غواړم خپله لیکنه د ښاغلی ولسمشر په دې خبرو چې په ارګ کې د مشرانو جرګې له یوشمیر غړو سره د غونډې پرمهال و کړې پیل کړم ‎"هېواد کې د امنیت د ټینګښت لپاره د افرادو بدلونته نه بلکې طرحې ته اړتیا ده، ښاغلي غنيزیاته کړه د سولې د ټينګښت په برخه کې ولس باید مهم رول ولوبوي او په دې اړوند باید په اصولو برابر او په ډېر احتیاط سره ګام اوچت شي، د امنیت د ټينګښت په برخه کې مو پنځو ولایتونو یعنې کندز، غزني، بادغیس، هلمند او ننګرهار ته لومړيتوب ورکړی دی او په دې برخه کې طرحې ته اړتیا لرو، نه د افرادو بدلون ته".

دا خبرې ښاغلي ولسمشر د ۱۳۹۳زکال د لیندۍ په ۲ چې د ۲۰۱۴ کال د نوامبرد ۲۳مې نېټه سره سمون لري کړې وې، له دې خبروکابو لس میاشتې تېرېږي خو دې خبرو معکوسه نتیجه ورکړه او د ملت د نارزایتي سبب شوې، نه طرحې جوړې شوې نه افرادوبدلون ومومه، دا په دې مفهوم نده چې ولسمشر طرحو جوړولوکې پاتې راغی بلکه د اجرائیه رئيس مخالفتونه سبب شول چې د ښاغلی غنی اصلاحات له ناکامي سره مخ شي، خو پښتنه دا ده چې ولې ولس مشر په انتخاباتو کې له خپل کړو وعدو پرشا شو، کولی شوداسې نتيجه واخلو چې ولسمشر په خپل کاري تیم تکیه ونکړه او یوبې اعتمادی منځته راغله اوغوښتلې چې هرڅه په خپل لاس کې واخلي او هم عبدالله عبدالله چې د نظارشورا د لنډغرو او یوشمېرجنګسالارانوحمایت ئې درلود له ځانه خپه نکړي اوله ځانسره ئې یوځای کړي، ښاغلي غنی غوښتل چې د عبدالله عبدالله سره یوداسې محوررا منځته کړي چې د هغه په اساس به وکولی شي په هوسایي او بې له دردسره حکومت ته دوام ورکړي، دی به په رأس کې پاتې شي او عبدالله عبدالله به هم صدارت چلوي، نو ځکه ئې د عبدالله عبدالله فرمایشات یو دبل پسې منل مګر عبدالله عبدلله داسې فکرنکاو، هغه همیشه د خپلوملګرو خوا ساتله او دهغو د نظرسره سم ېې ګام وچته و له بله خوا عبدالله عبدالله مقطعی سیاست کا و او پدې ترتیب ئې غوښتل ترڅو ډاکتر اشرف غنی له سیاسته او له هوا خواهانونه تجرید کړي وخت په وخت د مصاحبو و خبریالانوته د معلومات په ورکولو ځان ته برأ ت ورکاو اوښاغلی غني ته به ېې دردسر پیدا کاو، اول به ئې اجازه ورکړه چې ډاکترغني یو کار ترسره کړي بیا به دهٔ مخالفت شروع کړاو ډاکترغنی چې حمایتګر نه درلودل هم ئې غوښتل چې عبدالله را جذب کړي مجبوره به په شاه شو، له بلې خوا د ښاغلی ولسمشر غنی تبلیغاتی ډله د غفلت په خوب داسې ډوبه ده یا خو د عبدالله عبدالله له وېرې خپلې څوکې ساتي ځکه چې ښاغلی غنی د ملګرو نه د حمایت توان له لاسه ورکړې ده او ملګری ئې هم په ډاکترغنی بې اعتماده شوي اویا دا چې د ښاغلي غنی له اړځه ترفشار لاندې دي چې باید چپه خوله پاتې شي، ښاغلی ولسمشر فکړکړي چې بڼڅټيځ سیاست کوي چې په راتلونکو پنځونه ترلسوکالو پورې نتيجه ورکړي خپل د رهبري قدرت به هله ثابت کړي، په داسې حال کې چې دا نظرپه افغانستان کې یوه ستره تېر وتنه ده، البته چې وطن بڼڅټيځ بدولونو ته اړتیا لري او دا یو عالی او غوره کار ده مګر د دې کارترڅنګ د افغانستان په شرایطوکې چې غوڅ اکثریت بېسواده او له تمدن او پرمختیا نه بې خبر او لرې ساتل شوې ده دې داسې یو سیاست په هضمولو نه پوهېږي، او پدې خبر فقد دګوتوشمار سیاستوال پوهېږي نه ټول ملت خلک د سم دستي او په خپل ژوند کې دامنیت اواقتصاد برخه کې بدلون راوړلو ته لېوال او تږي دي اوهم تبلیغات باید د خلکو د ذهن د روښانه کولو ستره دنده تر سره کړي چې اصلاْ هیڅ معلومېږي نه چې په افغانستان کې ولسمشر کار کوي او کنه، او د اجرایي رئیس د تبلغات په مقابل کې تل چپه خوله پاتې کیدل دا د ضعف علامه ده نه د بردبارۍ۰

