کله چې لږ مهال وړاندې، لندن ته پخپل سفر کې د هند لومړي وزیر نارندرا مودي، د انګلستان له چارواکو د کوه نور الماس د بیرته ورکړې غوښتنه وکړه، اوس د پاکستان یوې محکمې هم دعوه کړې چې دا الماس د پاکستان ملکیت دی او باید پاکستان ته ورکړل شي.

هند پخوا هم انګریزي چارواکو ته ویلي وو چې دا الماس د هند ملکیت دی او باید دوی ته بیرته وسپارل شي.

د پاکستان دعوه چې د هند له غوښتنې سره هممهال وړاندې کیږي، ښايی د دې لپاره وی چې په پای کې انګریزان، هندوستان ته ووايي، څنګه چې تاسې دواړه هېوادونه د کوه نور په الماسو د ملکیت شخړه لرۍ، نو موږ يي کوم هېواد ته وسپارو؟په داسې صورت کې ښه دا ده چې دا الماس د پخوا پشان په لندن کې پاتې شي، څو د هند او پاکستان د شخړې مخه ونیول شي!

دلته لېدل کیږي، پاکستان په مستقیم ډول د انګریز په لمسون او ګټه دغه دعوه راپورته کوي او د انګریزانوپرځای، د هند په وړاندې دریږي!

که د کوه نور د الماسو په اړه افغانستان دعوه ولري یوڅه ځای لري، ځکه دغه الماس یو مهال د افغان پاچاهانو په تاجونو کې کاریدلي چې بیا وروسته د سیکانو په لاس انګریزانو ته رسیدلې دي(۱)، خو پاکستان په هیڅ شان د دغو الماسو د ملکیت تاریخي دعوه نه شي درلودای.

د هند له غوښتنې وروسته او په ناڅاپي توګه د پاکستان لخوا په دې الماسو دعوه، څرګندوي چې انګریزانو به پاکستان ته ویلي وي چې د هند سره هممهال تاسو هم دعوه راپورته کړۍ، ترڅو په دې اړه د هند د یکتازۍ مخه ډب شي.

پاکستان پخپلو اتومي وسلو او بمونو هم افغاني نومونه ایښي، لکه: ابدالي، غوري او غزنوي!

که چیري دا نومونه پاکستان په پوهنتونونو او یا د خیرښېګڼو پر نورو ځایونو، هغه هم افغانستان سره د نیکو اړیکو په شتون کې ایښی وای، یو مصداق يي درلود، خو په دې بڼه او هغه هم په اتمي وسلو، له شرارت او له تاریخي جعل پرته بل مفهوم نه لري!

پاکستان به په راتلونکې کې له افغانستان او هند څخه د تاریخي اثارو په غلا او ځانته د جعلي تاریخ په جوړولو کې، څو ګامه نورهم مخته ځي او په دې لار کې به د انګریز په مرسته نورې چلوټې هم په لار اچوي!

د کوه نور د الماسو په اړه د پاکستان دعوه او ځانته د جعلي تاریخ په جوړولو کې د پاکستان وروستې هڅې د تاریخپوهانو د څېړنې موضوع جوړوي چې ښايی د هېواد نومیالي تاریخپوهان په دې برخه کې د پاکستان لمن پرشا ورواړوي او توطیي يي افشا او رسوا کړي.

د ۲۰۱۵ کال د ډيسمبر ۵ مه

سرلوڅ مرادزی

یادونه:

(۱) د کوه نور الماس دتاريخ په رڼا کې:

«دکوه نور د الماس په ا ړوند به مو ډير څه لو ستلي وي . دغه ا لما س د تاريخي پلوه يو ډير لر غونى ا لماس دى چې اوس د انګلستان د ټولواکمنې( ملکې) ايليزابت دتا ج په مخکينۍ برخه کې ځاى لري. د کوه نور الماس دنړۍ تر ټولو غټ الماس دى. ددغه الماس اصلي ټاتوبى هندوستان دى .داسې ويل کيږي چې په پيل کې ددغه الماس وزن۱۸۶٫۰۶۲۵قيراطه وچې۳۷٫۲۱ ګرامه کيده ،خو وروسته دوخت په تيريدو سره وتراشل شو او اوس يې وزن ۱۰۵٫۶۰۲قيراطه دى چې ۲۱٫۶۱ ګرامه کيږي.

دخلکو دانګیرنو پر بنسټ دغه الماس دنارينه وو لپاره شوم او بد مرغه ګڼل شوى او هر نارينه ته چې په لاس ورغلى دى نو د ناوړو پايلو سره مخا مخ شوى دى يا هم ټپي شوى دى اويا هم وژل شوى دى ، خو له نيکه مرغه د ښځو لپاره بيا نيکمر غه ګڼل شوى دى .له همدې کبله دى چې دانګلستان د ملکه ويکټوريا نه نيولې تر اوسه پورې چې ايليزابت د انګلستان ټولواکمنه يا ملکه ده د ښځو سره دى چې د هيڅ کوم مصيبت يا ستو نزو سره نه دې مخامخ شوي.ددغه الماس يادونه دهند په منظومې حماسې مها بهارتا کې هم شوى دى.بايد زياته کړوچې دتاريخ په ا وږدو کې دغه الماس د هندي راجا ګانو،د هند غلجي (خلجي) پښتني واکمنانو،تغلق شاهانو ،راجپوتا نو ، پښتنو لوديانو،د هندد مغولي واکمنانو،ايرانيانو ، افغانانو ، سکهانو اوپه پاى کې د انګريزانو سره پا تې شوى دى.

