته د ماندګار په نوم یوه رسنۍ ډېره لمن وهي چې ځان د عبدالله خواخوږۍ راپېژني او ښايي د داسې کړیو لخوا وچلیږي چې عبدالله پرې اصلآ خبر نه وي.

لومړی خو په رسنیو کې عبدالله پخپله وینا او یا يي د خپل ویاند په ژبه داسې څرګندونې نه دي کړي، خو اوس چې ده پسې داسې ویل کیږي، باید پخپله ژبه يي رد کړي او د هغه حکومت له پریکړې چې نوموړی يي اجراییوۍ رییس دی، ملاتړ اعلان کړي.

بلخوا ویل کیږي چې محقق هم د هغه حکومت د پریکړې مخالفت کړی چې نوموړی يي د عبدالله په مشرۍ د اجرییوي برخې دوهم مرستیال دی.

دلته موخه دا نه ده چې ګنې څوک د حکومت د پریکړې مخالفت نه شي کولی! خو د خندا او اریانتیا وړ دا ده چې هم دې یو څوک د حکومت اجراییوۍ رییس او بیا دې د هغه دوهم مرستیال وي او هم دې د خپل حکومت( خپل ځان) د پریکړو په مخالفت څرګندونې کوي او په رسنیو کې دې خپل ځان او حکومت خپله رسوا کوي او شرموي!

په یوه وخت کې دوه هندوانې په یوه لاس کې نه نیول کیږي! یا دې یو څوک له حکومت سره وي او د هغه د تګلارو، دریځونو او پریکړو په پليتوب کې دې ونډه اخلي او یا دې د حکومت اپوزیسیون وي!

بلخوا لېدل کیږي چې محقق او یا هغه ته ورته کسان د حکومت روستی دریځ د ملي ګټو په لامل نه ننګوي، بلکې دا کسان د یوې کوچنۍ مذهبي فرقې په استازیتوب چې هلته هم چا ده ته د خپل استازي دنده نه ده سپارلې، ترسره کوي!

د فرقوي دریځ تر څنګ، له هېواده بهر د ایران د جلا ګټو لپاره هم داسې ناندرۍ وهل کیږي. دوی غواړي هغه کړکیچ او یا ښکاره جګړه چې د خپلو ګټو لپاره ایران، د عربستان او یا نورې عربي نړۍ سره پیل کړې ده، د افغانستان په ډګر هم توده وساتي. دا کړۍ عربستان سره ترینګلي او کړکیچن اړیکې د ایران د ګټو لپاره غواړي، نه په کور دننه د شیعه وروڼو د ګټو او یا په ټوله کې د افغانستان د سراسري ګټو لپاره!

افغانستان یو خپلواک هېواد دی، هیڅ ګاونډی د ایران په ګډون او یا په کور دننه د دوی بړیڅي، حق نلري، افغان حکومت ته له نورو هېوادو سره د اړیکو په نیولو امرو نهې وکړي!

همدارنګه ځینې نورو کړیو هم چې ځانونه په رسمي توګه د حکومت اپوزیسیون نه اعلانوي، خو په عمل کې د اپوزیسیون پېښې کوي، په راروسته کې يي له وسلوالو مخالفینو سره د حکومت د جوړجاړي په تګلارو او عربستان سره د ملاتړ په اړه، خپلو نیوکو او پروپاګنډې ته زور ورکړي دی.

په دې ډله کې هغه کسان چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي پرشاوخوا راټول شوي، غواړي تر نورو مخکې واوسي. د حامد کرزي په ډلګۍ کې ښاغلی رنګین دادفر سپنتا تر نورو زیات د حکومت په روانو تګلارو خورا په قهر دی!

دغه ډلګۍ که څه هم د عبدالله او محقق پشان کسانو سره چې د حکومت رکن ګڼل کیږي او په ورته وخت کې د اپوزیسیون دریځ نه شي خپلولای، د حکومت رکن نه جوړوي، خو دوی هم په تېر دیارلس کلن حکومت کې د نیمګړو او پاتېګړو تګلارو او پیکه لاسته راوړنو په لامل، د افغانانو نه خوښيږي او کرکه ترې لري.

دوی چې د خپل حکومت په مهال، مخالفینو سره په جوړجاړي کې کومه لاسته راوړنه نلري، په دې برخه کې په دومره لږ وخت سره د ولسمشر غني په مشرۍ د نوي حکومت بریا نه شي زغملای. بلخوا دوی له سیمې او نړۍ څخه خپل کمزوری او سرسري پېژند نه شي منلای، هغه پېژند چې دا ډله يي لویدیځ او امریکا سره په لویه شخړه وړوله او افغانستان يی د ناورین په ادامه کې وساته!

عربستان سره د حکومت د روستي دریځ په اړه، د دې ډلې مخالفت هم د ډالرو هغه کڅوړو سره تړاو لري چې ایران به وخت په وخت دې ډلې ته رالیږلې. دلته هم د ملي ګټو د خوندیتوب خبره یا بیخي نشته او یا که وي هم، د شنو ډالرو په کڅوړو کې پیچلې او تاو شوېده.

نوی حکومت باید خپله تګلار مخې ته یوسي. د سولې او امنیت په راوړلو کې، اخیستل شوي ګامونه پرینږدي. سیمې او نړۍ سره په خپلواکه توګه اړیکې وغځوي او د پېړیو ګوښه افغانستان د نړیوال کلي وړ غړی وګرځوي.

او پریږده چې:

ډېرې مو خولې، ډېرې خبرې

زه به د چا خولې ته برغولی جوړومه

یادونه:

(۱) په دې بیت کې پښتونسناني شاعر خپل چاپیریال ته په کتوسره، پښتونستان له مخ سره او زلفې له کشمیر سره تشبه کوي. نو ځکه پنجاب ته وايی، که له هندوسانه تا لپاره کشمیر غواړم، په عوض کې يي پښتونستان غواړم. هیڅوک وړیا نه جنګیږي او هر چا لپاره خپلې ګټې مهمې دي.

د ۲۰۱۵ کال د اپریل ۵ مه

سرلوڅ مرادزی