2015کال دنوامبر 7نیټه

ګرانو دوستانو!غواړم دابحث ستاسو سره شریک کړم اوهیله مې داده چې په خارج کې اوسیدونکی افغانان او په خاصه توګه د قلم او نظر خاوندان د افغانستان د نوروملي مسایلو تر څنګ زموږ په هېواد کې دپاکستان د نظامی فعالیتونو او ښکاره لاس وهنې پر وړاندې د اعتراض غږ نور هم اوچت کړو . دا ځکه چې اوس دبل هر وخت نه په هېواد کې دننه دپاکستان د اردو او استخباراتو اآی،اس،آی پر وړاندې ګډ دریېځ رامنځ ته شوی دی.دولت ،سیاسی ګوندونه ،مدنی ټولنه،دینی عالمان او دځوانانو په ګډون عام وګړی ټول په یوه خوله وای چې زموږ په هیواد کې دنا امنیو بی ثباتی،ترور او جنګ اصلی عامل پاکستان دی.د هیواد نه بهر هم په اوسنی وخت کې ځینی هیوادونه په پاکستان په ښکاره نیوکی کوی. موږ په خارج کې افغانان باید د لیکنواو تحلیلونوتر ځنګ دتظاهراتو،میټنګونو،غونډو، سیمنارونو او کنفرانسونوپه جوړولو سره په خارج کې دپاکستان پر ضد پراخ تبلیغات پیل کړوترڅو د نړی او په خاصه توګه دامریکا ، انګلستان او نورو اروپای هیوادونو د خلکو او پارلمانونوپه ذهنیت کې تغیررامنځ ته شی.اعتراضیه لیکونه واستول شی، بحثونه او څیړنې دوام ومومی او داکارپه خارج کې دافغاني منورینو په دود بدل شی.ترڅو په دې توګه اوسني حالت ته د بدلون ورکولو په برخه کې لازم اقدامات تر سره شی.

راګرځم په پاکستان کې اسلامي بنسټ پالنې ته د پاکستان دجوړیدو نه وروسته بیا د تیری پیړۍ په شپیتمو کلنو کې د پاکستان د حکومت د سیاست په نتیجه کې، چې د پاکستان د ملي ستراتیژي لویه برخه جوړوي،په نوی بڼه رامنځ ته شوه او د ګاونډیو هیوادونوافغانستاناو هند پر ضد وکارول شوه اوتر نن پورې کارول کیږی.

   سره له دې چې د پاکستان جوړښت د انګریزي استمعار لخوا د بنسټ پالنې د نظریې پر بنیادونو رامنځ ته شوې دی، د پاکستان حکومت او په ځانګړې توګه د هغه هیواد نظامي استخباراتي اداری آی. اس. آی.، د اسلامي بنسټ پالو ډلو جوړولو ته هغه وخت زیاته پاملرنه وکړه چې د پاکستان څخه یوه برخه جدا او د بنګله دیش نوې خپلواک هیواد رامنځ ته شو. دوی وتوانیدل چې نه یوازې د بنسټ پالو ډلو سیاسي ساختارونه جوړ او هغوی ته ورځ په ورځ نوې وړتیاوې ور په برخه کړي بلکه د هغوی په وسیله په ګاونډیو هیوادونو کې پر زهرجنو تبلیغاتو برسیره پوځي عملیات هم تر سره کړي.

   د ‍۱۹۷۹ کال د فبروي د میاشتی نه وروسته کله چې په ایران کې اسلامي انقلاب سر ته ورسید او همدا شان د همدې کال په پای کې په افغانستان کې د شوروي لښکرو د برید څخه وروسته، غربي نړۍ ته او په خاصه توګه د امریکا د متحده ایالاتو لپاره پاکستان په سیمه کې د نوي ستراتیژیک متحد په توګه ډیر ارزښت پیدا کړ او د پاکستان حکومت د همدې مؤقف په موندلو سره نه یوازې د بنسټ پالنې لوی ساختارونه اود تروریستی ډلو مرکزونه جوړ کړل بلکه پاکستان یې د نړۍ په اتومي کورنۍ هم ورګډ کړ.   پدی توګه د پاکستان د ملي ستراتیژي دوه مهم اهداف یعنې داسلامی بنسټ پالو په پښو درول او د زروي وسلې درلودل تر سره شول.

