زموږ په تاریخي، لرغوني او ادب پاله هیواد افغانستان کې پښتو ژبه د نورو ژبوپه څنګ کې یوه اصالت لرونکې، تاریخي، پیاوړې او دعلم د پراخو سر چینو لرونکې اود سترو لیکوالو، ادیبانو او شاعرانو ژبه ده .

که چیرې د علم، ادب، هنراو شعر غوړیدلي، ویاړلي او رنګین تاریخ ته په غور سره وګورو، له نیکه مرغه زموږ د هیواد زیاترو پوهانو، څیړونکو، عالمانو، لیکوالو، ادیبانو او شاعرانو د خپلې لوړې پوهې، ژورو خیالونو او فکرونو په وسیله د علم، کلتور، ادب او هنر رنګینه نړۍ، روښانه او ځلانده ساتلی ده .

ښاغلی مفتاح الدین ساپي له هغو علمي او ادبي سټو څخه دی چې زموږ د پښتو ادب د پرمختګ او پراختیا په برخه کې یې د خپلو علمي، کلتوري او فرهنګي اثارو له لارې ګټوره او اغیزناکه ونډه اخیستې ده .

ښاغلی مفتاح الدین ساپي د خدای بخښلي اباخان زوی دی، چې پر(۱۳۱۵) لمریز کال د کنړ ولایت په مزار دره کې په یو درنه کورنۍ کې زیږیدلې دی .

ده خپلې زده کړې په کونړ، کابل اوامریکې کې پای ته رسولې دي ، او له خپلو لوړو زده کړو وروسته په بیلابیلو دولتي دندو کې بوخت وُ .

ساپي صاحب یو پیاوړې لیکوال، خوږ ژبې شاعر، غښتلی او پوخ داستان لیکونکی ، تکړه ډرامه لیکونکې او وتلې ژباړونکې دی .

ده دیوشمیرغربي شاعرانو اولیکوالو اثار په پښتو ژبه ژباړلي اوخپاره کړي دي . د ده ادبي اوفرهنګي سټه نه یوازی په هیواد کې د ننه بلکې په بهر کې هم پیژندل شوې ده . دی په انګریزي ژبه هم شعرونه او لیکنې لري .

دساپي صاحب چاپ شوي اثار دا دي :

-   نړیوالې سندرې (ژباړه)

- سپیدې- نړیوال شعرونه ( ژباړه)

- مات وزر- نړیوال لنډې کیسې ( ژباړه)

- ادبي او هنري څیړنې

- نیمګړي انځورونه – (شعري ټولګه)

- رژیدلي ارمانونه د ( لنډو کیسو ټولګه)

او همداسې د هیواد په ورځپاڼو، مجلو او مطبوعاتو کې د ده ګڼ شمیر چاپ شوې مقالې خپرې شوې دي .

د ښاغلي مفتاح الدین ساپي د ( رژیدلي ارمانونه) په نامه د لنډو کیسو ټولګه پر (۲۰۱۵ ) زیږدیز کال کې چاپ شوې ده .

ښاغلي ساپي په ډیر اخلاص سره د خپل دغی کتاب یو ټوک ماته ډالۍ کړ ، ماهم په ډیره مینه او پاملرنې سره دا اثر ولوست .

په دې کتاب کې (۶) غمجنې او دردونکې کیسې لیکل شوې دي . ده په خپلو کیسو کې زموږ په جګړه ځپلي ، کړیدلي او ځوریدلي هیواد کې د لوټمارو، تالنګرو، ظالمانو او زور واکو ناولې، تورې او کرغیړنې څیرې او د دوی وحشت او دهشت، وژل ، ترور او بې پتي، جنایت او ظلمونه ، د مادي او معنوي شتمنۍ لوټول، د مظلومانو مظلومیت، د رنځیدلو او ځوریدلو هیوادوالو فریاد، اوښکې، ویرونه، سلګې او زګیروي ، اتلولي او میړانه او همداسې د افغانانو په منځ کې د یو شمیر نورو زړه بوږنوونکو پیښو تصویرونه چې د بشریت په تاریخ کې ساری نه لري په ډیرو ښکلو فکرونو، خیالونو، تصویرونو او سیمبولونو کې داسې انځور کړي دي ، چې په لوستلو یې د هر لوستونکي په زړه، ذهني او رواني حالاتو کې جذبې، ولولې، انساني، اخلاقي عواطف او احساسات راپاروي .

د ادب قدرمنو او درنو مینه والو !

دا داستاني ټولګه زموږ د هیواد په سیاسي، ټولنیز اوفرهنګي ډګر کې لکه د نورو لیکوالو اثارو په څیر، هغه اغیزمن او ارزښتمن اثر دی، چې په څو واره لوستلو ارزي .

زه ښاغلي مفتاح الدین ساپي ته د دې ګټور اثر د چاپولو له کبله مبارکي وړاندې کوم اود ده دلا نورو بریوو او هستونو په هیله یم .

په ډیره مینه او مننه : انجنیرعبدالقادرمسعود