په هېواد کې روان وضعیت که له یوې خوا ناهیلی کوونکی دی خو له بلې خوا د یوې خونخوارې تاریخي ډلې د نابودۍ پیغام لېږدوي. د شمال په بېلابېلو سیمو کې پراخ جنګونه، د ننګرهار د داعش هنګامه، د بې کارۍ روانه معضله، اقتصادي ناورین او تر ټولو بده د فساد خبیثه حلقه ده چې له تېرو دیارلسو کلونو یې د سیاسي او اداري سیستم په رګونو منګولې لګولې دي.

د ولسمشر غني په مشرۍ حکومتي مشران د وضعیت د کنټرول او عمیقو بحرانونو د هواري په موخه په اوږدمهالو حل لارو او د پالیسیو په رامنځته کولو بوخت دي. روان وضعیت د تېرو دیارلسو کلونو د ملکانه نظام پایله ده، چېرې چې د حساب ورکونې هېڅ میکانیزم نه و، تر پایه پر سیستم او اداري نظام سرمایه ګذاري ونه شوه، ټولې چارې د ارګ په داخل کې د سیاسي او ایډیالوژیکو تمایلاتو په اساس فیصله کېدې…. اوسنی نظام باید ټولې هغه معضلې حل کړي چې د پخوانیو مزخرفو کړنو په نتیجه کې رامنځته شوې دي. یوه هغه جدي او حیاتي معضله د جهادي هیولا خاتمه او د ټلوالې کمزوري کول دي.

نوي جمعیتي سهمداران

پخوانۍ شمال ټلواله د مشرتابه له جدي او ګواښمن بحران سره مخ شوې ده او دا ګواښ دومره وړاندې تللی دی چې اوس یې کنټرول تر وس وتلی ښکاري. تر برهاني الدین رباني او مارشال فهیم وروسته ټلواله د خپل منځني زورواکۍ رنځ اخیستې!

د ملي وحدت د حکومت پر مهال د حکومت په داخل کې د سهم پر سر وروستیو پېښو دا بحران لا ژور کړ، عبدالله عبدالله ونه توانید چې د پخوا په څېر ټول لرې او نژدې جهادیان سره تر څنګ وساتي. د حکومت په داخل کې یې د سهم پر سر لانجې تر دې بریده ورسېدې چې هر لوري کوښښ وکړ له یو شمیر نورو چینلونو استفاده وکړې او یا هم په خپل کور ناسته بهتره وګڼي.
د ملي وحدت د حکومت له جوړېدو را پدېخوا د شمال ټلوالې په منځ کې ګڼو نورو جریانونو زور واخیست چې مهم هغه یې د بسم الله محمدي، امرالله صالح او د جمعیت د مشرۍ د ساتنې په موخه د صلاح الدین رباني هڅې وې.

دې کار د جمعیت ګوند پخواني مشران سربداله کړل، خو وخت دې برید ته رسېدلی و چې نور یې د یو لوري هم د قناعت امکانات نه ول. د مارشال کورنۍ د عبدالله تر څنګ ودرېده او یونس قانوني د یوې عمیقې خوابدۍ په خاطر له ټولو پرېکړو ځان لرې وساته.

عطا محمد نور نور د ټلوالې له پاره ولې وړ کس نه دی!؟

په بلخ کې د عطا محمد نور د ساتنې له پاره شمال ټلوالې او جمعیت ګوند زیات پور پرې کړ. شمال ټلوالې تل په دې فکر کاوه چې دوی باید په شمال کې د یو ځواک او پوره طاقت په خاطر د نفوذ یو مستحکم مرکز ولري. دې کار جمعیت ګوند او شمال ټلواله دې ته وهڅوله چې په هر ډول شرایطو کې له نظام سره د عطا د ساتلو پر سر معامله وکړي. کرزي دا معاملې تر یو بریده د خپلو یو شمیر شخصي غوښتنو تر حده وساتلې او د نظام د بهبود او د هېواد د کورنیو سیاستونو په اړه یې کوم خاص ارزښت ور نه کړ.

د رباني تر مرګ وروسته او بلاخره کله چې مارشال فهیم ومړ، جمعیت ګوند او ټلوالې د مشرتابه یوه جدي تشه محسوس کړه. نور د دوی په منځ کې هغه څوک نه و پاتې چې وروستۍ خبره به یې کوله. نور باید دوی په خپلو کې سره جوړ شوی وائ او دا کار په داسې یو مهال کې چې ټلوالې او جمعیت ګوند ګڼ کوچني بدمعاشان پیدا کړي و، سخت و.