د ښاغلی ولسمشرغنی اعتماد په هغه اداري سیستیم چې د ښاغلي کرزي د فسادسالارحکومت میراث و یوه ستره تېر وتنه وه چې د ښاغلی غنی اتوریته او حیثیت ئې نسکور کړ، نو ځکه د کابل بانک مسله ، د وزارت دفاع د اختلاص مسئله، د کورنیوچارو د اختلاص مسئله چې د (بسم الله محمدی بشقل دزد په نامهٔ مشهوره شو)، د هرات د مامورینو بدلول او بیا بېرته ګمارل او د شروع شوې حرکته سترګې پټول او هغه نیم ګړې پرېښودل، او داسې نور دا ټول د هغه غلط بڼڅټ د ايښدولو نتیجه وه چې ښاغلی ولسمشر ویلی ول «چې د افرادو په بدلون سمون نه راځي بلکې طرحو ته اړتیا ده،» بې خبر له دې چې طرحې د نا اهلو افرادو لخوا نشي پلي کېدای، نو د افراد بدلول او کار اهلکارته سپارل او اداره له جاهلو بیسوادو او فاسدو پاکول دا د ترقی او پرمختیا ضمانت کوی هغه ملکونه چې اداري سیستیم په کې اصلاح او فرهنګ پکې وده کړې ده هغه کې د افراد بدلون نشته بلکه طرحې جوړېږي او همهغه خلک هغه په ښه وجه پلې کوي چې په تېرحکومت کې ول، نتیجه دا چې د فساد سره مبارزه د فاسدو اشخاصو په وسیله دا فقد ځان غولول او د مقام ساتل او معامله ګری بلل کېږي په داسې حال کې چې افغانستان قاطعیت کولاي شي وژغوري نه مصلحت البته چې ځنې ځایوکې مصلحت هم رول لري ولی کله چې اکثریت په فساد اخته وي اولاس وهنی وي بیا مصلحت تباهی رامنځته کوي نه ترقی، څرنګه چې ملی وحدت حکومت تباهی رامنځ ته کړه.

آیا ښاغلی ډاکترغنی نه غوښتل چې طرحه رامنځته کړي او یا ېې ونشوه کولی چې طرحې رامنځته کړي ځکه هره طرحه د احرائیه ریاست لخوا دمخالفتوسره ملګرې وه چې دې کار ډاکترغني ئې ستړی کړ، برالا خبر دا ده چې عبدالله عبالله له خپلو بهرنیومشاورینو په مرسته وشوکولی چې ده دې طرحو اود ښاغلي ولسمشرد پلانومخه ډپ کړي ترڅو د ښاغلي غنی د محبوبیت کچه ټيټه کړي اوهم غنی په ولس کې تجرید کړي هغه څه چې د اصلاحاتو تیم غوښتل، که څه هم دعبدالله عبدالله دا پلانونو په مجموع کې د ملی یوالي حکومت ته سخته ضربه ورکړه او خلک له عبدالله عبدالله نه هم ناراضي شول مګر د عبدالله عبدالله نه دخلکو نارزایتوپ کچه دومره ستره نده لکه د ښاغلي غنې په کچه، دا ځکه چې عبدالله عبدالله خپل تبلیغاتی تیم درلود او هم ئې خپل تیم له ځآنه راځي وساتهٔ، په داسې حال کې چې ښاغلی غنی نه یواځې دا چې خپل محبوبیت کچه د پښتنو په منځ کې وچته نکړه بلکې ټول پښتنانهٔ ئې له ځانه ناراضي کړل.

