سیاسي سالم تفکر اوتدبیر د سیاسي تیوریو مجموعې پورې زیاد تړاو اومنحصرنده بلکه سیاسي تفکراو تدبیر یوه مدبرانه اوخردمندانه ژورلید لوری دی چې د ذهن په کاراچولو سره منځ ته راځي، یا په بل عبارت تفکرهغه ذهنی عمل ده او هغه وخت رامنځته کېږي چې ورته یوه مسئله پیداشي اوهغه ته دحل دې لارې موندلوضرورت مطرح وي نو په دغه وخت کې ذهن تلاش کوي چې د حل یوه لارپیدا کړي چې همدغه ذهنی تلاش ته تفکرویل کیږي، چې د جهان په یوشمیرسترو او نامي رهبرانوکې ډېر په ارزښتمنده توګه لیدل شوی او لیدل کېږي نو ځکه ټول هغه اقدامات چې د دغو رهبرانو له خوا ترسره کېږي، عملی، دقیق، شفافې کړنې او طرحې دي چې ملموسه پایلې له ځانه سره درلودلی شي، ناب سیاسی تفکر چې د هرعیب ونقص نه مبرا وي په عملی ژوند کې شتون نلري، هرڅوک چې عمل کړي خامخا تېروتنه هم کوي، مګر د تېروتنې مخ نوی او نه تکرار دا د رهبري یومهم او اساسي اصل جوړيږي اود تېروتنې تکراربیا ګناه بلل کېږي، دغه تېروتنې هغه وخت منځته راتللی شي چې ناسالم او خود غرضه افراد او اشخاص د رهبري په شاوخواکې وي او په یوشکل نه یوشکل د هراقدام مخ نوی کوي، نو ځکه د هغو رهبرانو کارنامې ښې نتیجې ورکوي چې رښتینې صادق او کارآ تیم په خپل شاوخواکې ولري او دفاسدو فاسقو اوخود غرضو افراد له شتون مخنیوی وکړي، تفکراو تدبیر هغه لید لوری یا ژورنظر ده چې عمل ته لار خلاصوي او عمل دې همدغه تفکر په رڼاکې مخ پروړاندې ځي، صحیح تدبیرکولی شي دخلکو رضایت جلبولو او د ټولنې د ترقي باعث وګرځي، سالم تفکراو عمل کیدای شي په سیاسي، اقتصادي، ټولنيزاو یا نظامی برخه کې وي، که د عمل او یوسالم تفکر ترمنځ واټن نوي نو پایلې د قناعت وړ وي، سیاسی حرکتونه د سیاسی عمل په ترڅ کې اصلاح کېږي او ارزښمندي ئې پدې ده چې وکولی شي خلک سره یو موټي کړي، خو د افسوس خبره دا ده چې زمونږ په هیواد کې د ګاونډیو له برکته دومره اختلافات په سیاسی ، مذهبي، اتنیکي برخه کې منځته راغلي دي چې د تفکراو عمل ترمنځ ېې واټن را منځ ته کړي ده، اوکله صحیح تفکر هم د معاملو اومصلحتونو ښکارکېږي، پوچې نظرئې دسالم نظراو حرکت مخه ډب کوي، ځنې خپله خوشالي د نورو په بدبختي که لټوی، نو ځکه همدا اصل ده چې افغانستان یو خردمندانه، قاطع و زړور رهبرته اړتیا لري ترڅو داسې طرحې د قانون د پلي کولو په چوکاټ کې رامنځ ته کړي چې هم د دښمن توطېې مخه ونيسي او هم د سوکالي سبب شي، د قانون نه عدول که هرڅومره کوچنی هم وي د رهبري له خوا ځنې حالتوکې سترناورین را منځ ته کولی شی او د فاسدو اشخاصو تبر لاستی پیدا کوي، نوځکه قانون ته درناوی ترهرچانه زیاد د رهبري برخود ته اړین دی۰

