په زړه دردوونکي خواشینی خبرشوم چې دشمشاد دهسکې څوکي په څیرهسکه اوویاړلي شمله اودسپین غرپه څیردسپین،سپیڅلي نیت سپین ګوربت دخیبرد درنواوهیبتناکودرویوزړه ورزمری دشعراوآدب دځانګودهمیشه بهاراودنارنج دګلونوویاندبلبل دسازاواوازدښکلوبنډارونوځلانده څراغ اودلوی ننګرهارد ننګونوپه ټاټوبي کې رالوی شوی شاعر،ادیب اوفرهنګپال ژورنالیست ارواښاد محمدزبیرخاکساردنامرده اووحشي دوښمن په کرغیړنولاسونودسره رودپه ولسوالۍ کې پخپلوسرووینوکې ورغړیداودشهادت په سره توغ یې له خپل وطن اوخپلولوړوملي ارمانونوپه لاره کې خپله پښتني غیرتي ککری ځارکړه.
إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ

خدایږوله قلمه ویني ژاړي چې لادبهسودود غمجن ناتاراودتوریالیوشینوارودغیرتي ولس د درنو مشرانواومتدینومسلمانانودشهادت ویني وچي شوي نه وې چې زموږلوی اودعظمتونوډک ننګرهار دیوه خواږه اوژمن بچي په شهادت دویرپه ټغر کیناست دافغانانوپه تیره بیا دپښتنودویراوغم قافلي په لراوبر کې روانې دي اونامرده زبون اورذیل دوښمن دپښتنودجرګې مرکې دشعراوادب اوپوهي د میړونوسرونه په بې رحمۍ ریبي .

زه دشهید خاکسارصاحب دغمجنې کورنۍ ټولوغړو،خپلوانواودوستانوته اودلوی ننګرهارټولومشرانو،کشرانودشعراوادب درنوفرهنګپالواوادیبانوته دژورتسلیت هیله کوم

اروایې ښاده اودیادونوخاطرې اوډیوې یې تل ځلانده اوسه.

بسم الله اکبري هالینډ

۳۱/۱/۲۰۱۶