داسې ويل کيږي چې دغه ا لماس د لو مړي ځل لپاره دهند په اندهراپراديش په ورنګل کې موندل شوى دى او د لومړي ځل لپاره د هند د افسانوي اتل او پهلوان کارنا سره وليدل شو، خو له بده مر غه چې کارنا په يوه جګړه کې ووژل شو او نو موړى د کوه نور د الماس لو مړنى قر باني و. بيا وروسته دغه الماس دهند دمالوه دراجا اویه این په خزانو کې وليدل شو چې نو موړې راجا هم له کومې ناوړې پايلې سره مخامخ شو.

تر هغه وروسته دغه الماس دراجا بکر ماجيت سره و. پيا دغه الماس په هند کې غلجي واکمنانو ته په لاس ورغى.تر هغه وروسته دغه الماس په هند کې د پښتون واکمن سلطان سکندر لودي سره و. کله چې بابر په ١٥٢٦ زيږديز کال د هندوستان واکمن شو او کله چې د کوه نور الماس ورته راوړل شو نو په ليدلو يې حيران شو او د خولې نه يې دا خبره ووتله چې کوه نور يا د نور ا و رڼا غر. ويل کيږي چې د بابر ددرباريوه تن له بابره وپوښتل چې د کوه نور د الماس بيه به څومره وي؟ بابر ورته به ځواب کې وويل: چې ددې بيه دومره ده لکه ددوه نيمو ورځو لپاره ډټولې نړۍ د ډوډۍ خرڅ. ا ن دا چې پخپله بابر هم به بابر نامې کې د کوه نور دالماس يادونه اوذ کر کړى دى ا و دغه الماس يې د هند دما لوې دراجا پورې اړونده الماس ګڼلى دى. دبابر تر مړينې وروسته دا الماس دده زوى همايون ته په لاس ورغى .همايون ته د کوه نور الماس ځکه شوم شو چې پښتون شيرشاه سوري ده ته ماتې ورکړه او دى يې د هندوستان دواکمنۍ دتخت او تاجه بې برخې کړ.وروسته د همايون زوى جلا ل الدين محمد اکبرچې د هندو ستان واکمن شو نو هغه د کوه نور الماس له ځانه سره نه ساته او په شوموالي باندې يې پوه شوى و . بيا ورو سته چې کله شا ه جهان پا چا شونو هغه دغه الماس په تخت طاوس کې چې دده شاهي تخت وکيښوده ، خو له بده مرغه شاه جهان هم د خپل زوى اورنګزيب له خوا بندي کړل شو.

کله چې په١٧٣٨ زيږديز کال کې ايراني نادرشاه افشار پر هندو ستان ير غل وکړ نو هلته يې ډ يرې وژنې او لو ټماري وکړه. په هغه وخت کې محمد شاه مغولي د هندوستان واکمن و.

په هند کې د دنادرشاه افشارددغو لو ټماريو په نتيجه کې د مغولي شاه جهان تخت طاوس او د کوه نور الماس هم ده ته په لا س ورغى، خو داالماس د نادرشاه افشار سره هم وفا ونکړه.هغه د ا چې خپلو کسآنو يې هغه وواژه. څرنګه چې ابدالي ا حمد شاه دنادر افشار کورنۍ د هغه ددښمنانو نه بچ کړې وه نو دهغې په بدل کې د نادرشاه افشار کورنۍ دکوه نور الماس احمدشاه بابا ته د سوغات پهتوګه ورکړ.

دغه الماس د احمد شاه بابا په کورنۍ کې د هغه تر مړينې وروسته لو مړى د هغه زوى تيمورشاه ا و بيا شاه زمان ته په لاس ورغى، خو له بده مر غه شاه زمان هم د خپل مير ني ورور شا ه محمو د له خوا ړوند کړل شو.تر هغه وروسته د کوه نور الماس د شا ه شجاع لاس ته ورغى چې له هغه نه بيا مهاراجا رنجيت سنګه تر لاسه کړ. درنجيت سنګه په کورنۍ کې دغه الماس لو مړى دده زوى کنور نو نهال سينګه او بيا د رنجيت سينګه تر ټو لو کشر زوى مهاراجا دليپ سينګه ته په لاس ورغى. دليپ سينګه دکوه نور الماس په ١٨٥٠زيږديز کال کې د انګلستان ملکې و يکټوريا ته ورکړ.ا وس دغه الماس د انګلستان د ټولواکمنې اليزابيت دتاج په مخکينۍ برخه کې ايښودل شوى دى.څو کاله وړاندې هند يا نو له انګريزانو وغو ښتل چې دوى ته دې د کوه نور الماس بيرته ورکړي ،خو انګريزانو دې خبرې ته مثبت ځواب ورنکړ او دا شخړه لا تر او سه هم په خپل حال پاتې ده »

لطیف یاد