په هیواد کی د نوی پراختیاو په درشل کی په ورستیو کی د چین هیواد د ډیرو لویو همکاریو او مرستو په خاصه توګه په پوځی برخو کی ژمنه وکړه . یقینا دا مطلب د افغانستان په تاریخ کی یو نوی فصل او باب دۍ چی په حقه د شک او تردید په دایره کی تر څیړنی لاندی نیول کیدای سی.

دا سمه ده چی په تیر کال کی چین پسله امریکا او روسیی څخه په نړۍ کی دریم هیواد ؤ چی ترټولو ډیری اسلحی یی نړیوال بازار ته وړاندی کړی او پر همدی استناد کیدای سی افغان سیاسی او پوځی کړی هیله مند سویدی که څه هم دا موضوع دومره هم باید په سادګی ارزیابی نسی. ولس ته هم په حقه سوال پیدا کیږی چی تر ننه ولی چین دا ډول ژمنی نه وی کړی ؟ اوس چی چین د افغانستان د سولی د بهیر د څلور اړخیزه خبرو یو مهم غړۍ سو نو چین و پتیله چی زموږ سره د پام وړ مرستی او هغه هم په پوځی برخه کی اعلان کړی دا په داسی حال کی چی د چین هیواد د پاکستان سره د پخوا څخه د یو مهم پارتنر په حیث پراخی اړیکی لری او پاکستان نه غواړی افغانستان لکه چی لازمه ده اکمال او تجهیز کړل سی.

که د افغانستان د پوځ د اکمال تاریخ ته ځغلنده نظر وسی نو د ورایه لیدل کیږی چی افغان پوځ تر ډیره د روسی سلاح سره کامله اشنایی لری او د یوی لسیزی را پدیخوا امریکا هم هڅه کریده د افغانستان د پوځ اتکا پر روسی اسلحو کمه سی همدا دلیل دۍ چی اوس یو مقدار امریکایی اسلحی د افغانستان په امنیتی څانګو کی پکار لویدلی دی ترڅو په کراره کراره افغان پوځی تړاو د روسیی سره کم سی . سوال دلته دۍ پداسی حال کی چی امریکا هڅه کوی د افغان پوځ اتکا پر روسیه کمه سی بیا سنګه منلای سی چی دا اتکا پر چین پیاوړی سی؟ چین د امریکا د متحدینو له جملی ندۍ او حتی په ځنی نړیوالو ستونځو کی یو د بل پر خلاف دریځونه لری نو څنګه ممکنه ده چی اوس دی چین ته په افغانستان کی طلایی دروازه پرانیزی؟ له بله اړخه داسی ارزونه هم دقیقه ده چی هیڅ بل اقتصادی طاقت نسی کولای د امریکا تشه په افغانستان کی ډکه کړی.

نور داسی دلایل هم سته چی د چین اوسنی دریځ ته د افغانستان په وړاندی باید د شک په هنداره کی وکتل سی . د پامه نسی غورځیدلای چی کیدای سی د سولی د بهیر د پیاوړتیا په موځه چین د یو خبرداری په توګه په پوځی برخو کی د افغان حکومت سره ژمنی کړی وی ترڅه اړوند اړخونه د سولی قاطعیت ته متیقین کړی.خو په مجموع کی ممکنه نده چی امریکا تر خپل ټولو پانګونو او ضایعاتو تیر سی او په ډیره سادګی افغانستان و رقیبو اړخونو ته وسپاری. او که امریکا داسی محاسبه کړی وی چی د چین د پانګو څخه په افغانستان کی ګټه پورته کړی نو دا به هم ډیره اسانه مطلب نه وی .

له بله اړخه داسی روښانه بیلګی نه تر سترګو کیږی چی چین دی په نړۍ کی ځنی هیوادونه په خاصه توګه اکمال کړی وی که همدا نیژدی پاکستان ته وګوره چی د چین سره ډیری پراخی اړیکی لری داسی الوتکی یا نور پوځی تجهیزات یی پاکستان ته ندی ورکړی چی د امریکایی پوځی مرستو ځای ډک کړی. اما دا خبره په دی معنی نده چی چین نسی کولای یو هیواد مکمل اکمال کړی شاید ظرفیت شتون ولری اما متصور نده چی امریکا دی تلفات ورکړی وی او تل سل ملیارډه زیاته پانګونه دی کړی وی خو په ډیره اسانی سیمه چین ته پریږدی.

بعیده نده چی دا ژمنی هم د نورو هیوادونو د ګرمو او غوړو وعدو په محدوده کی پاتی سی چی تر اوسه یی د عمل جامی ندی په تن کړی خو افغان اړخ د خپلو مجبوریتونو پر بنسټ اړ دی د هرچا غوړو ژمنو ته په قدر وګوری . هغه نقدی مرسته چی د چین د قدرمن درستیزوال له اړخه اعلان سوه د دی وړ نده چی لوی انتظار دی ایجاد کړی هند او حتی پاکستان تر هغه په مراتبو ډیر مرستی کړیدی.

که د چین ښکیلتیا په افغانستان کی له بلی زوایی څخه وڅیړل سی ویل کیدای سی چی د افغانستان زخم په ناسور د بدلیدو په حال کی دۍ چی سیمی ته سرایت کوی او افغانستان یو ځل بیا د نوی نیابتی جګړو د ښکاریدو په درشل کی دۍ ځکه د داعیش موضوع چین او روسیه دواړه د پامه نسی غورځولای او هغه ته د غربی دسیسی یا پروژی په سترګه ګوری نو ځکه یو مخ بی تفاوته نسی پاته کیدلای . د پام وړ خبره خو داده چی امریکایی منابع روان عیسوی کال د افغان حکومت د پاشل کیدو کال بللی خو چین غواړی دومره بی ثباته او کمزوری حکومت سره دومره لویی معاملی تر سره کړی په هر صورت حالات په ځیر د څارلو وړ او انکشافات باید هر اړخیزه وڅیړل سی . (د شپی چنجی څراغ نه دی).