یو دولت څنګه کولی شي د تفکر،تدبیر وعمل ترمنځ داسې رابط ټڼګه کړي چې د یو ټولنې اکثریت ته د منلواو قناعت وړوي، فیلسوف «سن توماس داکن» وائي چې: ( دولتی قدرت لکه سرکښ آس داسې ده چې بې له زین او قېزې فساد منځ ته راوړي نو قدرت باید محدود شي او فرمان ورکونکي مجبور شي چې عدالت یعنی قانون ته غاړه کېږدي۰)

د دولت یوخصوصیت اجراوي ضماتونه دي، پدې معنی چې دولت د قانون پلي کول او د دستور ورکولو ضمانت کوونکی ده او د دغو ضمانتونو د خوندي کولو لپاره قوه او اوزار پلاس لري ترڅوچې وکولی شي د وګړو حق خوندي کړي، دا چې دولت له دغو اوزارو څرنګه ګټه اخلي د رهبري د خلاقیت او درایت پورې اړه لري چې د دولت کړۍ داسې یو بل سره وصل کړي چې فقد د ملی منافعو د دفاع له پاره د ولسمشر ترڅنک په ټینګه ولاړ وي.

په افغانستان کې د ملی وحدت دوسری حکومت چې د مختلفو نظر یو مجموعه ده یو خوا ئې ملي ګټو ته ارزښت ورکوي او بله خوا ئې شخصی، تنظیمي، مذهبی او اتنیکی ګتوته د ناسالم تفکر په رڼا کې، داسي نا سالم تفکر د دې باعث کېږي چې په وطن کې جنګ جګړې ، فساد او ناقراري ډېر زور واخلي او د خلکو نارضایتی را وپاره وي، پدې ناکراریوکې هم بېروني هم کورني اوهم مدیریتی عوامل شامل دي، د ښاغلی ډاکتر غنی تلاشونه چې ستربڼڅټيز ارزښت لري د قدروړدي اما ولې دغه تلاشونه د خڼډوسره مواجه دي دلته مونږ ترینه ګیله نلرو ځکه بهرنۍ نا اعلام شوې جګړه دې دغو تلاشونو مخه ډب کړې ده، اما ځني کارونه دي چې هغه د ډاکترغنی په واک کې دي او کولی شي چې دا حرکات قابو کړي خو پدې کې پاتې راغلي ده، د ښاغلی ولسمشر زیات انعطافونه او نرمښت هم د ناسالم تفکر د ودې سبب شوی ده، او دا عامل هم د جګړې په زیاتوالي کې اثرکړی ده، ځکه د فساد ډله خپلې ګټې په بې نظمي کې خوندي ګڼي د بېګې په توګه د احمدشاه مسعود د مړینې په کالیزه کې کومه بې نظمي او لنډغري چې په تېرو ۱۴ کالوکې راوانې وې او ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس او هم د کورنیو چارو وزیر په دې ښه پوهېدل چې اوباشان او لنډغران بیا په ښارکې بې نظمي اچوي باید مخکې ترمخکې کورنیوچارو وزارت اعلامیه خپره کړې وای چې هیڅوک حق نلري د سلاح او موټروسره ښارته په داسې شکل ننوځني چې نظم مختل کړي اویا له منځه ئې یوسي مګرنه کورنیوچارو وزیر اونه اجرائيه رئیس د دې کار د مخ نیوي هڅه ونکړه، دا ځکه چې دغه ډله که څه هم په حکومت کې شامله ده مګر د ملی وحدت حګومت د همدغو اوباشانو په زور په ناقانونه توګه د ملت په اوګوسپورشو، نو معلومه خبر ده چې اجرائیه ریاست او د هغه شواخوا هیڅکله هم د نظم د راستوطرفدارندي، دلته ده چې د تفکر وتدبیراو عمل ترمنځ واټن موجود ده او د دې کار پړه په خپله ولسمشر راپرېوځي۰

