وایې لاره کې اختردي،نه راځي نه بیرته ځي
حیران پاتې شودی خپله،دالوی کلی ژړوي

تورټیکړي دښځوګوري سترګې ډکې دسلګیوو
اخترخپله په ژړاشو زړه یې خوړین،دی ځوروي

په اخترخوشالي رانغله نه رڼا بریښي دسولې
موسکا نشته خندا نشته خلک اوښکې تویوي

دااوږدعمر دی تیریږي ښادي لاړه جګړې یووړه
ځنې هیڅ لاخبر نه دي، چې اختر کله راځي

روژه راغله بیرته درومي دنغری اور مو بل نشو
د شهید یتم ته ګوره تش دیګي اوس لټوي

دبډا خواړه ماښام کې دا بزګرګټې یو کال کې
د اخترتوپیر دی دومره،کال پیړئ اوس شرموي

اخترلاړه ای سرحده!چې ښادي یې لنډه بریښي
دحق لوی حساب به راشي تله ټول به بیا تلي
امرالدین سرحد
مسکو
۱۵ -۰۷- ۲۰۱۵