همدا ژوند دی څې تیریږي
چاته وکړم نن نارې

په خپل لاس ویشتلی مخ مې
خپله ژاړي بې ګیلې

چې مې وټاکله لاره
پکې جوړې شوې کیسې

هم اغزي لري هم کاڼي
پکې روان یم څو غرمې

سوچ مې اوس ورته روغ راغی
په ما وشوي څه کردې

دا دنیا څومره بدلیږي
په سهار هم په غرمې

جوړوو به ، لاره بله
هم رڼه وي په پردېدې

ټوله ډله یوه کتار کې
اوږد مزل یې شي نژدې

تر هغه سرحده لاړ شو
چې مطلب ګډ وي پکې

امرالدین سرحد
مسکو
۱۹- ۰۱- ۲۰۱۶