«بالښت د زلفو می ســــــــــاتلی
د غیرتی سرباز د ســــر لاندی يې ږدمه»

ځوانان دې خدای روغ لري ځکه
چې دوطن ساتنه کړي ویاړ پرې کومه

خدایه دښمن مې په ګونډو کړه
دمینې یار ته مې پیغور نه قبلومه

مورې دعا راته کوه تل
نن مې په خوب کې دښمن دړې وړې کړونه

پرون مې لیک لیږلی یار ته
پکې مې ولیکل دمینې سلامونه

لږپه ژړا شوم بیا په صبر
ورته مې ولیکل ،که غواړې زه درځمه

دهر څه توان راکې پوره دی
له لوی ګدره به اوبه درخیژومه

ځواب یې راکړ داسې ووې:
مونږ لا ژوندي یووپه خپل هوډسنګرساتونه

په دې خبرو څومره ویاړم
دمینې یارمې په تینګ هود وطن ساتینه

خدایه ځوانان دې روغ رمټ وي
د مینې خښتو باندې جوړکړل سنګرونه

خدایه دا سوله دې ژر راشي
چې دجګړې په ځای کې وکرو ګلونه

امرالدین سرحد
مسکو
۲۷- ۰۱- ۲۰۱۶