د افغانستان اساسي قانون د لوې جرګې لخوا چې د سترو ملي پرېکړو صلاحیت لري تصویب شو ښاغلی ولسمشرپه خپل انتخاباتي کمپاین کې ئې صرف دقانون د پلي کولو خبر کوله مګر ولسمشر دا قانون د خپل کار په لمړۍ ۱۵ دقیقوکې تر پښو لاندې کړ او هغه ئې سریحاً نقض کړ، مګر ملت دغه پرېکړه د ملت په خیروبلله او پرې سترګې پټېکړې، په داسې حال کې چې همدا اجرائیه ریاست د هغو کسانو په خدمت کې ده چې شخصی سلاح کوټونه لري او په نا امني کې سترلاس لري او وخت په وخت ناوړې آوازې او د اختلاف ځنې داسې ټکي یا د شورا د غړو له لارې او یا د ځنې شنونکوله لارۍ رامنخته کوي، قومی ژبنې او نوراختلافاتو ته لمن وهي یوه ئې هم په تذکرو کې د افغان کلمه ده چې په شوراکې د فیصلې اصلی اسناد له کمپیوتره غلا کېږي او پکې لاس وهل کېږي بیا د توشیع له پاره پخواني ولسمشرته استول کيږي او پوخوانی ولسمشرې هم هغه تر زنګون لاندې ګدي او بیا نیوی ولسمشر ښاغلی غنی ته تسلیم وي او هغه ئې هم په پټو سترګو لاس لیک کوي مګر ورسته دا خبر د خلکو په منځ کې بد انعکاس کوي۰۰۰، کله چې د طلوع نیوز ژورنالیست د ښاغلی ولسمشر نه پوښتنه وکړه چې آیا غواړې ستا په تذکره کې افغان کلمه ولیکل شي ولسمشرپه ځواب کې و ویل چې « زه د افغانستان رئیس جمهوریم اوپه اجماع کې کارکوم لطفاً ما مه مصادف کوئ» د ته وائي بې تفکر او بې تدابیره عمل، دلته ولسمشر دې لاندې دلایلو پرحساب سترې تېروتنې وکړې:

  • ۱- د حقوقي لحاظ ئې د افغانستان د اساسي قانون څلورمه ماده سریحاً ترپخولاندې کړه۰

ولسمشر کولای شول و وائي چې هو زه افغان یم او اساسي قانون په دې هکله صراحت لري، مګر دا چې ولسمشر و ویل زه په اجماع کې کارکوم لطفاً ما مه مصادف کوئ دلته سؤال پیداکېږي چې ښاغلی ولسمشرته خو په اجماع کې کارکوې مګر دا اجماع د څه په اساس او کوم معیار کارکوي؟ آیا اجماع د اساسی قانون نه وچته ده؟

که ټول کارونه د اجماع دگټوسرسم ترسره شي او د اجماع ګټې په پام کې ونیول شي او قانون ته شاه شي نوبیا دلته ده چې (آریستوکراسیAristocratie) ) اوپه افغانستان کې چې د فساد کچه لوړه ده بیا بدترین شکل د سیطرې یعنیآلیګارشي (Oligarchie) منځ ته راځی او دموکراسی Democratie)) یا دخلکو حکومت خپل مفهوم له لاسه ورکوي، چې دا بدترین شکل د حکومتداری ده.

  • ·۲- ډاکتراشرف غنی په خپل دې خبره د شروفساد یاهغه مافیایی ډلو ته چې د ښاغلی حامد کرزی د حکومت په دوران کې پیاوړي شول او د انتخاباتو د نتایجو د اعلان سرسم چې د دوۍ ماته ئې ښودله د موازی حکومت د اعلانولو او د امنیت د خرابولو نارې سورې پورته کړې، نورهم جرأت وروباښه ترڅو هغوی د خپل د ګټو د خوندي کولو په برخه کې لا فعال شي او دا لنډغر له ځانه سره وساتي۰
  • ·۳- د ښاغلی ډاکتراشرف غنی دا خبره د عام وطنپال ولس چي په هیوادکې د قانون د نه پلي کیدو نه سخت رنځ وړي یا رنځېدلي دي د خواشینئ او نارزایتی سبب شوه، چې په یقیني توګه د ښاغلی اشرف غنی په محبوبیت ئې هم سخت ناوړه اغېز درلود۰
  • ·۴- نن چې د قهرمانې ملی اردو، پولیسو او ملي امنیت تنکي ځوانان د وطن په حراست کې د تروریستانو سره په ستره ميړانه او سرخنده جنګېږي او سر ورکوي، اما د دغو سرو وینو له دارو د یوڅومفسدو فاسقو ګټې خوندي کېږي او عام ملت ته ئې هیڅ ګټه نرسېږي، د دې وینو مسؤولیت په نېغه توګه د ولسمشرپه غاړه ځکه ده چې په خپل عمل او قاطیعیت کې د یوې فاسدې اجماع ترتاثیر لاندې دي۰