عطا محمد نور د دې له پاره چې بیا هم د ملي وحدت د حکومت برخه و اوسي په جمعیتي ډلو او د ټلوالې په ډلګیو کې د خپل پخواني استقرار د دوام له پاره له بې اندازې فشار استفاده وکړ. دا کار داسې مهال کېده چې اوس نظام د غني او اتمر په شان د تصمیم نیونې مشران درلودل، دا پرېکړه عبدالله او عطا ته په لوی قېمت پرېوته او د نظام د ګڼې برخې او پوره صلاحیتونو په مقابل کې یې یوازې خپل سری او یکه تاز عطا په یو عجیب سیاسي سقوط کې قبول کړ.

ټلواله په دې فیصلې ته رسېدلې وه چې نور به خپله ستره پانګونه پر عطا بندوي، چون په تېرو کلونو کې یې دا سیاسي پانګه بې مانا ختلې وه. عطا په شمال کې د ټلوالې د استحکام له پاره کار ونه کړ، بلکې یوازې په همدې بوخت و چې څنګه دوستم، ځايي پښتانه مشران او د ده شخصي مخالفین وځپي، دې کار له عطا زیاته انرژي واخیسته او د جمعیت ګوند په منځ کې یې بې اعتباره کړ.

نن ورځ عطا د جمعیت او ټلوالې له محدود ملاتړ برخورداره دی. په فاریاب او یو شمیر نورو سیمو کې د دوستم پوځي مانورونو عطا ور خطا کړ. د کندوز په پېښه کې شمال ته د صلاح الدین رباني سفر، په بلخ کې د جمعیت د مشر او بهرنیو چارو د وزیر په صفت هېڅ استقبال نه درلود چې مانا یې یوازې د ژورې خوابدۍ او خپل منځۍ لانجه وه.

د کندوز سقوط او د پروان د وسلو زېرمه تون

څو میاشتې وړاندې په پروان کې د جمعیت ګوند د پخواني قومندان جان احمد خان د وسلو پر یو ستر زېرمتون هوايي برید، شمالي جهادیان وډار کړل، ورخطاء کړل او هغه وسلې یې له لاسه ورکړې چې په شمال کې د یو غیر مترقبه حالاتو د کنټرول په موخه راټولې کړې وې.

ټلوالې ته مالومه وه چې کندوز او څېرمه ولایتونه به په راتلونکو څو میاشتو کې له جدي تهدید سره مخ کېږي. د همدې تهدید د رفع له پاره د وسلو او د جهادي قومندانانو د همغږۍ چارې پیل کړې وې، چې په پروان، کاپیسا، پنجشیر او تخار کې ګڼې ناستې په همدې موخه شوې وې.

په کندوز کې د پخواني جمعیتي قومندان میرعلم خان موجودیت د شمال او خصوصا د کندوز له پاره د نظام د کړنو پر وړاندې یو نسبتاً جدي ګواښ ګڼل کېده. میرعلم خان د کندوز حالات او هلته د طالبي نفوذ او بهرنیو جنګیالیو له موجودیت څخه پوه و، خپله کورنۍ یې کاناډا ته استولې وه او ده وار له مخه د تاجکستان ته د تګ تابیا درلوده.

ټلوالې درک کړې وه چې دوی به په شمال کې د ممکنه پیلدونکې جګړې مخه ډب نه شي کړائ، په فاریاب، تخار، بدخشان او یو شمیر نورو سرحدي ولسوالیو کې د بهرنیو جنګیالیو پټنځایونه او هلته د دوی ځای په ځای کېدل د ټلوالې د حیرت او د جهادي جګړو برخلاف حالات ول. دوی درک کړې وه چې دا جګړه به د شپیتمو کلونو د جګړې په شان نه وي او دوی ته به په لوی قېمت پرېوځي. دوی به د داسې جنګیالیو پر وړاندې جګړه کوي چې هېڅ حساب به یې نه کېږي او نه یې هم د چا لپاره د منافعو مشخصه مانا درلوده.

شمال ولې مهم دی؟

په تېرو دیارلسو کلونو کې د شمال په سهم کېجنرال دوستمتر بل هر سیاسي عنصر زیات تاوان وکړ. کرزي یوازې په دې چې د کابل په یو مهم ځای کې ورته ملکیت ورکړ او له ترکیې سره یې په پراخو اړیکو ساتلو ونازوه، له شمال څخه لرې وساته. د ټلوالې له پاره دعطاد دولتي ګمارنې تر څنګ د دوستم لرې ساتل، ستر باج و چې کرزي جمعیتي مشرانو ته ورکړ.