   که چیرې د پاکستان د جوړیدو راپدېخوا د پاکستان د حکومتونو تاریخ په ژوره توګه وڅیړل شي نو په ډاګه څرګندیږي چې هلته د جنرال ایوب خان او بیا ترنن پورې هر چا چې د قدرت واګي په لاس کې درلودل، ملکي وه او که پوځي،ښځه وه اوکه نر دوی ټولو یا د بنیاد ګرو ډلو سره کلکې اړیکې درلودی او یا د هغوی نماینده ګان وه.   د پاکستان ټولو حکومتونو د هغه هیواد د ملي ستراتیژي پر بنیاد په ګاونډیو هیوادونو کې لاس وهنه کوله او کوي یې او له همدې کبله پاکستان په سیمه کې د بی ثباتي او جنګ اصلي عامل وه او دی.

   د ملګرو ملتونو د سرمنشي معاون او افغانستان په چارو کې ځانګړې نماینده دیاګو کوردوویز او امریکایی محقق سلیګ هریسن په خپل کتاب کې داسې لیکي:

( ظهور بنیادگرایی اسلامی یک عنصر جدید را در منازعات ذات البینی به جامعه افغانی به ارمغان آورد... بنیادگران که تعداد شان تقریباً به یک هزار و پنجصد نفر بالغ میگردید، با وجود فشار نهایت شدید دولت توانستند که در سال ۱۹۷۳ بحیث یک سازمان زیرزمینی به فعالیت خویش ادامه دهند. بعد از سال ۱۹۷۳ اکثریت آنها به پاکستان فرار کردند. در آنجا با گروههای بنیادگرایان پاکستان و ادارات استخباراتی آن کشور طرح دوستی ریختند و بعداً در مسائل افغانستان بصورت تدریجی اهمیت زیادی کسب نمودند. .. بوتو در آواخر سال ۱۹۷۴ بمن گفت: «دو نفر میتوانند به عین بازی بپردازند، همان طوریکه آنها نقاط ضعیف مارا دریافته اند ما میدانیم که نقاط ضعیف آنها کدام است». دیری نگذشت که دسته های ناراضیان افغانی که ازطرف آی. اس. آی تربیه شده بودند تحت رهنمای جمعیت اسلامی در وادی پنجشیر بر مراکز امنیتی داؤد حمله کردند.)

   متاسفانه کله چې په «جهاد» باندې اسلامیستان مسلط شول نو پاکستان او افغانی بنسټ پالو تنظیمونو د افغانستان په سیاست کې لوی نقش تر لاسه کړ او پاکستان د افغانانو د آزادۍ جګړی څخه دومره زیاته سیاسی، پوځي او اقتصادي ګټه لاس ته راوړه چې په خپله افغانانو ترې نده اخیستې. پاکستان پدې بریالې شو چې د افغانستان ملي شتمنۍ لوټ شي، ملي اردو ړنګه کړي او د افغانستان د سیاسي او اجتماعي ودې کلک مخنیوی وکړي. د پاکستان مشران نه یوازې په افغانستان کې خپلې لاسوهنې او مداخلې نه پټوي بلکه له هغو څخه په ډیر ویاړ یادونه کوي. د پاکستان صدراعظمانو، نواز شریف او بینظیر بوټو، په ډیر ویاړ د پاکستان ملي اسامبلې (پارلمان) ته وویل چې موږ د افغانستان پنځوس (۵۰) کلنه اردو له منڅه یوړه او ځان مو تر کابله ورساوه.