بل سترعامل چې د ښاغلی ولسمشرد محبوبیت کچه را ټېټه کړه د ولسمشرۍ فراخ غیر قانوني کړنې او په شاتګ د عبدالله عبدالله په مقابل کې، عبدالله عبدالله ته د جان کري منل شوې توافق نامه د اساسی قانون نه وچته ارزښت لري په داسې حال کې چې ولسمشرله خپل قانونی حق نه چې په توافق لیک کې هم تسجیل شوی ده ګټه نشي اخیستی په توافقپاڼه کې داسې راغلي دي«۰ ۰ ۰بدین وسیله ارزش های قانون اساسی را بحیث یک حقیقت روزمره مردم افغانستان رعایت نمایند. با یک مشارکت سیاسی خالصانه بین رئیس دولت و رئیس اجرایی البته تحت اداره رئیس دولت، ثبات کشور تقویت گردد،۰ ۰ ۰حکومت وحدت ملی آرزوهای مردم را برای صلح، ثبات، امنیت، حاکمیت قانون، عدالت، رشد اقتصادی، و ارایه خدمات با توجه خاص به زنان، جوان، علما و افراد آسیب پذیر برآورده می سازد....۰» بښنه غواړم چې د تفاهملیک پښتومتن مې نه درلود ،،لیکونکی،، .

که څه هم اجرائي پست رامنځته کېدل د قانون خلاف یو عمل و خو ملت د ملی او بین المللی شرایطو په پام کې نیولو پرې سترګې پټې کړې او دا د نفاق او د افغانستان د اصلی بدمرغئ بارېې پرخپلو اوږو واخیست، د ښاغلی جان کري هغه وینا چې د ډاکترغنی او عبدالله عبدالله په ګډون د امریکا د دبهرنیوچارو وزارت په هغه ضیافت کې چې افغانی پلاوي ته جوړشوې وه د ډاکتر عبدالله په حضور کې وکړې ډاکترغنې ته ئې سترقوت وروباښه، خو ډاکترغنی کله چې کابل ته راغي بیائې ځان د عبدالله عبدالله په غېږ کې واچو اوهمغه،، خرک او درک،، و اوبس، ولسمشر فرمانونه د اجرایی رئیس لخوا لړنګېدل خو ولسمشرۍ ماڼۍ پټه خوله پاتې کېدله د بېګې په توګه د شکریې بارکزۍ ګمارل د ولسمشرلخوا او برطرفه کول د اجرایی رئیس لخوا. د انتخاباتو په اصلاحي کمیسیون کې د پښتنو وڼډه له منځه وړل د کمیسیونون جوړول فساد واختلاص څېړل د او بیا د نسیان په تاقچه کې غورځول او داسې نور ټول د دې سبب شول چې د ولسمشر محبوبیت کم کړي او صلاحیتونه ئې ترپښتنې لاندې راولی، په سیاسی او نظامی وضعیت کې هم بدلون رامنځته نشي او ولس مشر یو بی وسه ناروغ او ضعیف مدیرمعرفي کړي۰

د جنګونو رامنځته کیدل په ټول افغانستان باندې بده اقتصادی، سیاسی اونظامی اغېزه په تېره په هغه پنځو ولایتونو کې چې ولسمشر په خپلو خبروکې هغه ته د ډېرپاملرنې سپارښتنه کړې وه، د خلکو نارزایتی را وپاره وله په زرګونه ځوانانو د افغانستانه د تېښتې ملا وتړه د پروژه کارونه په ټپه ودرېدل ، امنیتی لاسته راوړنې محدوه او بې اغېزې شوې د پاکستان سره بې سنجشه چلند او هندوستان چې د افغانستان یوستر و د ډاډوړ ګاونډې وه اړیکې پېرې شوې اویا بې اهمیته شوې دا هم یو عامل و چې د ښاغلی غنی د نه محبوبیت زمینه ئې مساعده کړه۰