په شمال حوزه کې د دوستم کمزوري کول، مرکزي حکومت بې اندازې کمزوری او بې ځواکه کړ. مرکزي حکومت د دیارلسو کلونو په ترڅ کې د شمال له نفوذ څخه بار بار وډار کړائ شو. هلته جهادي قومندانان تقویه کړائ شول، په محلي حکومتدارۍ کې ورته سهم ورکړل شو او حتی ولسي جرګې او مشرانو جرګې ته یې لاره پیدا کړه. په کورنیو سیاستونو کې د شمال حوزې همداسې پرېښودل تاواني وو.

په دې وروستیو کې په فاریاب او اړوندو ولایتونو کې د دوستم له لوري پوځي عملیات ظاهراً د تروریستي اعمالو د تضعیت لپاره ترسره کېدل، خو رښتیا خبره په شمال کې د دوستم د تقویې مانا درلوده چې مرکزي حکومت ورسره سلا درلوده. د دوستم دې کار ټلواله ورخطاء کړه او ویې هڅوله چې خپل پخواني عناصر بیا را ژوندي کړي.

د کندوز تر سقوط وروسته ټاکل شوې وه چې دوستم به د نظامي عملیاتو د څار او نظارت له پاره د مرکزي حکومت په خوښه کندوز ته ځي، ولې دعبداللهله لوري له سخت مخالفت وروسته پهصلاح الدین ربانيفیصله وشوه چې اصلي ماموریت به یې د جمعیتي قومندانانو او محلي جنګیالیو تر منځ د اوربند او د سولې خپل منځۍ خبرې وې.

اوسنی مرکزي حکومت باور لري چې شمال یې باید د نفوذ پر ساحه بدل شي، له سره نقطه ګذاري شي او دوی وکړای شي چې د خپل هر اړخیز ماموریت ګڼ موارد په کې په آسانۍ او پرته له کوم دردسر څخه ترسره کړای شي. دې کار په شمال کې د ټلوالې کمزوري کول غوښتل.

سیاف ولې په لوی قېمت نه اخیستل کېږي؟

د ملي وحدت د حکومت له جوړېدو وروسته معادله برعکس شوه. د ارګ په شاوخوا او په مهمو ستراتېژیکو نقاطو کې د جهادي سهمدارانو واک هېڅ شو او پای ته ورسېد. اکثریت ټاکنې د ارګ د اول لاس مشرانو په خوښه ترسره شوې چې دې کار د سیاف په شمول د غني د کمپاین ګڼ غړي خوابدي کړل.

سیاف په اوایلو کې ناز وکړ چې حکومت به یې ناز په لوی قېمت واخلي، ولې د حکومت بې پروایۍ سیاف منزوي او حتی په رواني اضطراب اخته کړ. نور سیاف همغومره نه وی پاتې شوی چې حتی پخواني همسنګره جهادیان پرې هم ستر قمېت ورکړي. په اوسنۍ سیاسي معادله کې سیاف یوازې د یو سیاسي نمایش حیثیت خپل کړی چې په یو شمیر سیاسي لمانځنو او جهادي ناستو کې یې قدر کېږې.

سیاف پتیلې وه چې د عبدالله او خاصتاً د کرزي له لوري به د حکومت له اول لاس مشرانو سره جوړه وکړي او پرته له دې چې کوم خاص سهم واخلي، پر دې هم راضي و چې په یو شمیر مهمو دولتي پرېکړو کې ورته اهمیت ورکړل شي او باخبره وساتل شي. سیاف دا تقاضا هم درلوده چې د کرزي تر څنګ پاتې کېدا به یې په دې هم په ګټه وي که چېرې د حکومت پر وړاندې کوم مخالف جریان پیلیږي، سیاف به په کې تر نورو زیات سهمدار وي. ولې هر څه هغسې ونه شول څنګه چې دوی سنجولي و، حکومت جدي استقامت خپل کړ او دوی په ولسي او سیاسي لحاظ بې اعتباره شول.

شمال ټلواله د خپل یوازیتوب انتها ته رسېدلې؟

حکومت د جهادي مشرانو د وېشلو او تقسیمولو په خاطر د خپل کمپاین د مهال جهادي عناصر سره راټول او په یوه جهادي شورا کې سره کېنول. دا کار که دومره هم جدي ونه ګڼل شو، ولې د جمعیت ګوند او ټلوالې د جهادي واک د انزوا په نامه تمامېده. دې کار ټلواله یوازې کړه او له داسې یوې چارې سره مخ شوه چې اوس یې باید یوازې پرېکړې کړې وائ.