   د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ نیټې د پیښو نه وروسته یو ځل بیا پاکستان ته بل چانس ورپه برخه شو.   د پاکستان حکومت په ډیرې سپین سترګۍ سره ادعا وکړه او کوي یې چې د نړیوال تروریزم په ضد مبارزه کوي او بیایی د امریکا او نورو هیوادونونه په میلیاردونو دالره تر لاسه کړل ، پداسې حال کې چې دا هیواد د نړیوالو تروریستانو اصلی ځاله وه او ده.   هلته د بنیادګرو ډلو پالنه چې د تروریزم اصلي منبع ده اوس هم په پوره شدت او نوی بڼه ادامه لري. د امریکایي ژورنالستې میرمنی چیسی په وینا «پاکستان په ډیر مهارت او چالاکي سره غواړي د بنیادګرو ډلو په کارولو سره په راتلونکو ۳۰ کلونو کې په سیمه کې خپل پلانونه عملي کړي» همدا وجه ده چې د پاکستان نظامیګران او بنیادګرې ډلې د پاکستان د سیاسي تلې دوې خواوې په یوه واحد فرهنګ کې د پاکستان د ملي ستراتیژي پر بنسټ ګډ عمل کوي.

   د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر څخه دوه میاشتې وروسته بنیادګرو تروریستي ډلو په نوي ډلي کې عملیات پیل کړل. د آلمان نامتو ژورنالست او لیکوال پیتر شول لاتور دا سې لیکلي: ( کله چې د ۲۰۰۱م کال د دسمبر په دیارلمسه نیټه تروریستانو د هند پر پارلمان برید وکړ نو د هند صدر اعظم، واچپایی، سمدستي په ډاګه کړه چې د دی عملیاتو ټول مسئولیت د پاکستان د جمهور رئیس، جنرال مشرف او د هغه هیواد د استخباراتی ادارې پر غاړه دی.)

:ډګروال یوسف چې د آی. اس. آی. د افغانستان د څانګې مشري یې په غاړه درلوده په خپل کتاب کې داسې لیکي

(ما در آی. اس. آی. پرسونل نظامی را همواره بداخل افغانستان اعزام داشته ایم. .. چون این یکی از وظایف من بود. باید واضع سازم اشخاصی را که ما آن ها به داخل افغانستان اعزام میداشتیم جواسیس نه بلکه نظامیان ارتش پاکستان بودندکه باشعبۀ افغانی در آی. اس. آی همکاری نزدیک داشتند...

   من همچنین کم از کم در ظرف هر شش هفته یکبار عازم کویته و مناطق سرحدی و حتی داخل افغانستان میشدم. این چنین فعالیت ها در ۱۹۸۴ به اوج رسید چنانچه در آن زمان کم از کم یازده تیم ارتش پاکستان مصروف چنین عملیات بودند.)

   د پاکستان نظامی ګران او بنسټ پالې ډلې د نوک او ورۍ په شان د یو بل نه نه بیلیدونکې دي.   د آلمان سیاست پوه او د پاکستان د چارو څیړونکي ویلکې په وینا پاکستان حکومت هیڅ کله هم اسلامي بنیادګری ډلې تر فشار ندي نیولي.

   د اسلامي هیوادونو په ګډون د نړۍ په هیڅ هیواد کې د بنسټ پالنې دومره زیاد ساختارونه نشته لکه په پاکستان کې چې موجود دي کله کله دلته اوهلته په نمایشي توګه عملیات کول یوازې د پاکستان د دوه مخي سیاست د لوبو یو برخه ده چې امریکا او نړیوالو ته وښېی چه دادی موږ دتروریزم سره مبارزه کوو.خو په عمل کې د پاکستان حکومت او بنسټ پال د واحدو اهدافو لپاره د پخوا په شان ګډې پروژې پر مخ بیایي او فعالیت کوی.

