صفار مجله

د هلمند ادبي بهیر خپلواکه، ناپېلې، ادبي او کلتوري مهالنۍ خپرونه ده، چي لومړۍ ګڼه يې په کال ۱۳۸۸ ل ل. کي د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کي د هلمند ادبي بهیر د هڅو په ترڅ کي چاپ او خپره سوه، صفار مجله تر دې دمه دوې ګڼي چاپ سوې، هلمند ادبي بهیر هڅه کوي چي همدغه مجله ایزه لړۍ روانه وساتي، خو د ځینو مالي ستونزه له امله اوس له چاپه پاتي سوې ده. ددې مجلې امتیاز د هلمند ادبي بهیر دی، کتونکې ډله يې د هلمند ادبي بهیر ملګري او فرهنګپال دي او د کمپوز او ډیزاین چاري يې د بګړۍ ادارې له لوري سمبال سوي دي. صفار مجله په (کابل، کندهار، کوټه، پښین، جلال اباد، خوست، غزني، پکتیا، سرانان، ګردي جنګل، سویډن او پيښور) کي بېلابېل استازي لري او د کوټي په صحاف نشراتي مطبعه کي چاپ سوې ده. د یادې مجلې د لومړۍ ګڼي لګښت د وخت د والي له لوري ورکول سوی دی.

بڼه او منځپانګه

د صفار مجلې پښتۍ او ورپسې دواړې پاڼي رنګه دي او نوري پاڼي يې په منځني سپین کاغذ کي راغلي دي، چي لومړۍ ګڼه يې د (۶۵) مخونو په درلودولو سره له چاپه راوتلې ده.

د صفار مجلې د پښتۍ پر لومړي مخ درې بېلابېل انځورونه راغلي دي، چي په یوه انځور کي د صفار دښکلې تاريخي دښتي یو انځور چي په انځور کي یو اوښ او یو وړ ماشوم لیدل کیږي او تر څنګه يې د ادبي بهیر د یوې مشاعرې د ګډون والو او شاعرانو انځور لیدل کيږي، پر همدې پاڼه د صفار نوم په ښکلي ابي رانګ لوی لیکل سوی او تر څنګ يې په سره رنګ د هلمند کلمه هم ذکر سوې ، د دې مجلې د پښتۍ پر ګیڼ اړخ د محمد اسماعیل شریعتیار یوه څلوريزه راغلې ده، چي دلته يې ذکر ښه بولو:

د بېلتونه د (صفار)پر صحرا ګرځم

د مجنون په شان په خیال د لیلا ګرځم

تل مدام چي رقیب وینم په کوڅو کي

خود به زه شریعتیار په ژړا ګرځم

د پښتۍ تر شا د مجلې نوري ځانګړتیاوي، چي مخکي مو ذکر کړې راغلي دي او پر بل مخ چي رنګه پاڼه ورته غوره سوې د هلمند د وخت والي محمد ګلاب منګل انځور ، تر انځور لاندي د صفار مجلې فرهنګي ډلي د مننې په پلمه څو کرښي لیکلي دي اود چاپ د لګښت په موخه يې مننه يې ځيني کړېده. د مجلې تر لړلیک لاندي ټول ۳۶ بېلابېل علمي، ادبي، ټولینز او فرهنګي عنوانونه راغلي دي، د یادي چاپي رسنۍ پیل په يوه سرلیکنه سوی، چي د سرلیکني عنوان يې( لر و برپښتنو اوس زموږ او ستاسي دنده ده) راغلی. د مجلې په ۳ مخ کي د صفار پېژندګلوي راغلې او نوموړې سیمه يې د صفار د وخت له واکمنانو سره یو ځای معرفي کړې ده، په یاده مجله کي د هلمند ادبي بهیر د جوړېدو له امله یو ښکلی او هر اړخیزه راپور د شریف الله دوست په قلم لیکلی سوی چې، د یادي مجلې په ۶ مخ کي د هلمند ادبي بهیر د پرانستني له یو انځور سره یو ځای راغلی دی. په صفار کي د شعر او ادب برخه په ۲۹ پاڼه کي راغلې ده، ددې برخي لپاره ( د هنر ژبه ) عنوان ځانګړی سوی، لاندي یې ( دعبدالرحمن بابا، عبدالروف بېنوا او خوشحال خټک بابا) انځورونه راغلي دي، تر انځورونو لاندي د هلمندي ځوانانو ۱۴ بېلابېل شعرونه راغلي دي، چي ډېر يې د غزل په فورم کي دي. ددې مجلې پر وروستۍ پاڼه د هېواد د مشهورو شاعرانو او لیکولانو نظرونه د لیک په ډول راغلي دي، چي په ډې ګڼه کي د نوموتي شاعر پیرمحمد کاروان او فرهنګي او مدني فعال، شاعر او لیکوال بازمحمد عابد نظرونه او د همکارۍ پيغامونه راغلي دي. د مجلې د وروستۍ پښتۍ پر شا د هلمند ادبي بهیر د غړو او شاعرانو ډلیز انځورونه راغلي دي، دغه راز د پښتۍ پر مخ په انګلیسي ژبه د صفار نوم لیکل سوی او تر لاندي يې د (پښتانه) تر عنوان لاندي د درویش خوندي ښکلی کلام راغلی دی. باید یادونه وکړو، چي د صفار مجلې ټوله منځپانګه په پښتو ژبه ده او د لومړۍ ګڼي د ځينو مطالبو سرلیکونه يې په لاندي ډول دي.

۱: د لرو برپښتنو اوس زموږ او ستاسي دنده ده ( سرلیکنه خپله اداره)

۲: صفار وپېژنئ ( محمد اسمعیل شریعتیار)

۳: د یو پراخ ادبي بهیر د جوړېدلو زیری ( شریف الله دوست)

۴: له واسطو او سپارښتنو څخه وزیران هم سرټکوي( نعمت الله زهیر)

۵: اداري فساد ( مولوي خیال محمد (ثقاف)

۶: کرزی صاحب چي مرستیالان دي جیبونه ونه وهي! ( زین الله (ستانګزی)

۷: تمدن د اسلام له نظره ( الحاج حنفي)

۸: د مور او پلار سره نیکی کول ( انجینر نجیب الله نصرت)

۹: لونګین خیالونه ( یوه شعري ټولګه )

۱۰: د قانون له نظره د قاضي او څارنوال مسولیت ( آدم صفت الله)

۱۱: د هنر ژبه ( د شعر او ادب برخه)

۱۲: پر پښتو شعر د جګړې اغیزي ( علم ګل سحر)

۱۳: دلته څه تیریږي؟ ( محمد لایق ( سرفراز)

۱۴: سوات او کابل ( لنډه کیسه ایمل پسرلی)

۱۵: لنډۍ او متلونه ( عبدالودود هجران)

۱۶: په پښتو ادب کي د نقد اړتیا ( سردار محمد همدرد)

۱۷: ته یو څه کاکړۍ وکه ( هارون حکیمي)

۱۸: معصومه څېره ( اقبال خیبر)

نور په بله برخه کي. . .