د سرې مياشتې د رياست له مخې تېرېدم، ډېرې اړمنې ښځې د مرستو په انتظار ناستې وې، ورغلم، دوه سپين سرې نږدې سره ناستې وې، خپلو منځو کې يې خبرې کولې، له يوې مې پوښتنه وکړه، ويې ويل زوی مې عسکر و، په جګړه کې شهيد سو، بچيان او ماشومان يې بې سرپرسته سو، څوک يې پوښتنه نه کوي، دلته راغلې يم چې يو څه مرسته راته ورسيږي.

څنګ ته يې بله سپين سرې ښځه ناسته وه، مخکې له دې چې پوښتنه ترې وکړم، خپله يې وويل زوی مې په جګړه کې شهيد سو، ما ورته وويل زوی دې څنګه شهيد سو، ويل يې زوی مې طالبانو کې و خپل سر يې وبايله، هيڅوک نه سته چې بچيان يې وساتي، راغلې يم چې مرسته ورته ټوله کړم.

نږدې څلور لسيزو جګړو موږ ته همدغه ميراث راپرېښود چې افغانان خود په خوده د نور په اشاره جګړه کوي، خو زيان يې ټول موږ افغانانو ته رسيږي.

همدغه افغانان چې يو بل ته ګوته په ماشه دي، ميندې يې پر يوه ټغر بچو ته خيرات ټولوي.

د روس او افغانستان ترمنځ جګړه چې وسوه، دا يوه مقدسه جګړه او جهاد وو، همدغه جګړه کې امريکا خپلې موخې ولټولې، ځان يې تر يوه حده ورساوه، خپلو موخو ته د رسېدو لپاره يې زمينه برابره کړه، بېلابېلې لومې يې جوړې کړې، د روس په وړاندې يې اسامه بن الادن وجنګاوه، خو چې وخت بدل شو، همدغه اسامه يې خپل دښمن وباله، پر ضد يې ټوله نړۍ راوپاروله او بالاخره يې پاکستان کې وواژه.

يانې دلته دوست او دښمن نه دی مالوم، خپله افغانانو ته دلته ځينې وخت يو شمېر خلک دښمنان وي، همدغه دښمنان يې بل وخت دوستان وي، ښه مثال يې د مشرانو جرګې پلاوی دی چې ورغی ا و له روس څخه يې مرسته وغوښته، هغه روس چې درې لسيزې وړاندې موږ جګړه ورسره وکړه او په خپل هېواد کې مو مات کړل.

همدغه روس چې افغانان يې پر وړاندې وجنګېدل، اوس د مشرانو جرګې پلاوی ورغی او د مرستې غوښتنه يې ترې وکړه.

که بل پلو وګورو پاکستان امريکا ته په دې خاطر هډې ورکړې چې افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې جګړه وکړي، د دې جګړې تر شا هم د پاکستان ګټې خوندي وې، خو کله چې جګړه اوږده سوه، امريکا يې په وړاندې تر ډېره پاتې راغله، د سولې د خبرو اوازې پيل سوې نو پاکستان طالبان خپل دوستان بولي او په ډاګه يې استازيتوب کوي.

که وکتل سي په مجموع کې جګړه د افغانانو نه ده، بلکې د نړيوالو او د سيمې د هېوادونو ده خو افغانستان يې د خپلې جګړې ډګر ګرځولی، پر افغانانو لوبې او ازموينې روانې دي، له هر لوري افغانان په يوه او بل نوم وژل کيږي، که نن دوه افغانان يو بل ته ګوته په ماشه ناست دي د همدغه نړيوالو او يو شمېر ګاونډيو هېوادونو لوبه ده.

دغې جګړې ډېرې ميندې بورې کړې، ډېرې کونډې سوې، ماشومان بې پلاره سول، که طالب وژل کيږي او که عسکر ټول زيان يې موږ افغانانو ته رسيږي.

داسې تور سرې چې چايي پلو هم نه سو ليدلی خو نن په بازار کې د همدغې بدبختۍ له امله فقر کوي.

جګړه اخر تر کومه؟

د خدای ج په خاطر، د همدغه بور او کونډو ميندو په خاطر نوره جګړه بس کړئ، نور جنګ ودروئ، نورې وينې مه تويوئ؟