جمعیت ګوند د دې تشې د ډکولو په خاطر یو شمیر ټکنوکراتو کرکټرونو ته لاس اوږد کړ تر څو پرې خپله پراخي او ملي والی وساتل شي. احدي، داوودزی، سیاف او یو شمیر نور مشران د همدې یوازیتوب د جبران پیداوار غړي دي چې هېڅکله حکومت جدي نه ګڼل.

په شمال کې اوسنی جنګ او له حکومت سره د واک پر سر شخړه یوازې ټلوالې ته ور پاتې ده چې باید یې جبران کړي. پخواني اصلي حزبي مشران، دوستم، هزاره سیاستوال او یو شمیر محسوس آزاد سیاسي فعالین همدا اوس حکومتي سهم او ملاتړ لري چې عملا به ټلوالې او پخواني جهادي هیولا د مخالفت په مانا وي.

د حکومت اول لاس مشران د ماجراء په کوم سر کې دي؟

ولسمشر غنياو د ملي امنیت شورا سلاکارحنیف اتمرد اوسني نظام اول لاس مشران شمېرل کېږي. د نظام په منځ کې ګڼې طرحې د همدې دوو مشرانو له لوري رامنځته کېږي او مخته وړل کېږي. دوی دواړه د سیاسي خطر منلو په برخه کې تر بل هر چا زړور دي. ټوله مخالفه مېډیا د حکومت د همدې دوو مشرانو پر تضعیف او ځپلو بوخته ده، ولې حکومت د خپلو ژورو پالیسیو پر دوام باور لري.

حکومت په یو حساب ورکوونکي سیستم بدلول د دې دوو مشرانو جدي ماموریت دی. د نویو او ځوانو لیډرانو روزل او واک ته رسول د غني د سیاستونو اساس ټاکي. پنځه کاله وروسته به غني او اتمر د هېواد په کچه د ګڼو داسې پخو ځوانو مشرانو د یو لوی ګروپ مالکان وي چې په دولتي بیروکراسۍ سر بېره به د سیمه ییزو اړیکو او نړیوالو مناسباتو او سیاستونو په هره برخه پوهیږي.

د حکومت له لوري به د داسې یو کار ترسره کول ټول جهادي دبړه ماران او د دوی جهادي شهزاده ګان په کور کېنوي او واک به د یو مستقل، آګاه، پوه، متکي او باجرااته ځوان سیاسي ګروپ لاس ته ولویږي چې پرته له شکه مشري او نظارت به یې د ولسمشر غني په لاس کې وي.

منبع اوربند

وروستۍ پایله یوازې په همدې خبرو کوم چې له دې ټولو ناهیلیو تر څنګ به د جهادي اژدها نابودي وګورئ، په نظام کې به د ځوانو مستقلو عناصرو ستر جذب احساس کړئ او هېواد به له یو باج ورکونکي حالت څخه حساب اخیستونکي حالت ته ځان بدل کړي.

وروسته له دې که هر وګړی د نظام په مرسته له هر ډول امکاناتو او سهولتونو ګټه اخلي او له نظام سره هر ډول ستونزه او مخالفت ولري، د هماغه امکاناتو او سهولتونو قېمت به ورکوي چې دا حالت به نظام پیاوړی کړي او نه یوازې دا چې پر خپلو پښو به یې ودروي، د یو هر اړخیز عادلانه سیستم په رامنځته کولو کې به بې درېغه مرسته وکړي.

موږ په تېرو دیارلسو کلونو کې د واک د انحصار له یوې خبیثې او خاینې حلقې سره مخ وو چې نه یوازې د ځان په ګټه به یې ټاکنې کولې، بلکې د ښو خدمتونو د وړاندې کولو مخه یې هم نیوله. دا هر څه پای مومي، نوي مشران او کرکټرونه به د هرې مسلې په هواري که ونډه واخلي او نظام به د یو مستقل سیستم په حیث ارتقاء وکړي.

جدي تقاضا او نهايي پایله همدا ده چې د رسنیو کنټرول او په خپلو مستقیمو استقامتونو حرکت به دا حکومت لا ځواکمن کړي. ډار او وېره به حکومت پر شا روان کړي او بېرته به هغه ناخوالې تکرار شي چې په تېرو دیارلسو کلونو کې مو د یو بېهوده نظام او مزخرفو عناصرو له لوري تجربه کړې.