ډنمارک

د۲۰۱۵ګال داکتوبردریمه

دټولو ستراتیژیکو پوځي،سیاسی،اقتصادی او سیمه ایزومحاسباتو او نویو فکتورونو له مخې دا په بشپړه توګه داټکل وړوه چه په ۲۰۱۴او۲۰۱۵موکلونو کی به پوځی ګذارونه او دباوخپلې لوړې کچې ته رسیږي.لاملونه یی خورا روښانه دي،له یو لکو څخه دزیاتو بهرني پوځیانو وتل او له همدې سره جوخت وافغان امنیتي او دفاعی ځواک ته پوځي لېږد،دټولټاکنو له لارې دپاکستان ترآغیزلاندې له یوه کمځواکه فاسد دولت نه یوه منتخب دولت ته سیاسی لېږد،داسامه بن لادن او ملاعمرهممهاله وژل کیدل،دامریکې او افغانستان دپوځي همکاریو هوکړه لیک،دطالب او القاعدې پرځای دشاوخوا سیمې لپاره دنوي ځایناستې(داعش)رامینځته کیدل،له لګښتي کاواکه اقتصاد نه راوتل او دافغان بنسټه ملی اقتصاد پر لورخوځښت اودورېښمو او لاجوردو دنوې لارې دستراتیژي پر بنسټ ونوي سیمه ایزمقام اوموقف ته دافغانستان ورننوتل،هغه لوی فاکتورونه دی چه دهمدې دوو کلونو په اوږدو کي نه یواځې پاکستان بلکه ټولو ذیدخله بهریانو په پام کی نیولی وو اوزموږ چارواکو او سیاسیونو باید تردوی دمخه ورته پاملرنه کړې وای

ټول شمال ختیځ زون دهمدغو فکتورونو او محاسباتو له مخې لا پخوا په نښه شوی وو چه دکندز سقوط یی پیلامه ګڼل کیږي.اوس چه دولسمشر په ځانګړې آوچټکې پاملرنې،ددفاع وزارت دوطنپالومجربو جنرالانودمدبرانه عملیاتی مشرتوب په برکت اوکندزته داستول شویو باتورو افسرانواو سرتیرو په مټه دپاکستانیانو او دهغوی دلاسپوڅو طالبانواو داعشیانوککرې اوپوزې په خوشیو او خاورو لړل شوی اوګران کندزدتورمخوله تاړاکه ژغورل شویدی،ددې اړتیا نه وینم چه دواقع شویوپېښوتفصیلاتو ته ولاړشم او یادهغه یادغه ځانکړې فرد یا نهاد دپړې او محاکمې قاضی اویاهم څارنوال شم،ځکه چه کابو ټول هیوادوال دهغې میني له کبله چه له خپل وطن سره یی لری دحوادثو له ټولو جزییاتوڅخه خبر دی اودملامتی او سلامتی دتثبیت لپاره ولسمشر یو واکمن کمیسیون ګمارلی دی چه دقانون داحکامو په رڼاکی اړینې او وړپریکړې ته عادلانه لاره هواره شي.خو دا خورا اړینه بولم چه له دې بوګنوونکي او له شرمه ډکې پېښې نه سمه زده کړه وکړو چه له مخې یی په همدغه زون او دهیواد په بل هر ګوټ کی دورته پېښو مخه ونیسو.زما په آند دکندز له سقوط سره په تړاو کښي دغه لوی ټکي هم ددولتي اراکینو او هم دنورو ټولو سیاسیونو دځانګړې پاملرنې وړدي

الف ـ کندز ځکه دسقوط او حتی اشغال لپاره په نښه شوی ووچه

ـ دپاکستان په پوځي او سیاسی محاسباتو کی کندز دشما ل ختیځ زون ترټولو مساعد مدخل،شمال ختیځ زون دمنځنئ آسیا پر لور تر ټولو مساعد دهلیزاو پرهمدغه زون مخامخ یا نیابتي واکمنی ددې شوونتیاوي رامینځته کوی چه پاکستان په یوه لاس له روسیې او چین او په بل لاس له امریکې او غرب سره دمعاملاتوله لاسه تللی انیشیاتیف بیرته تر لاسه کړی

