پورته کلی وران شو په جنګونوکې
خلک یې سره وران کړل لمسونوکې
چالپاره درومي وړاندې جنګ ومرګ
خلک کړیدلي په غمونوو کې
پورته کلی وران شوپه جنګونوکې

پورته شپږ ښونځي مواوس تړلي دي
پورته کاریزونه ټول وچ شوي دي
ځمکې سپیرې ورکې په ماینونو کې
پورته کلی وران شوپه جنګونو کې

ټاکو خپل استازی بیرته نه راځي
لاړشي په کابل کې شي خوندي خوندي
ژوند يې ښکلی بریښې«بیلډینګونو»کې
پورته کلی وران شو په جنګونو کې

دوه څلویښت هیواده مونږمنلي دي
ګډموجهادیان ورپسې راغلي دي
«بن»لاړه دوکه شو يه چالونو کې
پورته کلی وران شوبه جنګونو کې

ملک مو لړل شوی به فساد باندې
غله هم حق ترې وړی خپل په حساب باندې
ګران وطن ټبي دی په سرو وینوکې
پورته کلی وران شو به جنګونوکې

زښته ډیر مشران او اربابان لرو
لوړ له بودیجې نه جنرالان لرو
ډیر دي سلاکار به دفترونوکې
پورته کلی وران شو
په جنګونوکې

ډزې او ورانی خو هره ورځ ګورم
ډزبه فساد ګروورځ کې فرض بولم
ټول جنجال دی نغښتی فسادګروکې
پورته کلی وران شو به جنګونو کې
امرالدین سرحد
مسکو
۰۵/۰۲/۲۰۱۶