کابل ( پژواک، ١٤ وږى ٩٤ ) :  په يوه افشا شوي ليک کې راغلي چې د امريکا او  طالبانو استازو له پخوا څخه له  يو بل سره اړيکې لرلې او ليدنې کتنې يې کولې.

په دغه ليک کې  د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د يوه لوړ پوړي چارواکي تهامس پکرنګ په اسلام اباد کې د پاکستان د  ديکتاور ولسمشر جنرال مشرف او د هغه مهال د استخباراتو ( اى اېس اى)  له مشر جنرال محمود سره شوې خبرې اترې افشا شوې دي.

د ( ډان) په نامه يوې پاکستانۍ ورځپاڼې د وږي په ١٤مه، د امريکايي سرچينو په حواله ددغه افشا شوي ليک جزئيات خپاره کړي دي.

په ليک کې راغلي چې د پاکستان د استخباراتي ادارې ( اى اېس اى)  د هغه مهال مشر جنرال محمود په ٢٠٠٠ زېـږديز کال په لومړيو کې کندهار ته سفر کړى و.

سرچينې زياته کړې : (( ددې کال په وروستيو کې  د امريکا د بهرنيو چارو وزارت لوړي چارواکي پکرنګ په اسلام اباد کې جنرال مشرف سره ليدلي وو او مشرف کندهار ته دجنرال محمود د سفر په اړه معلومات ورکړي وو. ))

په ليک کې راغلي، جنرال مشرف امريکايي چارواکي ته په ډاګه کړې وه،  چې له طالبانو سره معامله کول څومره ګران کار دى.

مشرف په ياده ليدنه کې زياته کړې : (( ملا عمر جنرال محمود ته ويلي وو، که چېرې د طالبانو تګلارې پاکستان ته ستونزې پيدا کوي او نه يې خوښوي، نو د پاکستان پوځ دې پر کندهار بمبار وکړي.))

په افشا شوي ليک کې راغلي، کله چې جنرال مشرف امريکايي چارواکي ته وويل چې نېغ په نېغه له طالبانو سره اړيکې ونيسئ، نو هغه ورته وويل چې امريکا له څو کلونو راهيسې په بېلا بېلو وختونو کې په بېلا بېلو ځايونو او په ځانګړې توګه په واشنګټن ، نيويارک او اسلام اباد کې له طالبانو سره نېغ په نېغه خبرې کړې دي.

په ليک کې راغلي، له مشرف سره په ليدنه کې امريکايي چارواکي پکرنګ ويلي : (( دا د امريکا لپاره د ډېرې اندېښنې خبره ده، چې پاکستان د طالبانو تر ټولو پوه ملاتړى دى، ستونزه داده  چې زموږ تر ټولو ښه ملګرى زموږ د تر ټولو لوى دښمن ښه ملګرى دى.))

د دغه امريکايي چارواکي په وينا، د پاکستان دغه کار د دواړو هېوادونو په اړيکو کې داسې يو زخم دى، چې د وخت له تېرېدو سره خرابېږي.

پکرنګ په دې ليدنه کې په ډاګه کړې وه، اسامه بن لادن چې طالبان يې ملاتړ کوي او ساتلى يې دى، د پاکستان او امريکا اړيکې خرابوي.

په افشا شوي  ليک کې راغلي، جنرال مشرف امريکايي چارواکي ته ويلي و  چې له طالبانو سره د درېيو مهمو موضوعاتو په اړه په اړيکه کې دى.

د مشرف په وينا، لومړى موضوع په افغان خاوره کې د پاکستان ضد ترهګرو شتون، دويمه موضوع سوله او درېيمه د اسامه بن لادن موضوع ده.

په افشا شوي ليک کې راغلي، مشرف امريکايي چارواکي ته په ډاګه کړې وه چې په اسلام اباد کې يې د طالبانو د واکمنۍ د کورنيو چارو وزير سره د ليدنې پر مهال د اسامه په اړه  کوم پرمختګ نه دى کړى .

د سرچينې په وينا، د طالبانو د کورنيو چارو وزير د اسامه په اړه د شواهدو او اسنادو د شتون په صورت کې وړانديز کړى و، چې پر دې شواهدو د غور لپاره سعودي، پاکستان او يا هم د اسلامي کنفرانس د علماوو يوه شورا جوړه شي.

سرچينې زياته کړې، طالبانو د اسامه په اړه د ډېرو شواهدو غوښتنه کوله، خو امريکايي چارواکي پکرنګ ويلي و ، چې پاکستان ته يې د اسامه بن لادن  د جرمونو په اړه يوه  بشپړه معلوماتي کڅوړه ورکړې وه‌.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، امريکا فکر کاوه چې د اسامه بن لادن موضوع د پاکستان له مرستې پرته نه شي هواريدلى.

هغه مهال په اسلام اباد کې د امريکا سفارت له خوا واشنګټن ته يو پټ ليک لېږلى و، په دې ليک کې د افغانستان په اړه د پاکستان د تګلارې لنډ جاج اخيستل شوى و.

واشنګټن ته په لېږل شوي پټ ليک کې راغلي : (( اسلام  اباد په کابل کې يو مخلص ملګرى، د هندوستان او ايران مخالف، د پښتنو اکثريت لرونکى داسې حکومت غواړي چې په سيمه کې د برلاسۍ خيال ونه لري.))

په دې ليک کې له امريکايي چارواکو غوښتل شوي چې له جنرال محمود څخه وپوښتي چې ايا پاکستان د طالبانو داسې متبادله ډله پيدا کولى شي چې د واشنګټن او اسلام اباد د دواړو ګټې خوندي کړاى شي.