ږغیزي رسنۍ

په هلمند کي ږغیزي رسنۍ پوره څلور لسیزي تاریخ لري، چي په هلمند کي له چاپي رسنیو څخه ۲۸ کاله وروسته رامنځ ته سوي دي. د هلمند دولتي راډيو په ۱۳۶۱ ل ل. د سنبلې میاشتي پر نهمه خپل خپروني پیل کړې، د هغه وخت امکاناتو ته په کتلو سره ددې ښار په نږدې شا او خوا کي اورېدونکي درلودل(۱۹۶ ـ ۶)

همدغه لړۍ تر ۱۳۸۲ل ل. کاله پوري ډېره کمزورې وه حتی له نشتون سره مخ وه، مګر تر ۱۳۸۲ لیږدیز کال راوروسته یو ستر رسنیز انقلاب رامنځ ته سو په هلمند کي تر ۸ زیاتي سیمه ایزي ږغیزي رسنۍ فعالیت کوي او د سیمي په کچه ادبي، ټولینزي، سیاسي او فرهنګي خپروني وړاندي کوي.

په دې برخه کي به د هلمند ټولي فعاله ږغیزي رسني د فعالېدو د نېټې له مخي پر له پسې معرفي کړو.

هلمند راډیو

هلمند راډیو په هلمند کي لومړنۍ دولتي راډيو ده،چي په ۱۳۶۵ل.د سنبلې میاشتي پر نهمه نېټه، د ۱۹۸۶م. کال سره سمون خوري خپلي خپروني په ډېر ابتدايي ډول په یاد ولايت کي پیل کړې. د وخت د سیاسي او ټولینزو تحولاتو او بدلونونو سره یاده راډيو څو ځلي له منځه تللې او بیا – بيا رغول سوې ده. هلمند راډيو د پیل له نيټې بیا تر ډېره د مرکز کابل ځيني علمي، ادبي، فرهنګي، ټولنیزي او تفریحي خپروني خپرولې خو وروسته وروسته هلمندي ژورنالستانو او لیکوالو په خپلو مټو چلوله.(۶ – ۱۹۵مخ)

دا راډیو د هغه وخت له امکاناتو له مخي په ډېر کم واټن کي اورېدل کېدله،خو څنګه چي یوازينۍ راډیو وه اورېدونکي یې خورا زیات وه. هلمند راډيو د مجاهدینو او وروسته د طالبانو په وخت کي ډېر ابتدايي او بې کیفیته نشرات درلودل او د اورېدولو سيمه يې ډېره محدوده وه. د نوي نظام او دولت په راتګ سره د ژوند په هره برخه کي یو لړ تغیرات راغله او دې بدولون پر رسنیو هم اغیزه وکړه نن هلمند راډيو د پخوا په څېر نه ده او ښکلی او په زړه پوري علمي، ادبي او سیاسي خپروني لري. د نوي حکومت په راتګ سره د هلمند راډيو خپروني یوازي څو ساعته وې خو نن ۱۸ ساعته نشرات لري. هلمند راډیو اوس مهال ۲۵ بېلابېلي خپروني لري یاده راډيو د سهار له شپږوبجو د شپې تر دولسو بجو پوري مسلسل نشرات لري. هلمند راډيو اوس مهال د ولایت په کچه د ماشیني او تخنیکي وسایلو له مخي ښه سمبال ده، یاده راډيو یوه پایه د (ايف ایم) راډيو ټرانسمیټر چي دوه نیم کلیوواټه ظرفیت لري شپېته متره لوړ د ټلوېزون او راډیو انتن هم د هلمند راډيو ټلوېزون په اوسني مرکزي دفتر کي نصب او فعالیت کوي، چي اوس د هلمند راډيو فریکونسو(۹۵) او (۵ . ۸۷) ایف ایم په یوه وخت کي نشرات لري د نوي دستګاه نشرات يې شا او خوا اتیا کلیومتره هوايي پوښښ لري،چي د تر سره سوي سروې له مخي ګرمسیر،مارجې،نادعلی،ناوې،ګرشک،نوزاد،موسی کلا،سنګین، واشیر، او د کندهار د میوند،ژړۍ او غورک ولسواليو په ټولو سیمو کي هم اورېدل کیږي او هلته هم ډېر اورېدونکي لري.

