سمون راډيو:

سمون راډيو په ۲۰۰۶ کال د مارچ میاشتي په ۱۴ نېټه خپل علمي، فرهنګي او ټولنیز فعالیت په هلمند ولایت کي پیل کړ، سمون راډيو پر ۸۸،۸ ايف ايم څپو باندي د هلمند ډيری ولسوالۍ تر خپل پوښښ لاندي ساتلي. د نوموړي راډيو بنسټګر او عمومي مسول محمد سلیم زمریالی، د نشراتو مدیريې صالح محمد وحدت دي او تر څنګ ورسره سمیع الله سیرت، حیات الله ساحل، نظرمحمد کلتور، مزمل شکري، دعوت او حمیدالله ممتاز په نورو خپرنیزو چارو کي همکاران دي. ښاغلي زمریالي په وینا ټولي شل خپروني لري، چي پنځلس يې په ژوندۍ بڼه او پنځه يې په ثبتي ډول خپريږي. د سمون راډيو د مسولینو په وینا د نوموړي راډيو یوازنۍ موخه هلمندي ولس ته په پوهنیز او فرهنګي بهیر کي خدمت او تر ډېره هڅه سوې، چي د ولسي وګړو د عامه پوهاوي کچه لوړه وساتي او د کلتور، علم او ادب په برخه کي چوپړ خپله دنده بللې او د پردي فرهنګ د مخنیوي په موخه يې ډېري دودیزي خپروني چمتو او وړاندي کړیدی. همدارنګه يې اسلامي اساساتو او اصولو ته ډېر پاملرنه کړیدی او ډېری خپروني يې د اسلامي محتوا څخه ډکي دي.

سمون راډيو یو لړ فرهنګي، ادبي، ټولنیزي او سیاسي خپروني لري، چي د یو شمېر خپرونه لنډه ـ لنډه یادونه دلته اړینه ده:

اول: د میني ټال: د میني ټال په هلمند ولایت کي لومړۍ ادبي او فرهنګي خپرونه وه، چي په دې خپرونه کي لیکوالانو او شاعرانو د یوې مشاعرې په بڼه خپل شعرونه او ادبي لنډي ټوټې لوستلې او له دې لاري د هلمند په ډېرو لیري پرتو سیمو کي ډېری ځوانانو له شعر او نثر سره مینه پیدا سوه او ددوی په وینا ددې خپروني له امله نننی ادبي بهیر رامنځ ته سو او له لیري ـ لیري ولسوالیو او کلیو او بانډو څخه ځوانان د شعر ویلو لپاره مرکز لښکر ګاه ته راتله او په هلمند ادبی بهیر کي به يې شعرونه لوستل او د راډيو له لاري به خپرېدل. دا خپرونه اونیزه وه او په اونۍ کي یوازي یو ځلي د جمعې په شپه اته بجې خپرېدله.

دوهم: د انګلیسي ژبي زده کړه: په دې خپرونه کي د انګلسي ژبي له اکتيو څخه تر اډوانسه پوري یوه لړیزه خپرونه وه، دا خپرونه د لومړي ځل لپاره سمون راډیو په لاره اچولې وه او وروسته وروسته نورو سیمیزو راډیوګانو هم دا لړۍ جاري وساتله دا خپرونه پرته له جمعې ورځي نور هره ورځ سهار ۷ بجې د یوه ساعت لپاره خپرېدل د خپروني بڼه يې د انګلیسي ژبي کتاب لوستنه، د لغاتونو ژباړه، تلفظ او ګرامر ښوونه وه.

دریمه: بله ډېوه: دا خپرونه د ښځو ستونزو او ځینو نورو روزنیزو برخو ته ځانګړې وه، په دې خپرونه کي له ښځو سره نیغي خبري کېدې او ددوی د ستونزو په اړه ورته لازمي مشورې او حل لاري ښودل کېدی همدا رنګه په دې خپرونه کي ځيني ښوونیز او روزنیز پیغامونه خپرېدل او د ماشوم روزني ته يې هم ځانګړې برخه ټاکلې وه، دا خپرونه په اونۍ کی یوځلي د جمعې په شپه اته بجې د یوه ساعت لپاره خپرېدل.

څلورم: پېژندني: دا یوه ادبي، فرهنګي او تاریخي معلوماتي خپرونه ده، چي په اونۍ کي درې ځلي سهار لس بجې د یوه ساعت لپاره خپريږی په دې خپرونه کي اورېدونکو ته د پښتو ژبي مشهور لیکوالان او شاعران ور پېژندل کیږي او ددوی د کلام نوموتي بېلګي لوستل کیږی.

پنځم: رنګیني ډالۍ: دا خپرونه یو فلکلوریکه بڼه لري یوازي ولسي ادبي نظمونه (ټپې او کاکړۍ) د خپروني د چلوونکو او اورېدونکو له لوري پکي لوستل کيږي او له دې لاري ډیری ولسي خلک د خپلي سیمي کاکړۍ او ټپې له خپروني سره شریکوي او ډېر نوي څه له دې لاري تر لاسه کیږي.

شپږمه: هلمند ږغ: دا خپرونه سیاسي بڼه لري په دې خپرونه کي د ولسونو ستونزي راټولیږي او وروسته د اړوندي ادارې له چارواکو سره شریکیږي اود نوموړي خپروني له لوري نشر ته سپارل کیږي.

اوم: للمه: دا یوه کرنیزه خپرونه ده بپه دې خپرونه کي د کرني او زراعت په اړه مهم او اړین موضوعات ټاکل کیږي او د هغوی په اړه هر اړخیز معلومات ورکول کیږي.

اتم: روغتیا: دا یوه روغتیايي خپرونه ده، په دې خپرونه کي د اورېدونکو روغتیايی ستونزي او ناروغۍ راټولیږي او د روغتیا پوهانو سره شریکیږي او ددوی له لوري ورته مناسبی علمي حل لاري او مشورې ورکول کیږی.

نور په بله برخه کي. . .