شک نسته چی د راحیل شریف منډی ترړی بی بنیاده نه دی د انګلیس،پاکستان او افغان مشرانو وروستۍ کتنه هم خامی طمعی پارولی دی. که داسی ومنو چی نیابتی جګړه د هند او پاکستان ده نو بیا هندوستان ګټونکۍ سو.که کورنۍ او بهرنۍ رسنیو ته په ځیر وکتل سی په ډاګه معلومیږی چی هندوستان د خپل دوستانه او مرستندویه روش پربنسټ د فرد فرد افغان زړه خپل کړیدۍ همدا رنګه پاکستان په افغانستان کی د ډیرو وژنو او ورانیو پر بنسټ د فرد فرد افغان بدنیتی او دښمنی خپله کړیده . سوال دا دۍ چی اوس به افغان رهبری د پاکستان سره څه کوی؟

افغانان د لویو ځواکونو له برکته د تاریخ ترټولو په بد حالت کی واقع دۍ نو ځکه د پاکستان سره خبری او مدارا یو مجبوریت دۍ چی پربنسټ به یی راکړه ورکړه یا جوړه روغه د مجبوریت له مخی وی نه یو انتخاب.

دا هم واضح ده چی افغانستان د بهرنیو دسیسو په پایله کی اوس د جګړی نوی پړاو ته داخلیږی په دی معنی چی د داعیش جنایات د طالبانو تر مخالفت په مراتبو تباهکارانه دۍ د امریکا او پاکستان د ورستیو نظریاتو او هلو ځلو څخه داسی بریښی چی حتمی به یو نوی شکل د سولی په نامه رامنځ ته کیږی خو هیره دی نه وی چی پاکستان په هیڅ صورت د افغانستان سره حقیقی سوله نه غواړی اما داسی امکانات لټوی چی د طالب په نامه جګړه مهار او حتی پای ته ورسوی خو لوبه دوام لری نوی پروژه د داعیش په نامه د نوی جګړو او ورانیو او جنایتو پیغام د ځانه سره لرلای سی.

د ټوله مشکلاتو سره سره بیا هم افغان رهبری مجبوره ده د راحیل شریف سره چی د پاکستان حقیقی واکدار دۍ راسه درسه او ناسته پاسته وکړی او د سولی د بهیر د سرعت په هکله دوستانه خبری اتری وکړی خو حقیقی ناکامی هغه ده چی د فرد فرد افغان په زړه کی د پاکستان سره دښمنی شتون لری چی حکومتونه نسی کولای هغه ته تغیر ورکړی.

داسی فکر به اشتباه وی چی طالب او پاکستان دومره ابر ځواک وبلل سی چی اضافه تر یوه لسیزه د ناټو په وړاندی وجنګیدل، په هیڅ وجه ممکنه نده چی پاکستان په خپل توان او پانګه دومره لویه جګړه چی نړیوال رنګ یی خپل کړیدۍ مخ ته یوسی تاسو پوهیږی چی پاکستان خپل حیات د غربی لڅو او پټو مرستو په مټ مخ ته وړی حتی د هغه تروریستی هډو چی په پاکستان کی شتون لری او د افغانانو په وړاندی کارول کیږی یوازی د پاکستان په پانګه نه تمویلیږی او نه پاکستان دومره اقتصادی توانمندی لری.

افغانان باید تیرو څلورو لسیزو ته په لنډه کتنه پوه وی چی په نړۍ کی د افغانانو دوستان کوم او دښمنان کوم دي نړۍ لکه څنګه چی تکنالوژیکی انکشاف کړیدۍ بشری تفکر او درک هم تر هغه ډیر متکامل سویدۍ اوس یو عادی افغان پوهیدلۍ دی چی ددوی لپاره ستونځی څوک زیږوی. د نړۍ بی عدالتی هغه وخت روښانه سوه چی بدون له دی چی افغانستان د بل هیواد ګټو ته ګواښ پیښ کړۍ وی او یا یی مغرضانه کارونه کړی وی پوره نیمه پیړۍ په وینو کی رغړول سوۍ دۍ . یو وخت ناری سوری وهل کیدل چی هله کمونیزم دۍ دین په خطر کی دۍ اوس چی هغه ناورین نسته پوره شل کاله افغانستان د غرب په دام کی په وینو کی رغړی ددی څخه معلومیږی چی د کمونیزم ناری سوری یو تاکتیکی عمل او د افغانانو د ذهنی انحراف په منظور کارول کیدۍ.هغه وخت چی ویل کیده دین په خطر کی دۍ یو قران هم ندۍ سوځل سوۍ خو اوس د دین د ملاتړو په شتون کی هره اونۍ او میاشت د قران سوځل د مطبوعاتو سر لیکونه جوړوی.

یوازی به پاکستان هم ګرم نه ګڼو که د نړۍ سترو طاقتو په یقینی توګه د افغانستان د جګړی پای غوښتلای حتی پاکستان به مرستندوی وای که داسی فرض کړو چی پاکستان زموږ ګاوندی نه وای بیا به هم افغانستان د لویانو د د سیمه ایزو ګټو قربانی وای او که هر بل څوک زموږ په ګاونډ کی وای دا جګړه به مخ ته تلل دلیل هم دا چی دلته د لویو هیوادونو سیمه ایزه ګټی او یا ستونځی مطرح دی. د سړی جګړی ختم امریکا او متحدین ارضا نکړه امریکا اوس هم د شوروی په فورم کی روسیه د ځان او نړۍ لپاره ګواښ بولی له همدی کبله دۍ چی نن ورځ په منځنی ختیځ کی مشکوکی پوځی کړنی ترسره کیږی او د افغانستان موقعیت یو ځل بیا د دواړو ستر طاقتونو پام ځان ته اړولۍ دۍ .

د افغانانو هیله دا وه چی امریکا کومه جګړه په افغانستان کی پیل کړیده هغه پای ته ورسوی له بده مرغه نه یوازی هغسی ونه سول بلکه دوی یوازی خپل ځانته د جګړی ختم اعلان او افغانان یی د سیمی هیوادو په خوله کی ورواچوۍ چی تر اوسه په وینو کی رنګ دۍ او لا نهایت معلوم ندۍ اما دا څرګنده ده چی د داعیش په نوم په ننګرهار کی تحرکات له یوه اړخه او له بله طرفه د پاکستان ناڅاپی ټینګار د طالبانو سره پرسوله ، د نوی توطیو، دسیسو ، او جګړو بوی لرلای سی ګمان کیږی چی امریکا او پاکستان د افغانستان د جګړو په هکله پټه طرح جوړه کړی وی د راحیل سفر کابل ته او د امریکی د دفاع وزیر سفر ننګرهار ته د همدی لړۍ مقدمات ګڼل کیدلای سی. د طالب او روسیی په هکله ګنګوسی د همدی نوی دسیسو پیلامه ده