ږغ راډیو

ږغ راډيو یوه خپلواکه، فرهنګي، ادبي او ټولینزه رسني ده، چي په هلمند ولایت کي يې په ۱۳۹۳ل. کال د جدي پر ۱۵ نېټه په رسمي ډول خپل خپرونيزفعالیت پیل کړ. د ږغ راډيو موسس او بنسټګر محمد کریم اتل دی، د راډيو عمومي مسول مدیر محمد ظاهر کاکړ او د نشراتو مسولیت یې د زلمي افغان پر غاړه دی په دې رسنۍ کي د ولایت په کچه تکړه ژورنالستان او لیکوال دنده لري او د خپرونو پیل يې ښه دی او په لنډ وخت کي يې ډېر ولسي خلک خپل لوري ته رامات کړي دي. نوموړې ږغیزه رسنۍ په (۹۱ ایف ایم) څپه خپریږي، د هلمند ټولي ۱۴ ولسوالۍ او د کندهار د دوه ولسوالیو میوند او ارغنداب ځيني سیمي تر خپل پوښښ لاندي راولي. د یادي رسنۍ د مسولینو په وینا دوی هڅه کوي، چي ولسونو ته ددوی د غوښتنو او اړتیاو له مخي خپروني وړاندي کړي او خپل فرهنګ، ژبه او ملي ارزښتونو خوندي او ددې رسنۍ له لوري يې نور هم درنښت او د ساتلو هڅي وکړي، که څه هم یاده رسنۍ ډېره نوې ده خو اوس مهال تر لسو زیاتي دیني، فرهنګي، سیاسي، ټولینزي او تفریخي خپروني لري، چي د ځينو خپرونه یادونه يې دلته په لنډ ډول کوم.

لومړی: سهارنۍ وړانګي: دا خپرونه په اونۍ کي شپږورځي خپریږي په یاده خپرونه کي یوه ټولینزه موضوع غوره کیږي او پر هغې باندي د خپروني چلوونکي او اورېدونکي د ټلیفون په واسطه بحث او خبري کوي، چي اوس مهال دا خبرونه ډېر زیات اورېدونکي لري او د ټولني د سمون او ټولنیزو سلا مشورو په برخه کي ډېره اغیزمنه تمامه سوې ده.

دوهمه: د غزل شپه: د غزل شپه خپرونه چي له نوم څخه يې ښکاري یوه ادبی او فرهنګي خپرونه ده په

یاده خپرونه کي د پښتو ژبي د تکړه شاعرانو شعرونه او ازاد نظمونه غوره کیږي او دیکلومې په ډول د اورېدونکو تر غوږونو رسیږي همداسي په بله برخه کي يې د لیکوالو ادبي او فرهنکي اثار معرفي کيږي او اورېدونکي د ټليفون په وسیله خپل نظر ورسره شریکوي او دا خپرونه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

دریمه: زموږ بازار: دا خپرونه په اونۍ کي يو ځلي په ثبتي بڼه خپریږي، یاده خپرونه چي له نوم څخه يې ښکاري یوه سوداګریزه خپرونه ده په دې خپرونه کي د افغانستان،سیمي او نړۍ اقتصادي مسایل او پر نورو بېلابېلو اقتصادي علمي مطالب بحث او خبري کيږي یاده خپرونه د مرکې برخه هم لري پر ټاکلې اقتصادي موضوع باندي بحث او خبري کوي.

څلورم:روانشناسي: د روانشناسۍ خپرونه د هلمند پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځی د روانپوهني استاد عبدالمناف فردین پر مخ بیايي په یاده خبرونه کي د ټولني پر رواني حالاتو په علمي ډول خبري کیږي او د هري خپروني لپاره ځانګړې موضوع ټاکل کیږي خپرونه په اونۍ کي دوه ځلي په ژوندۍ بڼه خپریږي او اورېدونکي خپل ستونزي د خپروني له چلوونکي سره شریکوي اود خپروني په لړ کي دوی ته سالمي او علمي مشورې ورکول کیږي یاده خپرونه ډېر زیات اورېدونکي لري او اغیزه يې تر دې دمه په هلمند کي زښته زیاته ده.