   اوس د پاکستان حکومت په ډیر شدت بنسټ پاله تروریستي ډلې افغانستان ته لیږي او د ځان مرګي بریدونو په کولو سره غواړي په افغانستان کې ځان مرګې نوی فرهنګ ته نوره وده ور کړي او د وضع د خرابیدو او د کړکیچ د لا زیاتیدو لپاره د هر څه نه استفاده کوياوپه خاصه توګه د افغانستان دملی یووالی دکمزورتیا په لټه کې دی، تر څو نړیوالی ټولنې ته داسې ثابته کړي چې افغانان هیڅ کله هم نشي کولای په سوله کې ژوند وکړي او د خپل هیواد په بیا ودانولو کې د یو بل سره ګډ کار وکړي. پدې توګه پاکستان غواړی د هغوی مخ د افغانستان څخه وګرځي او پاکستان په سیمه کې د پیاوړي ځواک په توګه پاتې شي او هغه موقف چې اوس یې لري له لاسه ور نه کړي. او ددی سره یو ځای نړیوالو ته دا وښي چې د افغانستان د ستونځې اصلې عامل پاکستان نه بلکه په خپله افغانان دي. ډیره دشرم خبره داده چې نواز شریف او اوباما دطالبانو نه غوښتنه کوی چې دافغان حکوت سره خبروته کښېنی اودا کاردپاکستان په غوښتنه ترسره شوی دی تر څو وښیی چې طالبان زموږ ترکنترول لاندی پاکستان کې نشته اوهغوی افغانستان کې دی .دوی ددې لپاره طالبان او نور تروریستان کند وز ته استولی وه او اوس په شمال کې دامنیتی وضعیت دلاخرابیدو لپاره لګیا دی.دا کار ځکه تر سره کوی تر څوافغان ځواکونه په شمال کې دطالبانو او نورو تروریستانوسره په جګړه کې مصروف شې او په جنوب او غرب کې دوی وتوانیږی په اسانی سره د ولایاتونو د سقوط زمینه برابره کړی..

   د افغانستان په وړاندې د پاکستان د حکومتونو سیاست تل پر دوو اصلونو ولاړ وه او دی او هغه دا دي چې:

او یا دا چې په افغانستان کې باید تل جګړی او ورانۍ دوام ولرییا باید په افغانستان کې د پاکستان په خوښه ګوډاګې حکومت وي

،تل سیاسی بی ثباتی وی، هیڅ کله هم قوی مرکزی حکومت نه وی او پیاوړی افغانستان جوړ نشي.

پاکستان غواړي زموږ په هیواد کې دطالبانو،اسلامی ګوند او نورو بنیادګرو ډلو په مرسته چې پخوا په پاکستان کې جوړی شوی وې نوی سیاسی اسلام او پر اخواني ایدیالوژی ولاړ توتالیتار رژیم رامنځته کړي. باید وویل شي چې د مذهبي بنیادګرو وسله والو ډلو پیدایښت زموږ په هیواد کې دموکراسي او ملي یوالي ته کلک ضرر ورساوه او پاکستان د همدغو مذهبي وسله والو ډلو سره د پخوا په شان ټینګې اړیکې لري او د هغوی سره د افغاني روښانفکرانو (روڼد آندو) په ضد مبارزه کې کلکې مرستې کوي. ځکه پاکستان پوهیږي چې افغانی روڼد آندو پر ضد مبارزه عملاً په افغانستان کې د سولې، ثبات ، دموکراسۍ او د افغانانو د ملي یوالي پر ضد مبارزه ده. په تیرو څو کلونو کې په لسګونه افغانی روښانفکران، سیاستوال، ټولنیز شخصیتونه او قومي مشران په پاکستان کې ترور او یا د بنیادګرو په لاس وژل شوي دي چې د بیلګې په توګه کولای شو د سید بهاالدین مجروح، عزیز الرحمن الفت، ډاکتر شګیوال، جنت خان غروال، جنرال حکیم کټوازۍ، وزیر محمد ځدراڼ، ډګر جنرال نظر محمد، هاشم پکتیانۍاو عبدالاحدکرزي یادونه وکړو.   د ورستیو کلنو پیښو دا ثابته کړه چې د پاکستان حکومت ټول تلاش په همدې کې وو او دی چې افغاني روښانفکران او منورین باید د افغانستان په سیاسي معادلو کې د پامه وغورځول شي او نړیوال دی ته اړ باسي چې بنیادګرې مذهبي ډلې د طالبانواو اسلامی ګوند په ګډون د پخوانیو قوماندانانو او جنګ سالارانو په موجودیت کې چې دا دی اوس په ټولنه کې د نوی الیګارشی – مافیایي قشر په توګه رامنځ ته شوی دي، تل د قدرت واګي په لاس کې ولري. د داسې یو حالت په دوام سره به نه یوازې د افغانستان د خلکو لخوا د ډیورنډ د کرښې ملي مسئله هیڅکله هم نه مطرح کیږي بلکه بنسټ پالنه چې د پاکستان د موجودیت اساسي فکتور دی، هم پر ځای پاتې شي.

