د ای اس ای د با اعتباره او ایشیدلی پلاوی سفر کابل ته د قوم پرسته مشرانو ترنامه لاندی او افغان ولس مشر ته د سولی ننواتی واقعا د سولی د بهیر تکاملی پړاو په ګوته کوی لکه څنګه چی په کراتو ویل سویدی د طالب په نامه جګړه یوازی د پاکستان له لوری نه تمویل کیده بلکه پاکستان د یو اجیر هیواد رول لوبولۍ دی چی د نقدی او سیاسی ګټو په مقابل کی یی د کټلست دنده تر سره کړیده . پاکستان داسی یو هیواد دۍ چی نه ګاونډیتوب اهمیت ورته لری او نه قومیت، له همدی کبله په ملیونو افغانان د پاکستان دهمدی سیاست په پایله کی ووژل سوه کله د جهاد په نامه کله د طالب په نوم او کله هم د داعیش تر نامه لاندی یی دوامداره د څلورو لسیزو په اوږدو کی د تپل سوی جګړی په ترځ کی د افغان وژنی شرایط برابر کړیدی او حتی د ولسی مشرانو د مرګ او میر څخه یی ډډه نده کړی.

هوکی د پاکستانی زمامدارانو په هوډ او خبرو اعتبار نسی کیدای اما داځل د ای اس ای ننواتی د سرحدی مشرانو په وسیله یو بل مطلب په ګوته کوی هغه داچی د جګړی لوی تمویل کونکو پریکړه کړیده چی د افغان لوری څخه په نسبی امتیازاتو په تر لاسه کولو په سیمه کی د پوځی وضعی د وخامت او پراختیا مخه ډپ کړی په فرانسه کی راتلونکی خبری د یقینی ښکیلو اړخونو ترمنځ جوړیږی. د غربی نړۍ د اړیکو ترینګلتیا د روسیی ، ایران او شمالی کوریا سره په افغانستان کی پر حالاتو اثر کړیدۍ د افغان مشرانو منډی مسکو ته او د پوځی تجهیزاتو غوښتنه د غرب لپاره څه ناڅه د یو داسی هوشدار په نامه تلقی کیدای سی چی د جګړی په افغانستان کی روسیی ته د مداخلی نوی فرصتونه برابرولای سی او یا روسیی ته به د مداخلی چانس مهیا سی.

که د فرانسی دری اړخیزو خبرو د انګلیس په مشری موثبت نتایج ولری نو دا تریخ حقیقت به په ډاګه سی چی د جګړی په دوام او تمویل کی د انګلیس پانګی لویه ونډه لرله او په مختلفو لسیزو کی د افغان دولتونو په وړاندی مخالفین او آی ایس آی تمویل، کنترول او سوق کریدی. شاید ځینی افغان مشران او مبصرین د انګلیس دا دښمنی د تیر تاریخ د غچ په معنی و انګیری او یا شاید هم تر اوسه انګلیس افغانستان خپل د نفوذ ساحه وګڼی لکه روسان چی د هغه ادعا لری. خو د دوی د هڅو سره سره د سولی د بهیر بریا، د ډیرو ستنزو ډک بریښی دا منل کیداسی چی د سولی ترنامه لاندی د جګړی رنګ ، اهداف او نوم تغیر وکړی اما یقینی او سرتاسری سولی ته رسیدل ځکه ناممکن ښکاری چی غرب نه یوازی مصمیم نه معلومیږی بلکه په سیمه کی نوی تشنجونو او ننګونو ته په کتو ممکنه ده چی د نوی موخو لپاره جګړی زور واخلی د همدی پالیسۍ له مخی افغان مخالفین هم پر ډلو وویشل سوه او دولتی زمامداران له وړاندی پر مختلفو نظریاتو ویشل سوی دی یعنی دوه مشخص اړخونه نسته چی سوله یی مثبت او قاطع پایلی ولرلای سی، څوک به له چا سره سوله وکړی؟ سربیره پر مختلفو کړیو او ډله ایزو ځواکونو ایډه لوژیک عمق د اختلاف د پام وړ دۍ چی حتی ځنی سیاسیون تول اختلافات او تقابل د ایډه لوژیک توپیر له کبله بولی ، که واقعا داسی فرض کړل سی نو بیا یوازی انګلیس او پاکستان د هغه د حل جوګه کیدای نسی بلکه نور سیمه ایزه ایډه لوژیو ته هم باید پام وکړل سی او د افغانستان د سولی بهیر پراخ سی تر څو نور دخیل او موثر هیوادونه هم پکښی را ونغاړل سی.

تر ټولو مهم ټکۍ په سوله کی د افغان ولس و نظریاتو ته ارزښت ورکول دی په تیرو لسیزو کی بهرنیانو خپل خاص اجنیټان په فشار پر ولس د مشرانو په نامه وتپل، زه فکر کوم دا د سولی سره مرسته نسی کولای اوس که د سولی اراده رامنځ ته سوی وی نوهغه وخت رارسیدلۍ دی چی نړیوال نور د افغان ولس نظریات او غوښتنو ته غوږ ونیسی او خپل روزل سوی اجیران د ولس د علیل ، ضعیف، نحیف او ناتوانو اوږو څخه وغورځوی. په کوم هیواد کی چی جګړه وی او هغه بیا نیمه پیړی دوام وکړی نو عالیترین ارمان سوله وی او په دی هم شک نسته چی لوړ ارمانونه او پلانونه لوړ ظرفیتونه غواړی هغه څه چی نه د دولت په اقمارو کی لیدل کیږی او نه هم د مخالفینو په قطار کی، اما دا په دی معنی نده چی بهیر ټکنی سی په دا ډول شرایطو کی باید د هغه دولتونو د ظرفیتو څخه کار واخیستل سی چی جګړه یی پیل کړی او تمویل کړیده، افغان اداره د ډیرو وړو او لویو ستونځو په وړاندی کم ظرفیت ثابت سویدۍ نو څنګه به وکولای سی هغه لوی ارمان چی لوړ ظرفیتونه غواړی ترسره کړی ؟ دولت دی یوازی سوله په دعا د خدای څخه وغواړی.

د پردی شاته دستور اخیستل او بیا د هغه عملی کیدل اوس دومره عام سویدۍ چی هیڅ عار نه ګڼل کیږی یعنی جاسوسی او د اجنبی مزدوری حتی د ویاړ تر پولی پراختیا موندلی ده هره مرجع چی وغواړی څوک تهدید کړی او یا یی وویروی نو داسی مطالب مطرح کوی چی وښیی ګواکی دی د فلانی چاه یا هیواد جاسوس دۍ نو ځکه وایم هغه وخت رارسیدلۍ دۍ چی مزدوری او غلامی په ښکاره د سولی د پاره وکاروی دا به هم د مزدورانو په قطار کی وطن پرسته جاسوس وګڼل سی ، کیدای سی په زغرده هر اړخ د خپلو بهرنی سربراهانو څخه په سپینه د سولی غوښتنه وکړی او د هغوی د ظرفیتو څخه کار واخیستل سی. د ټولو ناخوالو سره سره داسی هیلی را ټوکیدلی دی چی شاید د جګړی تمویل کوونکی غواړی زموږ په هیواد کی جګړه بس کړی او یا نوی ابعاد او نوی رنګونه ورکړی په هرصورت کی د پاکستان ننواتی پر هیڅ نسی حسابیدلای همدا رنګه د انګلیس سره په فرانسه کی خبری هیلی هڅولی دی.