د ګاونډیوتوطیې:

په بهرني سیاست کې دوست او دښمن د ملی ګټو پربڼڅټ اود امنیت په پام کې نیولو سره سم تعین ېږي، چې پدې برخه کې اقتصادي پراختیا د ملی ګټو یو اساسی عنصرجوړوي او همدا دو عامله د بین المللی مناسباتو د اساس ډبره ګدي، خوله بده مرغه زموږ په هیواد کې دې انډول ته پام نه ساتل کېږي که څه هم دا کارمختلف عوامل لري خو یو اساسی عامل د یو مقتدر ملي حاکمیت شتون دی زمونږ په هیواد کې دملی وحدت حکومت ضعف سبب شوې چې ګاونډي هیوادونه د افغانستان په ملی امنیت او ملي اقتصاد اغېزه ولري هغه هم په دمره لوړه کچه چې د افغانستان «ملی منافعوتعریف» ترپښتنې لاندې راولي۰

کوم بهرنی سیاست چې دفکري ترویج سره ملګری وي او هغه هم داسې چې ملی ګټې د خپلی جغرافیه نه بهر ولټوي په ننه ني تعریف کې ورته «لابی ګري» ویلکېږي، په خواشینۍ سره د پاکستان او ایران فکر د افغانستان په سیاسی ، ټولنیز، فرهنګی او اقتصادی سکتورونوکې اغېزمند شوی ده، د دغهٔ فکر اصلی عنصرهم اسلامی بڼڅټپالنه ده چې د پاکستانی استخباراتو ISI له خوا په نظامی برخه کې مخته وړل کېږي او ایران فرهنګي چارې تر خپل اغېږ لاندې نیولي اوهم سیاسی برخه کې د پارلمان ،رسنیو او نورو حکومتی تشکیلاتوکې فعال ساتلي آن ترهغه چې غواړي د افغانستان سترمامورین هم د دوۍ په ښوښه او هم نظرۍ سره وګمارل شي، اوس افغانستان باید داسې یو بهرنۍ پالیسي غوره کړي وای چې ترهر څه دمخه ځان ئې د ایران او پاکستان د فکري اوفرهنګی تسلطه د اغېزونه خلاص کړي وای او د هندوستان سره یوه د ډاډوړ اړيکې جوړې کړې وای بین المللي تحلیلګران پدې اند دي چې هندوستان به ډېرژر د سيمې په یوستراقتصادي ځواک بدل شي په داسې حال کې چې پاکستان نزولی سیرلري، د افغانستان استر تېژیکې اړیکې له هندوستان سره دا به یو سخت ځواب وي پاکستان ته، د بلې خوا د افغانستان سیاسی جغرافیه د دې سبب شوې ده چې امریکا ، اروپا، چین او روسیه له افغانستان سره ښې اړیکې ولري په داسې حال کې چې د ملي وحدت حکومت د خپل منځي اختلافاتو ښکارده نه د پاکستان نه د ایران او نه هم د هندوستان سره یوه ټینګه ارزول شوې پالیسی یا تګ لاره لري، د ښاغلې غنی د سیاست ناکامی یوعامل هم د اجرایی پوست مخالفتونه او سبوتاژونه دي چې ملی پالیسې ېې له خنډ سره مخه کړې ده او پاکستان په ډېر جرأت سره د دې خلانه په ګټه اخیستو افغانستان په چاروکې لاسوهنه کوي۰