   درنو دوستانو!سیاست تل د ارزښتونو پر سر جګړه ده. اوس زموږ په هیواد کې دایمي او عادلانه سوله، د هیواد بیا رغونه، ملي یووالې او ورسره دموکراسۍ او اجتماعي عدالت تامینول او پدې توګه د افغاني ټولنې د ځانګړتیاو په پام کې نیولو سره مدني ټولنې ته تلل هغه ارزښتونه دي چې افغاني روښانکرانو تل په دی لاره کې قربانۍ ورکړي او ورکوي یې.

   په اوسني وخت کې زما وړاندیزپه خارج کې ټولو افغانی متشکلو او غیر متشکلو سیاسیونو، افغاني ملي او مترقي روښانفکرانو، منورینو او ټولنیزو سازمانونوته دادی چې د اساسي دندې په توګه نړیوال پدې وپوهاوي تر څو چې په پاکستان کې اسلامي بنیادګران موجود وي او زموږ په هیواد کې د افراطي، مذهبي وسله والو او نورو غیرقانونی ډلو د بی وسلې کیدو مسئله حل نه شي او تر څو چې افغاني روښانفکران د افغانستان په سیاسي معادلو کې په نظر کې ونه نیول شي هیڅ کله هم نه یوازی زموږ په هیواد بلکه په سیمه کې هم دایمي سوله او ثبات رامنځ ته کیدای نشي.

موږ دألمان د هامبورګ په ښارکې اوسیدونکو افغانانو دا کار څو میاشتې پخوا په عملی توګه پیل کړاو ددی پروسې دښه تنظیم لپاره موږ په هامبورګ کې د افغانانو جرګه جوړه کړه.په هامبورګ دافغانانوجرګې تر اوسه څوځله دپاکستان د حکوت دمداخلو او افغانستان ته دتروریستانو د رالیږلوپه ضد مظاهرې او میټینګونه جوړ کړل او دغونډو پریکړه لیکونه یی اړوندو ادارو او مقاماتو ته واستول او دا پروسه ادامه لری.

زما وړاندیزپه آلمان او اروپا کې اوسیدونکو افغانانو ته دادی چې دألمان په نوروښارونو اوهمداشان په نورو اروپای هېوادونوکې ورته جرګې یا ټولنې رامنځ ته شې او بیا ټول په ګډه هماهنګی کې لااقل په میاشت کې یو ځل په ألمان،انګلستان ،فرانسه،هالنډ،بلجیم،اطریش،سویدڼ،دنمارک او ناروې هیوادونو کې د امکاناتو په پام کې نیولو سره، دهرې میاشتې په پای کې مظاهرې ، میټیګونه ،کنفرانسونه او غوڼډې جوړشی او په دې توګه د پورتنیو هیوادونوخلکو، پارلمانونواو سیاسی ګوندونو ته دخپلو خلکو غږ ورورسوو،تر څو هغوی په خپلو حکومتونو باندې فشارونه زیات او هغوی ودې ته مجبور کړی چې د پاکستان په برخه کې خپل سیاست کې تغیر راولی.

پای