څېړونکی: پوهنيار نور احمد اېمل

بست راډیو

بست راډیو د ۲۰۰۸ز. کال د مارچ میاشتي په ۲۹ نېټه چي د ۱۳۸۷ ل ل کال د ثور میاشتي له ۱۵ نېتې سره برابره ده په رسمي ډول پرانستل سوې ده. دستګاه یې ۲۰۰۰ زره واټه ظرفیت لري او په (۸۹،۸ ایف ایم) څپو نشرات کوي، د هلمند شا او خوا ۱۳۰ کیلو مټره ساحه تر خپل پوښښ لاندي راولي او لاندي سیمي په خپل غیږ کي رانغاړي( مارجه،ګرشک، ناوه، نادعلي، نوزاد، واشېر، میوند، دلارام، سنګین، موسي کلا ځيني برخي، ګرمسیر او نور...)

ددغي راډيو بنسټګر اوعمومي مسول مدیر عبدالسلام زاهد، د بورډ رئیس یې احمدشاه پاڅون، د نشراتو مدیر يې دلاور پردیس، د بورډ مرستیال يې عبدالستار ستوری او د نشراتو مرستیال يې محمد انورحیدري دی.

د مسول مدیر په وینا نوموړې رسنۍ خپلواکه ده او شخصي پانګي او اعلاناتو پر مټ یې مالي چاري پر مخ بېول کیږي. نوموړی د بست راډیو موخه په هلمند کي د خلکو د عامه پوهاوي د کچي لوړول، د علمي او ښوونیز بهیر پیاوړتیا، ولسونو ته دا زمینه برابرول چي د بیان د ازادۍ په چوکاټ کي خپل ږغ پورته کړي او په سیاسي، ټولنیز، اقتصادي، فرهنګي او اسلامي برخه کي خلکو ته تازه او پروخت خبرونه او خپروني وړاندي کوي.

بست راديو شا او خوا ۱۹ رسمي همکاران لري، چي ځيني يې د لیسانس تر کچي زده کړي لري، خو د ژورنالیزم په ډګرۍ سمبال ویاندویان نه لري.بست راډیو په څلورویشت ساعته کښي اوه لس ساعته خپروني لري، ډېره برخه يې په پښتو ژبه ده، نوموړې راډيو تر ډېره دا خپل ملي دنده بللې، چي ملي ټرمینالوژي، اسلامي اصول، ملي قوانین او ملي ارزښتونه خوندي کړي. بست راډيو تر ډېره حده هڅه کړې، چي نوي او له نوښتونو سر مل خپروني جوړي کړي، چي زه يې څو بېلګي دلته راوړم، بست راډيو لومړنۍ راډیو وه، چي اورېدونکي يې نثر لیکلو اولوستلو ته را مات کړل او د راډيو له څپو څخه هغو ته وخت ورکول کېده، چي خپل نثر ولولي له همدې لاري زموږ ډېری هلمندي ځوانان تشویق او تر کلیو او بانډو پوري ځوانان نثر لیکلو او لوستلو ته وهڅېدل. بست راډیو په لومړي ځل د روژې په مبارکه میاشت کي د پېشلمي پر مهال یوه دیني او مذهبي خپرونه دود کړه، وروسته وروسته دې خپروني ډېر مينوال پیدا کړه او اوس مهال ډېری ږغیزي رسنۍ دې ته ورته خپروني په دې مبارکه میاشت کي چلوي. همدا رنګه بست راډيو یو بل ادبي او فرهنګي ګام د لومړي ځل لپاره واخست د هلمند څپانده سیند پرسلنۍ مشاعرې په ژوندۍ بڼه نشرولې او بست راډيو لومړۍ راډيو وه، چي د کرکیټ د ملي لوبډلي سیالۍ يې په ژوندي بڼه تر هلمندي ولسه رسولې، چي په دې ګام سره نومړې راډيو ډېره وستایل سوه.

بست راډيو بېلابېلي علمي، ادبي، فرهنګي، سیاسي، ټولنیزي او تفریحي خپروني لري، چي دلته به يې له ځینو خپرونو څخه لنډه ـ لنډه یادونه وکړو:

اول: لپه: یوه ادبي خپرونه ده، چي تر ډېره يې موخه د اورېدونکو پر اشعارو او لنډو ادبي ټوټو نقد او کره کتنه ده، دا خپرونه په اونۍ کي یو ځلي ماخستن مهال په ژوندۍ بڼه خپریږي، چي اورېدونکي په کي خپل شعرونه او نثرونه لولي او د خپروني د چلوونکو له لوري ورباندي نقد کیږي او ځوان او تنکي ځوانان شعر او نثر لیکلو ته هڅوي.

