سلام مې ومنه له کلي یې لیکم

د زړه له کومې داپه خپله یې لیکم

د لته اوس ژمی دې ساړه راغلي

هسې یخني ده بوټي یخ وهلي

دلته اوس زښته ډیرې شوې کونډې

دا د یتیمو چاودیدلي شونډې

دکمیسه تڼۍ یې برګې ښکارې

یوه یې توره بله یې سپینه وایی

هامغه کلی چې په یاد کې دې وي

هغه تش شوی نه دي پاټې سړي

څه له بموولاندې خاورې شولو

پاتې په تیښته ووتل له کلیوو

هغه ښونځي کې چې تا لوست زده کړی

ټول ویجاړ شوی کنډواله جوړشوی

زښته ډیرشوي کړندي موټران

پکې نخرې کړي امریکه،جهادیان

اوس یې داګیرې لږڅه لنډې ښکاري

په تیلیفون کې وایې لنډ انګریزي

غټان یې څوحاضرباشان ګرځوي

داغریب خلک دوي سړي نه ګڼي

توپک په زور قوماندان زورچلوي

په ولسوال باندې حکومت چلوي

تریاک وچرس بولي یولوی تجارت

په دې دوي ویاړي بولي نوی حکمت

په دې هم ګټه هم سیاست رنګوي

په ولسوال باندې حکومت چلوي

کله چې غله قاچاقچیان کاندې خاني

دوي خو مدام هیواد کې کاندې وراني

ای دوطن خلکو پرې پوه شئ زرشئ

وروسته به وکړۍ په ژړا پښیما ني

امرالدین سرحد

مسکو

۲۵- ۰۱- ۲۰۱۶