آیا د دې امکان شته چې ولسمشر ترورشي؟؟؟

ټول هغه پورتني عوامل چې ما په لنډه توګه یادونه وکړه، دا خبره ثابتوي چې ډاکترغنی په لوی لاس غواړي چې خپلې سیاسی ځان وژنې ته لاره هاواره کړي، دا عوامل دې یوې روانې منظم و ترتیب شوي پلان له مخې د ډاکتر غنی د تضعیفولو، بدنامولو او بې کفایته ښودلو لپاره یوه ستره توطیه ده، چې په دې تېرو لسو میاشتوکې په هره ممکنه شکل سرته ورسیدله او رسېږي، په دې کمپاین کې ځنې رسنۍ سیاسی کارپوهان، جنګسالاران، دولتی او امنیتي برحال و متقاعد کارکونوکو او چارواکو برخه درلودله او لري ئې، حتی ښاغلی کرزی هم د دې کمپاین یوه برځه بلل کېدای شي، چې دا ښاغلی ډاکتراشرف غنی د محبوبیت   کچه ئې بلکل صفری ټکي ته نږدې او تقرب ورکړي۰ اوس دا دې ډاکترغنی پورې اړه لري چې د نابودي په لورګام اخلي اوکه د اوسا او سرلوړي ژوند په لور ځان له دې توطئې نه ژغوري۰

په هر حال د امنیتی کارپوهانو په اند د ښاغلی ډاکتراشرف غنی د فزیکی ترور امکانات ډېر محدود او حتی ناشوني ښکاري ځکه:

  • ۱- هر رنګه ترور هغه هم د افغانستان په شرایطوکې باید تینګ خارجي ملاتړ ولري، په داسې حالکې چې خارجیانوته د ډاکترغنی لرې کول لکه اوبه څښل دي ترورته ئې اړتیا نلري او دا بدنامی ځان لپاره نشي منلی۰
  • ·۲- عینی او ذهنی شرایط باید آماده وي په داسې حال کې چې همدا اوس قومی مذهبی، لسانی اوتنظیمي مخالفتونه او در ګاوندیو لاس وهنې په لوړه کچه موجود دي۰
  • ·۳- د ډاکترغنی ترورکونکي باید بشپړتسلط په وزارت دفاع ، وزارت داخله او ولایاتوفرقو او قشلوباندې ولري چې دا هم سخته خبرده او په یقین چې دا تسلط نلري ځکه چې هېڅوک د بشړملاتړدعوا په مسلح قواونشي کولای۰
  • ·۴- ډاکترغنی هېڅ داسې لا علاجه ناروغي نلري چې د هغه د آني مرګ سبب شي۰
    • ·۵- هر رنګه مسمومول به ناوړه امنیتی پایلې ولري او د قانون سره سم قدرت ښاغلی دوستم ته چې لمړې معاون ده انتقال لېږي چې د عبدالله عبدالله، سیاف او اسماعیل خان دې کار ته لیوال ندي۰
    • ·۶- پاکستان هم تیار له طالبانوسره ناست ده چې په هررنګه ګډوډي کې طالبان قدرت په لاس کې اغستلی شي او امریکا او ناتو هم ورسره لیواله ده، دا ټکې نباید له پامه ونه غورځولشي چې امریکا طالبان خپل دښمن نګڼي اوښاغلی کرزي ته ئې هم دا وړاندیځ کړی و چې ۹ ولایاتونه باید طالبانوته وسپاري، ښائي چې کرزی د طالبانو په رأس کې رامنځته شي خوخارجیان دلته هم وېره لری چې امکان لري دا طرحه هم د یو شمېر طالب ضد کسانو له مخالفت سره مخ شي که څه هم مخالفت بې له حمایته بې فایدې ده۰

اوس یواځنی امکان چې پاتې کېږي هغه دا چې سل په سل وکې له خطره خالي ده اوکیدای شي چې یوڅه مخالفتونه رامنځته کړي مګر د کورنۍ جګړې خطر او یا د نظام د ړنګیدو خطره نلري، او خارجیان به هم ورسره موافقه وکړي هغه ډاکترغنی استعفا ته اړباستل دي چې په خپله ښوښه استعفا ورکړي اوس دا چې ښاغلی غنی په رښتیا مریض ده اویا مریض کړل شوي ده دا بله خبرده چې په دې بحث کې شامله نده، ترډېره بریده پخپله ډاکترغنی هم ملامت ده چې په لوي لاس د خپل ځان پرضد استعفا ته ئې شرایط محیا کړي دي دا چې په صحی یا هردلیل وی غنی به له قدرته لاس په سرکیدیدو ته اړ باستل شي که ډاکترغنی په خپل کړند لاره کې بدلون را نه وړي۰

څنګه کوالی شي ډاکترغنی له دغې توطیې ځان وژغوري!!!!

