ملي افتخارمجله

ملي افتخار لومړۍ ګڼه په ۱۳۹۰ل. کال له چاپه راووتله. ددې مجلې مسول مدیر ادم صفت الله، مرستیال يې الحاج مولوي محمد حنفي او د کتني په برخه کي معلم شاولي، حاجي عبیدي، انجینر خان آقا، محمد عمر قانع او قاري مختاراحمد حقاني وو. ملي افتخار د هلمند ولایت د مجاهدینو د عالي شورا د دیني او فرهنګي کمېسون له لوري چاپیږي او امتیاز يې د هلمند ولایت د مجاهدینو دعالي شورا دی. په یاده مجله کي ډېری مطالب دیني او مذهبي لیکونو ته ځانګړي سوي دي او یو لړ لیکني یې د افغانستان د مجاهدینو او جهادي رهبرانو په اړه لیکل سوي دي د ملي افتخار د سرلیکني په یوه پراګراف کي د مجلې د موخي په اړه داسي لیکل سوي دي( د خداي(ج) شکر کوو، چي په هلمند ولایت کي د همدې لمر زریني وړانګي له نیکه بخته خپلي پلوشې غوړوي، د ا مجله ددې لپاره ده، چي خلکو ته د مجاهدینو اصلي څېره او د هغوی موخي ور وپېژني؛ هيڅکله ښه او بد نه سي سره ګډېدلی خداي(ج) هم په دې خوښ دی، چي خبیث او پاک سره جلا سي ددنیا اسلامي مفکرین ددې خبري پلویان دي او دا یو مثبت حقیقت هم دی، چي باید حق او باطل سر بېل سي. ملت ته ډاډ ورکوو، چي په دې مجله کي به د مجاهد او غیر مجاهد تر منځ د خدای (ج) او رسول (ص) د ارشاداتو مطابق بېلوالی تشریح کوو او دا مجله به یو معنوي تشه ډکه کړي دا مجله به د افغانانو د دیني هویت معنوي منځپانګه وي) یاده مجله یوازي دوې ګڼي تر دې دمه چاپ سوې ده او نور يې درک ورک سوی دی.

د ملي افتخار بڼه او منځپانګه

ملي افتخار مجلې پښتۍ رنګه او په ډېر اوچت کاغذ کي راغلې ده، پر لومړۍ پښتۍ باندي يې د بېلابېلو جهادي رهبرانو انځورونه راغلي دي او د پښتۍ پر سر باندي يې د هلمند ولایت د مجاهدینو د عالي شورا لوګو راغلې تر لاندي يې د جهادي مشر قاضي محمد امین وقاد او ادم صفت الله انځور راغلی او د ملي افتخار سره د مرکې په حال کي معلومیږي د مجلې پر لومړي مخ د لوی جرګې د خېمې لوی انځور راغلی په انځور کي د هېواد مخکنی ولسمشر حامدکرزی د خبرو په حال کي معلوميږي او د مجلې پر پای پښتۍ د هېواد د وتلي شاعر او لیکوال عبدالباري جهاني یوه غزل راغلې ده، چي زه يې څو بیته دلته لیکم:

خلک

ددې وطن په نصیب نه دي رسیدلي خلګ

چي یې لیدلی دي په کاڼو یې ويشتلی خلک

د ړندو ښار دی د ډيوو سره خپلوي نه لري

د سترګورو دي وتلي ډلي ډلي خلک

یاده مجله ټول ۴۲ مخونه لري، چي ټوله منځپانګه يې په ټيټ کاغذ کي چاپ سوې ده ، ددې ګڼي ټول مطالب ۲۱ ته رسیږي، چي په دې ډول دي:

۱: سرلیکنه (اداره)

۲: زمزم سپېڅلي اوبه ( نامعلوم)

۳: سپېڅلتیا (محمد اسمعیل شریعتیار)

۴:د هلمند ولایت د مجاهدینو د شورا ژمنپاڼه

۵: د هلمند ولایت د مجاهدینو د عالي شورا لنډ راپورټاژ

۶: لویه جرګه ( ادم صفت الله)

۷: بیا روغونه ( راپور)

۸: موږ ولي داسي یو؟ (فاروق اعظم)

۹: د اسلام په جامه کي سیکولاریزم (جاوید غوربندی)

۱۰:مبارزه ( مولوي محمد حنفي)

۱۱: د علم ارزښت (ملا اخترمحمد خادم)

۱۲: مجاهدین ټوپک سالاران نه دي (لالاخان خروټی)

۱۳: ابلیس یا شیطان (رحمت الله خبر)

۱۴: سفرنامه (حاجي راز محمد فیضاني)

۱۵:د حکمت خبري (محمد علي عمري)

۱۶: غیبت ولي حرام دی؟ (مولوي عصمت الله عزام)

۱۷: استاد برهان الدین رباني د سولي د ډګر اتل شهید (فضل وزیرهیله من)

۱۸: اسلام د ژوند پروګرام (ژباړه عبدالرحمن فرقاني)

۱۹: اسلام یوازي د بشریت دین نه بلکي د ټولو مخلوقاتو دین دی ( محمد عمرقانع)

۲۰: د جهادي مشر او ستر عالم قاضي محمد امین وقاد سره مرکه (خبریال)