ـ دملامحمد عمر له وژلو وروسته پاکستان ټولې شوونتیاوې وکارولې چه په طالبانو کی ترټولوخپل نژدې نوکران،دملا اختراو ملا سراج الدین حقانی باندونه،دافغانستان وداخل ته انتقال کړي چه هم دخپلې لاسوهنې ژوندی مدارک پرې پټ او هم پر مرکزی دولت دخپلې خوښې دتپلو لاره هواره کړی خوکله چه نورې مخکینئ هلې ځلې ناکامه شوې نو کندز او شمال ختیځ زون دهمدې موخې لپاره هم یو مساعد وریانت بولي

ـ کندز دهیواد دغلو کندواو دمخدره موادودترافیک او قاچاق لویه لاراو دمافیایی ښامارانو ډاډمنه هډه اوپټنځای دی چه له طالب او داعش سره دګټوګډ وجوهات لري

ـ کندز او شیرخان بندر دترکمنستان ـ افغانستان د ریل ګاډی دګډې ستراتیژیکې پروژې وروستنی سرمنزل دی چه دپاکستاني ګټو دحکم پر بنسټ یی باید مخنیوی وشی

ـ کندز او له بغلانه تر بدخشانه شمال ختیځ زون دجمعیت،طالب،اسلامی ګوند او دشورای نظار دفاسدوجنګسالارانود۲۴کلنی ولکې له امله دافغانستان په ټول امنیتی اودفاعي کمربند کی ترټولو کمزورې،بې ځواکه اومعاملې ته مساعده سوړه بلل کیږی چه یا تر دولتی ځواکمني برلاسه او یاهم ورسره هم انډوله شونتیاوی لری.دوی دتجهیزاتو وسلو،پوستو اوحتی دوطن په خرڅولو عادت شوی اوپه همدې کي خپل پايښت اوبقا ویني

ب ـ ولې دکندز ښار اوډیری ولسوالیو له مقاومته پرته سقوط وکړ؟

ـ دډاکتر نجیب الله ددولتی واکمنی په مهال دجلال آباد،ګردیز،لوګر،هلمند،غزنی ،میدانښار او خوست ددفاع داتلولئ او بیا دکندز،خوست او دشمال دسقوط له تجربو څخه زما زده کړه داده چه که پاکستانی منظمو قطعاتو مستقیم تیری وکړاویا یی په لوی شمیر جهادیان تر مخه کړی وو،له هغه ټول غربی ملاتړ او هیاهوی سره سره کومې بریا ته ونه رسیدل مګرکله چه دنظام له دننه خاینواوځان پلوروعناصرودراننوتو او نفوذ سوړې ورته جوړې کړې نوبیا دنظام دسقوط په شمول دهر بل ناورین تپل شوونی شوو.همدا بیلګه دکندز په سقوط کی یو ځل بیا تکرار شوه خو په ځینو توپیرونو

ـ ددشت ارچي،امام صاحب ،قلعه زال،علی آباد او دکندزدښار په سقوط کی داځل آی اس آی د۱۹۹۴ او۱۹۹۶کلونو له تخصص او تجربونه استفاده وکړه(له سپین بولدک نه تر کندهاره،له کندهاره تر هراته او بیا له کندهاره ترکابله)،لمړی یی په خپل لاس روزلي جمیعتی او شورای نظاری(لکه میرعلم )،جمعیتی (لکه ابراهیمی )جهادیان او دجنبش ملی یو شمیر ملیشایی قوماندانان وپیرودل ،دهمدغو له لارې یی زموږاستخبارات کږلوري یا اغفال کړل اوبیایی دطالبانواو خپلو ورسره متخصصینو دخول تاءمین کړ

