په اوسني وخت کې پښتو ژبه کې ډېر ښه ښه ليکوال سته، د مرکز کابل ترڅنګ په بېلابېلو ولايتونو کې په ادبي، فرهنګي سياسي او نورو کارونو بوخت دي.

په تېره يوه نيمه لسيزه کې تر ډېره هېواد کې هغه خواره واره ليکوال او فرهنګپال هم راټول سول چې په ګاونډيو او بهرنيو هېوادونو کې يې د مهاجرت شپې ترسره کولې، دلته ورته د ليکوالۍ زمينه برابره سوه. د فرهنګي او ادبي ليکنو ترڅنګ يې په نورو برخو کې هم کار وکړ، اوسني نسل او ځوانانو وپېژندل.

د پخواني ولسمشر ښاغلي کرزي حکومت چې په ختمېدو سو نو يو شمېر کابل ميشتو ليکوالو ته يې مډالونه ورکړل او دوی يې وستايل، په ستايل سويو ليکوالو کې تر ډېره مشران ليکوال وو، هغه ليکوال چې ستاينې ته هيڅ اړتيا نه لري.

زموږ په ټولنه کې چې د دولت له لوري ليکوالو ته هيڅ پاملرنه نه کېږي، حتی هنر يې وژل کېږي، په ډاډه زړه ليکوالي هم نه سي کولی، د ليکوال ستايل، هڅول او تشويقول پر ځای کار بولم او په دې سره به ليکوالان نور جرأت هم پيدا کړي او خپل کار ته به دوام ورکړي.

ليکوالان چې څومره ډېرېږي هومره خوشالېږم. د هيڅ ليکوال سره تعصب نه لرم، هر څوک خپل قلم، خپل فکر او خپله موخه لري، خو په ټوله کې يوه ګيله لرم، داسې ګيله چې هم يې په کابل کې له يو شمېر بنسټونو او ټولنو لرم او هم يې له دولت لرم.

موږ او تاسو وينو د هېواد په کچه چې کوم ليکوال ستايل کېږي يوازې هغه ليکوال او خلک ستايل کېږي چې کابل کې وي، ښه دنده ولري، له دولتي چارواکو سره يې اړيکې ښې وي، په مادي لحاظ يو څوک تمه ترې ولري.

په تېرو څو کلونو کې داسې ډېری غونډې جوړې سوې، ټولنو يو شمېر خلک وستايل، خو داسې خلک چې کابل ميشتي وو، زه دا نه وايم چې کابل کې کوم د کار خلک ژوند کوي هغوی دې نه ستايل کېږي خو هدف مې دا دی چې ټول پام يوازې کابليانو ته اوښتی دی.

تېر ولسمشر حامدکرزي چې ليکوالو ته مډالونه ورکول، هغه هم ټول کابل ميشتي ليکوال وو، ښه ښه عالمان هم پکې وو، خو لکه مخکې چې ما وويل، دغو عالمانو مډالونو ته اړتيا نه لرله، بايد ځوانان ستايل سوي وای، چې دوی نوره انرژي پيدا کړي وای او خپل کار ته يې دوام ورکړی وای.

په تېره اونۍ کې ولسمشر محمد اشرف غني هم يو شمېر هغه ليکوالو ته چې يا کابل کې اوسي او يا هم دغلته ښې دندې ولري مډالونه ورکړل، زه د دې مخالف نه يم چې ولې دغو ليکوالو ته مډالونه ورکول سول، خو ګيله مې په دې ده چې د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم لوی لوی ليکوال اوسيږي چې دولت او نورو بنسټونو هېر کړي دي. نه ستايل کېږي، نه مډال ورکول کېږي او د دې د پاسه لا ترټل کېږي او توهنېږي.

يوازې هلمند کې درته زه درښيم چې داسې مورخين، عالمان او څېړونکي پکې سته چې د ټول هېواد په کچه کار کوي، که سل مډالونه ورکړل سي هم پرې کم دي، دغه راز په نورو ولايتونو کې هم ډېر ښه ښه ليکوال، فرهنګپال او نور د کار خلک لرو، خو چې د امتياز ځای راسي نو فقط کابليانو ته ورکول کېږي.

هغه ليکوال چې مډالونه ورکول سوي دي، ډېری يې زما ملګري دي، ټول ښه او د کار خلک دي، زه د دوی پر شخصيت او کار نيوکه نه لرم، يوازې هدف مې دا دی چې امتياز دې تر مرکزه نه ځانګړی کېږي.

يوازې د ليکوالۍ په برخه کې نه، دغه يوازې يوه وړه بېلګه وه، په هره برخه کې مرکز له نورو ولايتونو سره دغه ډول جفا کوي، دا زه منمه چې مرکز به د نورو ولايتونو په پرتله يو څه برتري ولري، خو دومره هم نه چې د هېواد د نورو خلکو حق وخوړل سي.

او د دې لپاره کوم معيار هم نه سته چې يوازې دې د مرکز ليکوال او نور د کار خلک ستايل کېږي او د نورو ولايتونو دا به نه ستايل کېږي.

په دې کار سره به زموږ د ځوانو ليکوالو حوصلې مړې سي، هېلې به يې خاورې سي او هنر به يې ووژل سي.