دوطن حال ته دې ګوره چې نړیږی
زنکدن ته رسیدلئ ته لا نور هم منتظر یی
مسخرې دې دوطن په ارزښتونو جاری شوی
یوباتور ملت غرقیږی ته لانور هم منتظر یی
څوک د دین اوڅوک دقوم په نوم ګذارکا
دلته ګوره انسانیت په ختمیدو دئ ته لانور هم منتظریی
دپټی رشقه یی ټوله ده خوړلی
دا لا اوس هم مګه بولې ته لا نور هم منتظریی
یوازي غرونه خړې دشتې درته پاتې
نور یی ټول دی درنه وړی ته لا نور هم منتظریی
که پرون دې مجاهد؟طالب  ملا وه
نن داعش او القاعده را روان شوی ته لا نور هم منتظر یی

تور پنجاب سره عرب او عجم هم دلته راغلی

لوی غوبل یی روان دې وطن کې ته لا نورهم منتظریی
رخشانه او فرخنده یی په رڼا ورځ درته مړې کړې
دلیکلو پهلوانه څه درشوی چې لا نورهم منتظریی
چې په اوښکو دیتیم قاتل خندا کړی ته یی وینې
کومې ورځې ته ساتلی دې ده توره چې لا نورهم منتظریی
جګو غرونه دې اوبو پر ځای سرې وینی را بهیږی
هره دشته هدیره شوه ته لا نور هم منتظر یی
توره کرښه اوس راکاږی په وحدت کې د قومونو
ورکوی د افغان ننګ په دې وطن کې ته لا نورهم منتظریی
لوی وحشت یی اچولی غیرتی شملې شوی ټیټې
زه په چیغو چیغو ژاړم ته لا نور هم منتظر یی
هغوی خپل قاتل او غله ته اتل وای
تا کې ټول دملایکو  صفتونه ته لا نور هم منتظر یی
که دې ووژني سل ځلې ته بیا هم دوی ته ژوندئ یی
دومره لوی دې غضمتونه ته لا نور هم منتظر یی

که پرتا دی تهمتونه راته وایه پر چا نشته

په پاکۍ او صداقت کې یک تنها یی ته لا نورهم منتظریی
که زما خبره تاته دغریب ملا آذان وی
چې دکونډو یتیمانو ژړا اورې ته لا نور هم منتظر یی
هلته ګوره لوی واړه دې د خلاصون په تمه ناست دي
تر هډوکو  دظالم چاړه ده  ته تللی ته لا نور هم منتظر یی
در په یاد که مګر تا دوی ته قسم خوړلی نه وه
دا وعدې چېرې ولاړې انډیواله چې لا نورهم منتظر یی
نه پوهېږم ځان دې  کوم وخت ته ساتلی؟
تاریخی افغا نستان کې دې قیامت دی ته لا نور هم منتظر یی
دې لغړو او بر منډو زه او ته یوو پوره وړي
نو به کله پرې کوې داخپل پورونه چې لا نور هم منتظر یی
په فرمان خو سازمانونه نه ورکیږی بس مشران دې شهیدان دی
ارمانونه دې ژوندی دي  انډیواله ته لا نور هم منتظر یی
که دې سل کاله ژوندون خوبونه وینی رفیق جانه
دا مرګئ دې څنګه هېر دی چی لا نور هم منتظر یی
چې دې دوه کسان په یو لاره روان شی
د هییچا په پله پل نه ږدې ته لا نور هم منتظریی
نه په خپله حرکت کړی نه دبل حرکت ستایی
دکلونو مره وره ته لا نور هم منتظر یی
د خوښحال خبره بیا شوه درنه هېره چې په لوی دریاب کې ګرځه
په بیالو کې سرګردان یی دا څو کاله ته لانور هم منتظر یی
که دې دا ځلې بیا لوبه وبایلله د کاروان نه پاتې راغلې
تل محکوم به دتاریخ شې ته لا نور هم منتظر یی
خدای ته ګوره پورته کېږه ملا وټړه عمل ته سوال زاری درته کومه
سترګې د منګل په ژړا ستړی ته لا نور هم منتظریی