ـ دکندزپه ټول ولایت کی د جمعیت او جنبش ملی دملیشو په شمول چه دمحلی پولیسو اویا اربکیانو تر پوښ لاندی وسله وال شویدي،ټولټال د۱۲۰۰۰ په شاوخواکی افسران،سرتیرې او اربکیان راجستر دی،معاش،وسله او اعاشه یی اخستل کیږي، خو په همدې شمیر کی په ملی اردو او ملی پولیسوپورې یواځې څلور کنډکونه تړلی دانور ټول شمیر هغه تنطیمی ملیشې دی چه یا په ستراتیژیکو پوستو اوپردرآمده!!! دروازو کی توظیف وو او یا له امنیتی دندو بهر په سازمان یافته جرایموکی کارول کیدل او یا اصلآ یی په کندز کی فزیکی شتون نه درلود،دڅلورومنظمو کنډکو له جملې نه یو کنډک دولسیجرګې دجمعیتی رییس ابراهیمی په سپارښتنه امام صاحب(۳۰۰ کسه یواځې دده دمتعلقینو اوڅارویو وساتلو ته ګمارل شوی وو) اوبل کنډک قلعه زال ته استول شویدی خو دکندز دټول ښار دفاع او امنیت ته دوه منظم کندکونه پاتی وو چه دهغوی یوه برخه هم دباډیګاردانو دنده سرته رسوله.په داسې حال کی چه دکندز ولایت ته دراننوتو طالبانو شمیر تر۷۰۰کسانونه زیات ندی.ددې معنی داده چه دکندزسقوط دطالب دځواکمني له مخې نه بلکه دجنګسالارانو دخیانت او دمحلي چارواکو دکمزوری او غیر مسولانه سوق او اداری او پوځی غیر علمي سمبالښت په وجه شویدی

ـ په پغمان،کابل او پروان کی دجهادی رهبرانو ددوو روستیو میاشتوپرله پسې اویو له بل سره تړلو غونډو،د«جهادی شورا» او «دفاعی شورا»رامینځته کولو او ددولت مشرتابه،داعش،طالب ،پنځم ستون او ټولنې ته دجهادي تورو برېښولو،دولسمشر دمړینې دشایعاتو دتیتولواو دبسم الله پشقل په غلا شوو وسلو دجهادي پلټنو سمبالولو داوښوده چه دوی دشمال ختیځ زون په بی ثباتی اود کندز په روستیو پیښو کی دخیل او دپردې تر شا له پاکستان او دهغه له لاسپوڅي طالب سره په لویو اوتورومعاملو اخته دی

ـ ددفاع سرپرست وزیر،لوی درستیز او دکورنیو چارووزیر سره له دی چه دکندز تر سقوط ۳۵ ورځې پخوا دطالب له احتمالی پلان نه خبروو یا دبشپړې بې کفایتی او یا هم دمرموزو مصلحتونو له مخې دطالب دپلان دپلي کیدو او دکندز دسقوط دمخنیوی په موخه پر خپل وخت اجراات ونه کړل،چه دنورو تر څنګ دوی هم ددې ناورین په مسولیت کی شریک ګڼل کیږی

ـ پیښو وښوده چه د«ډنډ غوری» معامله یوه احمقانه تیروتنه وه او دکندز په سقوط کی بې آغیزې نه وه

ـ دامریکې پخواني جمهوررییس رونالد ریګن له شوروی اتحاد سره دمقابلې په موخه شعار راوییست چه«یوډالرپر وسله او لس ډالره باید په تبلیغاتو ولګول شي» همدغه شعار دکندز دپیښو په درشل کی زموږ ډیریو انځوریزو،صوتی او انترنیتی رسنیو آګاهانه اویا غیر آګاهانه دخپلو وسله والو قوتونو او خپل واحد ملت پرزیان اودطالب او پاکستان په ګټه پلي کړ،خصوصآ دطلوع،نورین،امروزاوژوندون تلویزیونونو او دفیسبوک او تویترد ټولنیزو شبکو یوګڼ شمیر مسولینو او مشترکینودبیان له آزادي نه ناوړه او غیر مسولانه استفاده وکړه

د کندز ناورین یوه ملی غمیزه وه چه ټول ملت پرې خوږمن دی ،دا پرهغه یادغه ټبر،توکم اویا قوم پورې تړل نه یواځې تېروتنه بلکه ملی جفا ده،طالب او داعش دواړو دلاسپوڅو په تو ګه دهلمندیانو،پکتیکاوالو،کنړیانو،ننګرهاریانو،بدخشانیانو،لوګریانو او کابلیانو پر وړاندې کټ مټ همداسې وحشیانه اعمال تر سره کړل لکه چه همدا اوس اوس دکندزیانو پر وړاندې روان دی.ددې لپاره چه لا هم په کندز او شاوخوا ولسوالیو کی تصفیوی منظم عملیات تر سره کیږی دخبلو وړاندیزونو برخه به دجانبی منفی آغیز دمخنیوی په موخه په نزدې راتلونکی مناسب وخت کی خپره کړم