هلمند مجله

هلمند مجله د هلمند ولایت مقام مطبوعاتي دفتر یوه میاشتنۍ خپرونه ده، چي لومړۍ ګڼه يې په ۱۳۹۱ کال کي له چاپه راوتلې ده. په یاده مجله کي د هلمند ولایت امنیت او حکومتدارۍ په اړه معلومات تر سترګو کیږي، یاده مجله ټوله ډېر لوړ کاغذ په رنګه ډول چاپیږي او د مجلې وروستۍ برخه يې د هلمند ولایت بېلابېلو انځورنو ته ځانګړې سوې ده پر لومړۍ پښتۍ يې د بست کلا ښکلی انځور او تر لاندي يې د هلمند ولایت مقام عکس او د افغانستان نقشه په ابي رنګ راغلې ده.

هلمند یوه حکومتي مجله ده، چي ټول مطالب يې د دولت بېلابېلو اړخونو ته ځانګړي سوي دي ددې مجلې امتیاز د هلمند ولایت مقام مطبوعاتي دفتر دی، مسول چلوونکي يې د یاد دفتر همکاران دي د کتني په برخه کي نعمت الله زهیر او محمد اسماعیل سادات مسولیت لري. د دې مجلې خبريال او انځور اخيستونکی بصيرالحق عادل دی، چې د ورستيو شپږو ګڼو ټولې ليکنې ورته هم ښاغلي بصيرالحق عادل کړي دي، چې نومونه په وروسته په نوملړ کې روښانه سوي دي. دا مجله میاشتني ده او هر میاشت د زرو ټوکو په شمېر له چاپه راوځي. د یادي مجلې ټوله محتوا پښتو ده او د ځينو مطالبو عنوانونه يې په دې ډول دي:

۱ـ کجکي ولسوالۍ ته غځېدلی سړک

۲ـ د مطبوعاتو چټکتیا

۳ـ په هلمند کي سږ کال سلزره هکټاره غنم کرل سوي دي.

۴ـ لښکرګاه د سمسورتیا په لور

۵: ښه امنیت د برېښنا ظرفیت لوړوني کار ته زمینه برابره وي

۶: تنګي ګلابونه وروزئ ( ماشومان)

۷: په هلمند کي تفریح ځایونه ډېر سوي دي.

۸: ښځي! ته د هر کور ډيوه يې

هلمند جریده

هلمند جریده په هلمند کي ولایت لومړنۍ دولتي جریده ده، دا جریده په ۱۳۳۳ل. کال د لومړي ځل لپاره په هلمند ولایت کي له چاپه راووتله او په دې لړ کي یې نوم څو ځلي تغیر خوړلی دی لومړی ځل دا جریده د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کي د نیمروز په نامه چاپېدله، وروسته د سیستان او اوسنی نوم يې هلمند غوره سوی دی. دا جریده اوس هم هره اونۍ په منظم ډول ۲۵۰ دانو په شمېر له چاپه راوځي او ټولو دولتي ادارو مرکز کابل او نورو ډېرو ولایتونو ته لیږل کیږي. یاده جریده څلورو مخونه لري او په یوه پاڼه کي له چاپه راوځي په دې جریده کي د دولت اړوند سیاسي، اقتصادي، ټولنیز، امنیتي، سولي، کرني، روغتیايي او نور بېلابېلو دولتي تبلغاتي مطالب خپریږي ددې جرېدي بنسټګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست دی او اوسنی مسول چلوونکی يې ښاغلی محمد اکرم دی او کتنپلاوی يې د اطلاعاتو او کلتور رئیس علیشامظلومیار، عبدالقدوس، شاه محمد سلطاني، محمد هاشم او شفیع الله دي.

هیله جریده

ددې جریدې مسول چلوونکی د هلمند یو تکړه ژورنالیست صفت الله زاهدي دی، د یادي جریدې ډيری موضوعات ادبي او فرهنګي دي خو د ژوند نوري برخي هم پکښي رانغښتل سوي دي. یاده جریده تر دې دمه خپلواکه ده او لس ګڼي چاپ سوې ده او د چاپ ډيری لګښت يې د ښو ځوانانو ټولني له لوري ورکول کیږی، هیله جریده په هلمند کي ډېر لوستونکي لري.

پایله جریده

پایله جریده په هلمند کي د تکړه لیکوال او ژورنالیست ښاغلي رحیم خان شیدا په هڅو چاپیږي او تر څنګ يې ډېری نور لیکوال او شاعران ولاړ دی یاده جریده تر دې دمه دوې ګڼي چاپ سوي ده، د پایلي منځپانګه سیاسي، ادبی او فرهنګي رنګ لري.

کجکي جریده

کجکي جریده د تاند او نوي ځوان ښاغلي خلیل احمد خوشحال په هلو ځلو او هڅو چاپیږي د یادي جریدې ډېره زیاته برخه علم، ادب او فرهنګ ته ځانکړې ده او تر دې دمه دوې ګڼي چاپ سوې ده او د ښاغلي خوشحال په وینا دوی هڅه کوي، چي دا لړۍ د تل لپاره جاري وساتي.

سجستان جریده

سجستان یوه مهالنۍ جریده ده، چي شاعر او لیکوال عصمت الله همدرد په هڅو چاپیږي ددې، جریدې منځپانګه هم ادبی او فرهنګي رنګ لري او تر دې دمه یوه ګڼه چاپ او خپره سوې ده.

بست جریده

بست جریده د د لیکوال او ژورنالسټ احمدشاه پاڅون په مدیریت له چاپه راوځي، ددې جریدې امتیاز د ژورنالېست صالح محمد صالح دی او د کتني په برخه کي دلاور پردیس،غلام سخي نوریوال، صالح محمد صالح او احمدشاه پاڅون مسولیت لري. په پیل کي بست جریده میاشتنۍ وه، تر یوه کال وروسته پنځلس ورځنۍ سوه او د دوهم ځل لپاره بیا میاشتنۍ سوه، خو په دې وروستیو کي دمالي امکاناتو د نشتون له امله مهالنۍ سوې ده، یاد جریده د( ۵۰۰ ـ ۱۰۰۰ ) تېراژه چاپیږي او پر هلمند سربیره په کندهار، زابل او ارزګان کي د ولسونو او فرهنګپالو تر ګوتو رسیږي. بست جریده په پیل کي د ورځپاڼي په ډول په لوی کاغذ کي په څلور مخه کي چاپېدله، خو وروسته د مجلې غوندي په کتابي بڼه په اتو مخونو کي خپریږي، جریده توره او سپینه نشریږي او کله کله یې ځيني پاڼي رنګه هم وي. د یادي جریدې منځپانګه اسلامي، کلتوري، سیاسي، ادبي، تاریخي او معلوماتي ده.

د ځوانانو اخبار

د ځوانانو اخبار د هلمند ولایت د ځوانانو د اړیکو او معلوماتو د مرکز له لوري چاپیږي. یاد اخبار په میاشت کي يو ځلي له چاپه راوځي، ددې اخبار مسول چلوونکی د نوموړي ادارې مسول ښاغلی اجمل داوري دی د اخبار ډېره منځپانګه سیاسي او اقتصادي ده، خو تر څنګه يې ادبي، علمي او فرهنګي لیکني هم تر سترګو کيږي.