د قندوز ولایت سقوط د طالبانو په لاس چې د همدغه نا سالمو کړیو د شتون او سبوتاژپه نتیجهٔ کې چه هدف ئې صرف له دولته د زیاد امتیازاخستل دي یوه ښه بیلګه بللی شو،په دغوکړیوکې خارجیان هم بې برخې ندي دا د ډاکترغنی د حکومت کمزوري او په اجماع کې دې د دې کار کولونتیجه ده، اجماع له چاسره له څو لنډغرو او جګړه مار فسادمارو سره آیا دا اجماع ده! په داسې حال کې چې ډاکترغنی پدې خبره هم ښه پوهېږي چې دغه کسان فقد د خرابولو وړتیا لري نه دې جوړه ولو او آباد ولو وړتیا، ځکه د دوۍ ګټې په ګډوډي کې دي، ښاغلی «مایکل سِمپل» د اروپائي اتحادیې د خاص استازي مرستیال دقندوز د سقوط په هکله وائي « دقندوزسقوط ښائي د دې سبب شي چې امریکا د خپل ماموریت په غزولو له سره کتنه وکړي» سِمپل چې د قندوز په شناخت کې پوره معلومات لري داخبره د آزادی رادیوسره کړې، دهٔ نه معلومېږي کوم عملیات چې ملی امنیت له وړاندې د قندوز لپاره پیل کړي ول اوهغه دملی امنیت د رئیس ښاغلی نبیل په وینا د نا معلو مو دلایلو له مخې معطل شول مقصدې امریکایی عسکروته د پاتېکېدولو لپاره شرایط مساعد ول دي، یعنی طالبانوهم د خارجیانوسره مرسته وکړه ترڅو دلته میشته وي۰

د قندوز سقوط په داسې حال کې کېږي چې د ملی وحدت حکومت یوکال پوره شو، او ډاکترغنی په بی بی سي که دیوې مصاحبې په ترڅ کې وویل چې د ملی یوالي له حکومته راضي دي او هیڅ مشکل په دې اړه نه ویني دا خبرې ورسته له هغه کېږي چې قربان حقجو یوسلو شل کسان له یو قومه له کاره ګوښه کړي او د عطامحمدنوردفرامیش سره سم د معارف وزیرهم د قومی چاڼولو په درشل کې ده، په شمالی ولایاتو کې یوشمیر غیرمسؤول قومندانان د امنیت په خرابولو کې ښکيل دي، خو ډاکترغنی دلته له ځانه دا پښتنه نکوي چې دغې اجماع څه حال ئې په وزرات خانو کې اچولی او څنګه ئې د شمال د اوضاع خربولو لپاره لارجوړه کړه او یا مخ نیوي کې پاتې راغلي، په تېریوکال کې د ملی یوالي حکومت لاسته راوړنې په اجتماعی سیاسی، اقتصادی، نظامی اود ژوند په ټولو برخوکې هېڅ جلایش نلري، بلکې د پخوانه نورهم بدترشوی ده که چېرې ډاکترغنی په خپل کورني سیاست کې سمدلاسه ژوره بدلون را منځته نکړي او دا خپله [اجماع] پدې قانع نکړي چې باید اساسی قانون معیاروګرځوي، مفسدین او له قانونه سیاسی او جنایی سرغړونکو ته سخته جزاء ورنکړي د حالاتو د لا خرابی، دخلکو د اقتصاد د ویجاړېدو، د اقتصادی پروژو د نه عملي کېدو او د حکومت د پرزیدو احتمال ډېرلوړ ښکاري۰

                                                               پای