څېړونکی: پوهنيار نور احمد اېمل

مسکا راډیو

مسکا راډيو: مسکا راډيو تر ډېره حده د ښځو عامه پوهاوي، د بیان ازادي ، د ښځو د ستونزو راسپړل او هغوی ته د حل لاري چاري موندلو ته ځانګړې سویده. د نوموړې راډيو بنسټ او اساس میرویس پاڅون ايښی. مسکار راډیو په ۲۰۰۷ کال د مارچ میاشتي په ۱۹ په رسمي ډول پرانستل سوه د نوموړي راډيو مسوله مدیره اغلې خاطره نوري او ورسره همکارني ماریا احمدي، صبا بصري، نسرین احمدي او نسیمه دي. یاده راډیو ۶۰۰ واټه ظرفیت لري او د نشراتو څپه يې ۹۳،۲ ده. نوموړې رسنۍ ۱۲ ساعته نشرات لري او د هلمند ولایت ګرشک، ناوه، نادعلی، واشېر، مارجه، ګرمسیر او خانشین ولسوالۍ تر خپل پوښښ لاندي لري. د ټاور جګوالی يې ۶۵ متره دی او د جواز او غړيتوب نمبر(۲۰۵) دی مسکا په هلمند کي یوازنۍ راډیو ده، چي میرمنو ته ځانګړې او ټولي کارکوونکی يې ښځینه دي.

مسکا راډیو په خپله غیږ کي لاندي خبروني لري: مور او ماشوم، سلام او پيغام، ګلبڼ، د رباب نغمې، آشپزي، د بشر حقوق، خبري سرویس.ژوند او میرمن، ادبي خبرونه او نور...

لومړۍ: مور او ماشوم: دا خپرونه، چي له نامه څخه يې معلوميږي د مور او ماشوم ستونزو ته ځانګړې ده، په دې خپرونه کي د مور او ماشوم پر ژوند، د هغوی پر مشکلاتو باندی بحث او خبري کیږي او تر ډېره حده پوهنیزه او روزنیزه بڼه لري.

دویم: بشري حقوق: دا خپرونه تر ډېره د ناوړو دودونو د له منځه وړلو لپاره ځانګړې سویده، په دې

خپرونه کي د ښځو ستونزي راسپړل، کورنۍ تاوتریخوالی، په بدو او کوچینوالي کي د ښځو ورکول په دې اړه بحث او د حل لاري چاري وړاندي کيږي.

دریم: آدبي خپرونه: ددې خپروني محتوا هم تر ډېره د ښځو لپاره ځانګړې ده، په دې خپرونه کي له بېلابېلو شخصیتونو سره د علم او ادب په برخه کي مرکې او بحثونه کیږي او لویه موخه يې د ښځو د ذهنونو مثبت روزل دي.

څلورم: ژوند او میرمن: دا خپرونه هم علمي، فرهنګي او سیاسي اړخ لري په دې خپرونه کي د هېواد او سیمي د مشهور او نومیالیو ښځو ژوند او هڅي او تر څنګ يې د عامه میرمنو د لاسته راوړونو، مهارتونو او نور دې ته ورته مسائیلو باندی بحث او د بېلابېلو خلکو نظرونه اخستل کیږي.

پنځم: معلوماتي خپرونه: په یاده خپرونه کي بېلابېلي برخي سته چي له مخي يې په انساني او تر ډېره په ښځینه ژوند پوري اړوند راز راز معلومات را غونډيږي، دا خپرونه د سوال او ځواب په بڼه نشریږي او میرمني او ددوی د ژوند د ښه والي لپاره معلومات وړاندي کوي.

شپږم: دیني خپرونه: :په دې خپرونه کي د میرمنولپاره دیني معلومات وړاندې کیږيلومړی یوه موضوع ټاکل کیږي او بیا په دې اړه حدیثونه او د بیلابیلو کتابونو څخه دیني معلومات راټوليږي او وړاندې کیږي.

اوم: اشپزي: په دې خپرونه کي د پخلي په اړه معلومات، د پخولو طریقه او د بیلابیلو خوراکي توکو په اړه معلومات ورکول کیږي او په هلمند کي دا خپرونه ډېر اورېدونکي لري.

اتم: روغتیايي: دې خپرونه کې د میرمنو لپاره روغتیایي مشورې او د ناروغیو لاملونه او د تداوی لاري چاري ویل کیږي او په دې برخه کي د یو صحي ډاکتر سره مرکه هم کیږي او د اړوندي او ټاکلي موضوع په اړه ورسره مرکه کیږي.