د هلمند فرهنګيان وايي، نږدې راتلونکي کې د يو څېړنيز سيمينار تکل لري چې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو ترڅنګ به د مرکز ليکوالان او څېړونکي هم ګډون پکې وکړي.

ځوان ليکوال او د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد وايي، «هلمند د پرمختګ هڅه» تر نوم لاندې به ياد يو ورځنی سيمينار جوړ کړي.

همدرد وايي، دغه سيمينار چې په نږدې راتلونکي کې جوړيږي، په تېرو ديارلسو کلونو کې هلمند کې د ادب، پوهنې، کرنې، روغتيا، کارموندنې او نورو بېلابېلو برخو ته کتنه وشي او ليکوالان به خپلې ليکنې مقالې پر واوروي.

سردار محمد همدرد وايي،  له ياد سيمينار يې جوړول موخه د هلمند لاسته راوړنو، مثبتو او منفي کارونو او هڅې راسپړل دي، نوموړی وايي ليکوالان به وکولی شي په خپلو ليکلو مقالو کې د هرې برخې د پرمختګ لپاره نوې نوې طرحې او وړانديزونه هم وکړي چې دولتي چارواکي او نور اړونده مسؤلين به ګټه ترې واخلي.

څه موده مخکې «هلمند پېژندنې» په نوم دې ته ورته يو سيمينار هم جوړ شوی و، خو د هلمند فرهنګيان وايي د راروان جوړيدونکي سيمينار ښه ځانګړنه دا ده چې په هره برخه کې به څېړنه وشي، تشې او خاليګاوې به روښانه شي.