مه مې ځوروه جګړې
نوره وینه نشته ده
سرې دي دوطن خاورې
کاڼی دی که پرښه ده

مه وژنه داخوارغریب
لاره ترینه ورکه ده
سوله ګڼي لوی حبیب
تا نه یې تل کرکه ده

اې جګړې ته څه کوې
داخورکۍ خو کونډه ده
ولې سوچ ته نه کوې
وږې او بربنډه ده

ګټې وړي توپکسالار
تاسره یې جوړه ده
ته یار یې دلوی کفار
دی لرې له اوره ده

ستا شاته پردي ولاړ
ستا څیره خو توره ده
زانګې دپردي په ټال
نه دې مړۍ سپوره ده

مونږه جګړه نه غواړو
دکلي مورکۍ بوره ده
په جګړې مونږه نه ویاړو
هیله زمونږه سوله ده

نه غواړو پردۍ غواګۍ
سپینه اوکه توره ده
ښه ده مونږته ګوډه خوسۍ
لنګه ده بی پوره ده

ورک دې شي پردی اربا ب
دا جرګه پرې ورانه ده
نشته کراري زمونږ
ځاله مو ویجاړه ده

مسکو
امرالدین سرحد
۱۵/۰۲ /-/۲۰۱۶