هلمند راډيو تر پنځه ویشتو زیاتي سیاسي، خبري، زده کړیزي، ادبي، فرهنګي، معلوماتي او ټولنیزي خبروني لري لکه : (سکالو، زما د سيمې کيسې، غوره شاعر، پوهنه، رڼا، شپېلۍ، تاريخ پاڼه، رویبار، لومه، نړۍ، ژوند، روغتیا، رنګین خیالونه، ګلونه په پلو کي، هر ګړۍ خبر او داسي نور.) همدارنګه هلمند راډیو په ۱۳۹۰ل. کال د کب میاشتي په اتمه نېته د (AM) یا منځنۍ څپې شپږکیلوواټه دستګاه د وخت د چارواکو سره د بهرنیو د مرستي له مخي د هلمند راډيو ټلویزون په واک کي ورکړل سوه چي دنصب چاري يې د بولان په تخنیکي ودانۍ کي بشپړي سوي د یاد منځنۍ څپې د پرانستي لپاره د هلمند د وخت والي محمد ګلاب منګل، د اطلاعاتو او کلتور مرستیال غلام نبی فراهي او د افغانستان د ملي راډیو ـ ټلوېزون لوی رئیس زرین انځور راغلي وو، چي د هلمند د لیري پرتو ولسوالیو د پوښښ سربیره دنیمروز، کندهار او فراه ولایتونو زیاتي برخي هم ددې دستګاه تر پوښښ لاندي راغلې. هلمند راډيو خپل ځان ته ځانګړی ویبسایټ لري، چي په مرسته یې څلورویشت ساعته خبرونه، ادبي، سیاسي او دیني خپروني په ویډیويي ډول ور پورته کیږي او هره ورځ نوي کيږي. هلمند راډيو ډېری وخت د ځينو سیمیزو حکومتي چارواکو تر اغیزي لاندي وي او اکثره وخت طرف نیسي او د ځينو مضرو چارواکو په خوښه او خاطر د ولس ځيني رښتني ږغونه نه پورته کوي او د یوې آلې په حیث هم کارول کیږي، چي ددوي دا کړني وخت په وخت د ولس او مدني ټولني له نیوکو سره مخ سوي دي. هلمند راډيو اوس مهال ۲۵ خپروني لري، چي دلته به يې یو لړ خپروني په لنډ ډول معرفي کړو.

۱: زما د سيمې کيسې: دا خپرونه د ليکوال او شاعر بصيرالحق عادل له خوا جوړيږي چې دوې برخې لري، په لومړۍ برخه کې د هلمند په شمول د ټول هېواد د هر ولايت له اوسيدونکو سره مرکې کوي او د سيمې په کلتوري او دوديزو مسايلو خبرې کوي، دويمه برخه کې يې له تاريخ ليکونکو او د پوهنتون له استادانو سره د سيمې د تاريخ په اړه مرکې کوي.

۲: غوره شاعر: دا خپرونه هم د ښاغلي بصيرالحق عادل لخوا پر مخ وړل کيږي چې مخامخ سټوډيو سره د ټليفون له لارې شاعران اړيکې نيسي، په خپرونه کې د ټولو ګډون کوونکو شاعرانو پر شعونو کره کتنه کيږي د غوره شعر شاعر راتلونکې اونۍ ته مېلمه کيږي، د ژوند او هنر په اړه ترې د خپرونې کوربه او اوريدونکي پوښتنې کوي.

۳: د تاريخ پاڼه: په دې خپرونه کي دافغانستان پر سیاسي او فرهنګي تاریخ بحث او خبري کیږي او افغانستان په بېلابېلو تاریخي پړاونو کي په تاريخي ډول څېړي او د استادانو او لیکوالو له لوري تاریخي معلومات ورکول کیږي.

۴:پوهنه رڼا ده: ددې خپروني له نوم څخه ښکاري، چي دا خپرونه یوه علمي او ښوونیزه خپرونه ده په دې خپرونه کي د پوهي او علم پر ارزښت خبري کیږي او هڅه يې دا ده، چي ولسي خلک د پوهي په ګټه پوه کړي.

۵: ګلونه په پلو کي: دا خپرونه يو ادبي او فرهنګي خپرونه ده په یاده خپرونه کي لیکوال او شاعران راغوښتل کیږي او ددوی دقلم، شعر او شاعري په اړه ورسره بحث او خبري کیږي.

۶: د اولس ږغ: دا خپرونه تر ډېره اولسي ستونزو ته ځانګړې سوې ده په یاده خپرونه کي د ولس ستونزي د مرکې په بڼه راټولیږي او وروسته ورباندي بحث او خبري کیږي.

۷: سکالو: د یادي خپروني له نوم څخه معلومیږي، چي یوې ټاکلی موضوع ته ځانګړې کیږي او اورېدونکي پر ځانګړي موضوع خپل نظر ورکوي.

۷: روغتیا: روغتیا یوه صحي خپرونه ده په یاده خپرونه کي یو ډاکټر راغوښتل کیږي او پر یوې ځانګړې ناروغۍ بحث او خبري کوي او د مخنیوي په اړه يې علمي او روغتیايي مشورې وړاندي کوي.