الله پاک هغه ملت ته کامیابی نه ور په برخه کوی، چی سرنوشت یی بل څوک و ټاکی.

سیاست په احساساتو او تشو شعارونو او خبرو« که لر دی او که بر دی ټول پښتانه یو دی» نه کیږی او نه هم کومه نتیجه ورکوی. سیاست کول عقل ، منطق او قوی اراده ، شجاعت او میړانه غواړی.

د ډیورند د ها خوا د پشتنو ریښتنی، غیرتی ، ازاد ګرو ، هویت پالو او وطنپالو مباریزینو   ته سلام او سر ټیټوم ، د هغوی حساب او احترام پر خپل ځای او بیل دی.

زما مخاطب د پشتنو هغه مشران ، سیاست وال او مبارزین دی ، چی ظاهری نیت او آواز یی د کابل سره ، لاکن باطن او زړه کی نیت یی اسلام اباد سره دی.

کله چی د افغانستان او پاکستان مناسبات سره سخت شی او یا هم کابل د اسلام اباد په مقابل کی سخت دریځ او موقف ونیسی نو بیا اسلام اباد د ډیورند د غاړی ها خوا یو شمیر نامداره د پشتنو« مشران» د جرګو ، خبرو اترو او سولی لپاره د سیاست میدان ته ور داخلوی، هغوی کابل ته استوی او په دی طریقه د کابل نیت او اهداف تر لاسه کوی. د تاریخ په اوږدو کی همداسی وه. اسلام اباد همیشه دوی نه د پنجاب په نفع د وسلی په توګه خپل دومخو سیاستونو کی کار اخستی .

40 کاله کیږی چی افغانستان د اور په لمبو کی سوزی. د ورانکارو او تروریستی سازمانونو مرکز د پشتنو سیمه ده. همیشه د پښتنو له سیمی ترخګر د دیورند دی خوا د وسلو سره را ځی ، افغانان او په خاصه توګه بیا پښتانه وژنی، ددوی کلی او بانډی ، سرک او مکتب را ورانوی. ما خو د ها خوا پښتنو د اقدام کوم مثبت تاثیر پر سولی نه دی لیدلی. همدارنکه موږ د دوی د تلو راتلو او وعدو کوم موثر اقدام چی اسلام اباد یی قانع کړی وی چی د دوه مخی سیاست نه لاس واخلی او سولی راوستولو ته غاړه کیږدی او د کابل حکومت سره صادقانه ګده همکاری وکړی، کومه نمونه هم نلرو چی ددوی تګ او راتګ ته خوشاله شو او پری باور او حساب وشی ؟. کابل ته پکار ده چی نور د چا پر تشو خبرو ونه غولیږی. زما په آند کابل ته پکار ده چی دوی مقابل کی دی هم سخت دریځ   سیاست انتخاب شی او هیڅ نوعه امتیاز دی دوی ته ورنکړل شی، تر څو دوی   جدی موقف ونیسی او خپلو خبرو ته عملی بڼه وکړی. زما باور دی که د لر او بر د پښتنو مشران وغواړی او لاسونه سره ورکړی ،   هم سوله خپله لاره پیدا کوی او هم لکه برلین دیوار د ډیورند منحوسه کرښه له منځه ځی او تاریخ کندی ته سپارل کیږی.

که دا کار ناممکنه ده ، نو بیا لازمه ده چی کابل مستقیمی خبری د پنجابیانو سره وکړی ، دا ځکه چی دوی د تاریخ په اوږدو کی یوازی او یوازی د پښتون مشران د ریبار وظیفه اجرای کړی او بس.

کابل کی دوی د افغانیت چیغی او ناندری وهی خو بیا اسلام اباد کی پارلمان کی د اسلام اباد له سیاستونو نه ننګه کوی. که دوی رښتیا ځان افغانان بولی نو دوی ته پکار ده چی پر اسلام اباد فشار راوړی ، خپل علایق او تعلقات   له اسلام اباد سره قطع کړی، انتخاباتو کی برخه وانخلی او هغه تحریم کړی . کله چی هغوی دا کار نکوی نو ښکاره خبره ده چی هغوی له پنجابیانو سره ګډ ژوند کول او یو والی غواړی نه له افغانانو سره!!! دوی خوا ته هم اوبه خړی دی. عجیبه ده ، جناب حامد کرزی د خپل واکمنی په دوره کی حتی د پشتونستان د ورځ   د نوم اخستلو نه ځان ګوښه کړ او د خلکو له ذهنونو نه یی وایستل. خو نن بیا د یو والی خبری کوی؟ زه خو نه پوهیږم چی دی کوم حکمت پروت دی؟

زموږ ځنی مشران حتی خپل لورګانی د پښتنو هاخوا مشرانو ځامنو ته ورنکاح کړل، او ځنی بیا له هغوی سره ښه تعلقات او فامیلی مناسبات او راشه درشه لری ، لاکن نتیجه د افغانستان په خاطر صفر .!

دا زما نظر دی وګورم چی نور هیوال وال په دی کی سه وایی؟