د نیویارک کنفرانس کې د ډاکترغنی نه اشتراک کول او ډاکترعبدالله عبدلله دغې غونډې ته استول دا دې ډاکترغنی یوه بله ستره تېروتنه ده په داسې یو اساس وخت کې چې د ښاغلی غنی د صحی وضعیت پرضد ستر تبلیغات روان دي که چېرې د نیویارک کنفرانس کې فعاله برخه وانخستل شي دا به د ښاغلی ډاکترغنی د سیاسی انتحار په معنی وي او هغه تبلیغاتوته به لا ښکلا او رنګ ورکړي چې دې د د صحت په هکله روان دي۰

بل دا چې ډاکتر غنی باید خپل محبوبیت بېرته احیا کړي یوئې ده اجرائیه ریاست پوست ده چې په غیر قانونی توګه رامنځته شوې ده که ډاکترغنی وشي کوالی چې د خارجیانو ملاتړ ترلاسه کړي او د اجرائیه پست الغا اعلان کړي دا به صلح او ثبات کې ستره لاسته رواړنه وي او ډاکترعبدالله عبدالله هم باید د دې تصمیم درناوی وکړي، همدا شان د افغان او اسلام کلمه هم ستره موضوع ده چې په پراخه کچه ملت پال ولس کې ئې سخته نارزایتی را پارولې ده او دا فقد د دښمن توطیه ده د ډاکتر غنی د ناکامولو او ملت کې د تفرقې د رامنځته کولو په موخه، ډاکترغنی د دې لپاره چې یوځل بیا خپل توان او تسلط په حکومت ثابت کړي او له بلې خوا د ملت ماتشوی زړه بېرته لاس ته راوړي، نو مجبور نه دی چې د هر څه په اړه عبدالله سره مشوره وکړي او هغه هم د نوموړي د توافق تر حده ....

له حقوقي اړخه،‌ هېڅ فرعي قانون نه شي کولای،‌ خپل اصل (اساسي قانون) سره په تناقض (ټکر) کې واقع شي. د برېښنایي تذکرو د وېش مسئله د اساسي قانون ۲، ۳، ۴ موادو سره په صرېح تضاد کې واقع دی. نو؛ ولسمشر پدې اړوند فرعي قانون، د اساسي قانون ۱۲۱ مادې د حکم له مخې سترې محکمې ته ولېږي. ستره محکمه باید د فرعي قانون هغه حکم چې تذکره کې دې افغان نه لیکل کېږي، باطل کړي. په دې صورت دې ولسې جرګې دوباره تائید ته هم اړتیانشته دا کار به د یو خوا د ګاوندیانوته د نفاق اچولو توطیې شنډې کړي او له بله پلوه به د ملت زړه بېرته لاس ته راوړلي۰

تکیه په خارجیانو له ریسکه خالي نده یو ډاډمن حرکت هغه وخت کیدلی شي چې پراخ ولسي ملاتړ ولرې پرته لدې خارجیانوته خپلې ګټې تر هرڅه لوړې دي که نن وګوري چې ښاغلی غنی خپل محبوبیت د خلکو په منځکې دلاسه ورکړي ده او د ملت ذهن د ډاکترغنی خلاف ده سبا ترې لاس اخلي او هغه وخت به په ډاک پاتې شي، نو ځکه باید ولسمشر د خپلو ملګرو، افغانانو او وطنپال ځوانانو زړونه چې د جنګسالارانو او جګړه مارو خلاف دي بېرته هرڅه زرچې ممکنه وي ترلاسه کړي او په خپل کارکې معقول قاطعیت او د فساد سره قاطع چلند په نظرکې ونیسي دا به کمرنګه شوې محبوبیت بیا را ژوندې کړي اوخلک به هم په راتلوکي امیدوارکړي، واېي د ولس زورد خدای زورده۰

                                                 پای