پنځمه: پلټنه: دا خپرونه په اونۍ کي یو ځلي خپریږي، د خپروني محتوا تر ډېره حده د ولسي وګړو ږغ او ستونزي دي، ولسي وګړي خپلي ستونزي د راډيو له دې خپروني سره شریکوي او پر مختفلو دولتي ادارو نیوکه او له دوی څخه شکایت کوي او وروسته ویاند د اړوندي اداري مشر، مرستیال یا يې بل بامسولیته کس راغواړي او د ولسي خلکو ستونزي ورسره شریکوي او هغوی ورته ځواب وايي.

شپږم: زموږ نړۍ: دا خپرونه یوه معلوماتي خپرونه ده په نړۍ کي د هر ډول ټکنالوژیکي پرمختګ او بدلون په اړه معلومات وړاندي کیږي دا خپرونه په اونۍ کي یو ځلی نشریږي.

اوم:حاصل:حاصل یوه کرنیزه خپرونه ده، چي په اونۍ کي دوه ځلی خپریږي په یاده خپرونه کي پر کرنیزو محصولاتو، کر کېلی او نورو برخو باندي علمي بحث او خبري کيږي او د بزګرو لپاره يوه له لارښووني ډکه خپرونه ده.

اتم: زده کړه: زده کړه یو ښوونیزه خپرونه ده، په اونۍ کي دوه ځلی نشریږي په یاده خپرونه کي زده کړیز مسایل، د هلمند په کچه تکړه ښوونکي او زده کوونکي معرفي کیږي.

نهم: د اونۍ پای: دا خپرونه سیاسي رنګ لري، د هري اونۍ په پای کي یو ځلی نشریږي په یاده خپرونه کي د افغانستان، سیمي او نړۍ سیاسي وضعیت، تغیرات او تحولات خبریږي.

لسم: درملنه: درملنه یوه روغتیايي خپرونه ده، هر جمعه په اونۍ کي یو ځلی خپریږي، په یاده خپرونه کي یوه روغتیايي موضوع ټاکل کیږي او خپروني ته یو طبي ډاکټر راغوښتل کیږي او د اړوندي ناروغۍ په اړه ورسره مرکه کیږي.

یولسم: کار: دا خپرونه په اونۍ کي یو ځلي د جمعې په ورځ نشریږي په یاده خپرونه کي د یوه کاسب پر ژوند او د ژوند پر کړو وړو خبري کیږي ویاند د کاسب د کار ځای ته ورځي او دده دکسب په اړه ورسره په عادي ډول خبري او مجلس کوي او کاسب د خپل کار او کسب په اړه معلومات ورکوي.

دولسم: د لوبو میدان: دا یوه سپورټي خپرونه ده په اونۍ کي يو ځلی خپریږي، د بېلابېلو لوبو په اړه معلومات وړاندي کیږي. په دې خپرونه کي یوه برخه هلمندی ورزشکارانو ته ځانګړې ده ددوی مهارت او تکړه توب په نظر کي نیول کیږي او وروسته مرسته ورسره کوي، چي ددې خپروني له مخي ډيری تاندځوانان سپورټ ته هڅول سوي دي.

دیارلسم:ځانګړې مرکه: ددې خپروني له نوم څخه ښکاري، چي د مرکې او مصاحبې په بڼه خپریږي د اونۍ د تودې سیاسي، فرهنګي، ټولینزي او اقتصادي موضوع په اړه لیکوال، استادان او سیاسیون را غواړي او پر اړوند موضوع ورسره بحث او خبري کوی.

څلورلسم: د پخلی: دا خپرونه پخلي ته ځانګړې ده په اونۍ کي یو ځلې د جمعې په ورځ نشریږي په یاده خپرونه کي هر اونۍ یو ډول خواړه ټاکل کیږي لومړی خواړه په روغتیايي لحاظ معرفي کیږي او وروسته د تکړه اشپز له خوا پخیږي او اورېدوکي يې د پخولو طریقه د راډیو له لاري ښه او په اسانه توګه زده کولی سي.

پنځه لس: سپېڅلې لار: دا یوه دیني او اسلامي خپرونه ده، چي په اونۍ کي يو ځلی د جمعې مبارکي په ورخ خپريږي په یاده خپرونه کي د اورېدونکو ديني پوښتنو ته ځوابونه ورکول کیږي.

شپږلسم: ناول: دا یوه ادبي خپرونه ده، په اونۍ کي یوځلي د جمعې په شپه خپریږي په یاده خپرونه کي یو ناول غوره کیږي او د ویاند له لوري په هنري او ښکلی ډول لوستل کیږي.

نور په بله برخه کې. . .