دوهمه: جادوګري شپېلۍ: په دغه خپرونه کي د پښتو ژبي د نوموتو او تکړه شاعرانو او لیکوالانو قوي شعرونه، لنډي کیسې او لنډي ادبي ټوتې ډکلومه او خپریږي نوموړې خپرونه په اونۍ کي پنځه شپې په ژوندۍ بڼه نشریږي.

دریمه: مازدیګری: دا خپرونه چي له نامه څخه يې ښکاري مازدیګر مهال په اونۍ کي څلور ځلي په ژوندۍ بڼه خپریږي، په نوموړې خپرونه کي اورېدونکي او د خپروني چلوونکي شعر، لنډۍ، متلونه او ټپيزي لولي.

څلورم: څراغ: یوه علمي خپرونه ده په اونۍ کي یو ځلي په ژوندۍ بڼه نشریږي او موضوع يې ښوونه، روزنه، زده کړه او د تدریس لاري چاري دي.

پنځم: دین او دنیا: دا یوه دیني او اسلامي خپرونه ده، په دغه خپرونه کي اورېدونکي دیني او مذهبي پوښتني کوي او د خپروني چلوونکی يې له دیني علماو سره شریکوي او وروسته ورته ځوابونه ویل کیږي.

شپږمه: قران اوسائنس: دا خپرونه هم اونیزه ده، په ثبتي بڼه خپریږي او په محتوا کي يې د قران، ننني سائنس او ټکنالوژۍ سره تړاو او د اسلام او قران په اړه حیرانونکي حقایق بیانیږی.

اومه: د بزګر ږغ: دا یوه کرنیزه خپرونه ده، په اونۍ کي یوځلي په ژوندۍ بڼه نشریږي اورېدونکي د خپلو کرنیزو ستونزو په اړه ورسره اړیکه نیسي او پر یوه ځانګړې موضوع د کرني پر لارو چارو، فني او تخنیکي لارښووني کیږي. او د اورېدونکو پوښتنو ته مناسب ځوابونه ویل کیږي.

اتمه:خاوره: دا یوه ملي او د هېواد سره د لا میني پیداکولو په موخه خپریږي، یاده خپرونه په ژوندۍ بڼه نشریږي په خلکو کي د ملي روحېاو ملي احساس ټکوېدل دي او په هر خپرونه کي یوه ځانګړې موضوع ټاکل کیږي او له اورېدونکو سره ورباندي بحث او خبري کیږي.

نهمه: کچکول: دا یوه علمي، ادبي او کلتوري خپرونه ده، چي په ژوندۍ بڼه اورېدونکو ته علمي او فرهنګي مطالب، راپورونه او ژوندۍ مرکې وړاندي کوی.

لسم: ورېښمین سالو: دا خپرونه په اونۍ کي یو ځلي په ثبتي ډول نشریږي او د خپروني محتوا او منځپانګه يې يوازي د ښځو ستونزو، د حل لاري چاري او په دې برخه کي عامه پوهاوي ته ځانګړې سوې ده.

یولسم: بشري حقوق او ټولنه: دا خپرونه د بشري حقوقو د خپلواک کمېسون په همکارۍ په اونۍ کي یو ځلي خپریږي او ځانګړې موخه يې د بشري حقوقو په اړه خلکو ته معلومات او خبرتیاوي دي.

دوولسم: فکري هڅه: دا خپرونه تر ډېره حده لغات پوهني ته ځانګړې سویده، په اونۍ کي دوه ځلي په ژوندۍ بنه خپریږي اود نشر ډول يې له اورېدونکو سره اړیکي دي، له اورېدونکو څخه د ځينو سوچه پښتو لغاتو پوښتنه کیږي، چي اورېدونکي ورسره بلد نه وي ور ښوول کیږي او وروسته د ویاند له لوري د ځينو څېزونو د نومونون پوښتنه کیږي، اورېدونکی به يې ځواب ورکوي.

دیارلسم: سوچ: یوه تشویقي او ښوونیزه خپرونه ده، په دې خپرونه کي له اورېدونکو په ځانګړې ډول له زده کوونکو څخه د ښوونځي د مضامینو پوښتني کیږي که چیري سم ځواب ورکړي د مبائیل کريډيټ کارت ورلیږل کیږي دا خپرونه هم په اونۍ کي یوځلي په ژوندۍ بڼه نشریږي.

څوارلسم: هیڅ مه ورته خاندئ: دا خپرونه یوه طنزیه او اصلاحي بڼه لري په اونۍ کي یو ځلي په ثبتي ډول نشريږي او موخه يې د ټولني ناخوالي او بې عدلتۍ په طنزیه ډول وړاندي کیږی.