د پنجشنبې په ورځ د پخواني اتحاد مشر استاد سیاف له پغمان ولسوالۍ او کابله خپل پلویان قوماندانان د شادي په سیمه کې یوې غونډې ته وروبلل. سیاف د لویې جرګې په تالار کې دولت ته د ضرب الاجل په پنځلسمه غوښتل هغوی بیسچ کړي او په دې توګه دولت وننګوي چې ګویا د ترهګرو په نامه د بلوا مخنیوی نشي کولای یا یې په خبره په امن کې پاتې راغلی نو دی به خپلې ملېشې دغه جګړې ته استوي.

سیاف د توقع خلاف له خپلو قوماندانانو منفي ځواب ووارېد. قوماندانانو سیاف ته وویل، موږ وسلې نلرو،‌»ټولې وسلې مو ډایاګ او ډي ډي ار ته وسپارلې، ډیر محدود شمېر به یوه نیمه وسله د خپل کور او مال د ساتنې لپاره له ځان سره ساتلې وي چې په هغو وسلو نه جنګ کېدای شي نه ځوانان له هغو وسلو سره ددښمن مخې ته وتلی شي»

د سیاف قوماندانانو له نوموړي وغوښتل؛ که غواړې ستا په فرمایش خپل زلمي ملاتړي راوباسو هر قوماندان ته به۶۰۰امریکايي ډالره او هر عادي جنګیالي ته به۳۰۰ډالره تنخوا ورکوې او هم به یې په وسلو سمبالوې. په دغه صورت کې قوماندانان او سیمه ييز ځوان جنګیالي یې چمتو دي چې کندوز ته او یا د شمال نورو سیمو ته د جګړې لیکو ته لاړ شي.

له غونډې څخه یوه معلوماتي سرچينه وايي، سیاف له غونډ له هغه وروسته ناخوښی او قهرجن شو چې قوماندانانو په یوه خوله په سیاف او د هغه په وراره ممتاز نیوکې وکړې، چې ددوی د تنظیم امکانات یوې کورنۍ ته لاړل او ملګري یې په خورا بد اقتصادي وضعیت کې شپې تېروي.

یوه قوماندان سیاف ته وویل؛ ستا وراره ممتاز دکابل له قلعه عبدالعلي نیولې د میدان ښار تر کوتل۴لکه نمرې ځمکه غصب کړه، ټوله یې خرڅه کړه«موږ هر یو ممتاز ته ورغلو چې بې کوره یو، ناتوانه یو په دې دښته کې یوه یوه نمره ځمکه راکړه چې سرپنا جوړه کړو، خو ممتاز هغه ټولې نمرې ځمکه وپلورله او نن ورځ د کابل تر ټولو ستر شتمن دی»

د سیاف قوماندانانو سیاف ته وویل، که غواړې بیا د پغمان مجاهدین ستا د خدمت لپاره راټول کړو هدف باید مشخص شي،«ته موږ ته څه راکوې – ته له موږ څه غواړې»یو قوماندان وویل:«تر دې وړاندې زموږ همکاري یوطرفه وه او شاید وخت یې وو، چې یوطرفه مرسته مو کوله خو له جنګ وروسته موږ په خورا بد حالت کې ژوند تېروو خو ستا نږدې خپلوان او د کورنۍ غړي نه یوازې چې ډېر شتمن شول بلکې زموږ حق هم دوی خوړلی دی»

د سیاف ملاتړو قوماندانانو سیاف ته وویل‌:

که منظور د پغمان د امنیت ساتل وي، نو یوازې دیرش مسله کسان هم کولای شي دا ولسوالي وساتي که منظور داوي، چې نورو سیمو کې خواره شو او ستا په ملاتړ و جنګېږو نو باید ددې جګړې اجوره راکړل شي.

د پخواني اتحاد تنظیم مشر عبدالرب رسول سیاف پغمان د خپل تنظيمي نفوذ سیمه ګڼي، په حقیقت کې هم د پغمان له اوو مشهورو کلیو پرته چې وګړي یې په توکمیز لحاظ عرب دي له ملا عزت څخه ملاتړ کوي نور ټول د سیاف پلویان دي، خو وروستۍ ناسته او له همکارۍ څخه د قوماندانانو نټه د سیاف لپاره لویه ننګونه ده.

استاد سیاف چې په تېرو څوارلس کلونو کې د ولسمشر کرزي لپاره یو بانفوذه مخور و، او هرډول امکانات یې په اختیار کې و، دغه راز په حکومت کې کې یې غوښنه ونډه درلوده له نوي حکومت سره یې راوبط د پخوا په څېر ندي.

په احمدشاه مسعود او استاد رباني په تلین کې استاد سیاف د لویې جرګې د تالار په سټیج حکومت وننګاوه چې که امنیت خوندي نکړي نو دی به په ۱۵ ورځو کې خپل تنظیمي جنګیالي بیا منظم کړي او اړ به شي چې ملګري د جګړې لیکو ته واستوي.

اکثره شنونکي وايي، د سیاف منظور یوازې او یوازې د حکومت ننګول دي او که دغو قوماندانانو له سیاف سره بیعت تازه کړی وای، نو سیاف به د جنګ پرځای د امتیاز غوښتنې لپاره دغه ولسي ځواک کارولی وای، خو اوس سیاف د خپلې توقع مطلق خلاف ځواب ترلاسه کړی او دا د سیاف لپاره په انتخاباتو کې ترناکامۍ وروسته بله ډېره خطرناکه ماتې ده چې د نفوذ له بحران سره مخ کېږي

اوربند