په افغانستان کې د پخواني ولسمشر ښاغلي کرزي په مشرۍ چې کوم حکومت جوړ سو، دې حکومت ټينګ نړيوال ملاتړ درلود.

بلکې دا ويلی سو چې، دا لومړی ځل و چې په نړيواله کچه په دومره قوي ملاتړ سره دومره توجوه وکړي چې يو نوی حکومت منځته راوړ، هر څه له صفره پيل سول، ملياردونه ډالر ولګول سول، افغانستان په نړيواله کچه يو ځل بيا د نړۍ د هېوادونو د توجوه وړ هېواد سو.

افغانانو هېله ده همدا وه چې په دومره پراخ ملاتړ به داسې يو حکومت منځته راسي چې د افغانانو هېلو ته رښتيني لاره پيدا کړي.

زه دلته فقط د همدغه حکومت په مسؤلينو او په خاص ډول پر واليانو خبرې کووم، دا حکومت د نړيوالې ټولنې د یوې ترسره سوې پلټنې له مخې په اداري فساد کې لومړی شمېره کې راغی.

زه دا ملامتي پر بهرنيانو نه اړووم، داسې يو هېواد چې د پرديو په مرسته باندې جوړ سوی وي او د کور مالک پخپله خپل کور نه جوړوي او د ملي ګټو پر ځای يوازې خپلې شخصي ګټې لټوي، چې همداسې وسول.

د کرزي صيب په کابينه او واليانو کې د ګوتو په شمار کسان دي چې په فساد کې يې لاس نه درلود، لويه برخه يې تر غوږو پورې ککړ وو.

خبره همدا ده چې دومره پيسې افغانستان ته راغلې چې که دا په سم ډول مصرف سوي وای او با احساسه کسانو په صحنه کې وای دومره لوی بحراني حالت سره به اوس موږ نه مخامخ کېدلی.

اوس راځم خپلې اصلي خبرې ته:

په دا ورستيو کې په افغانستان کې د واليانو ټولنه جوړه سوه دا ټولنه د هغو واليانو لخوا جوړه سوه چې له دندو ګوښه سوي وو.

دوی څو ورځې وړاندې په يوې خبري غونډه کې وويل، افغانستان د سقوط سره مخ دی او اوسنی حکومت باندې يې ټينګې نيوکې وکړې.

په دې کې داسې واليان هم ناست وو چې د هغوی کار ما له نږدې ليدلی، دوی خپل افغاني وجدان دومره ټيټ کړی و چې حتی پنځه زره افغانۍ به يې هم په رشوت کې اخيستې او زه خپله د يوې داسې صحنې شاهد يم.

د بې کفايتۍ او بې مسؤليتۍ لوی نوم يې درلود، د دې ترڅنګ د افغانستان زياتره واليانو د کړنو څخه خبر يم، زه د اوسني حکومت هيڅ ننګه نه کووم او ستونزې هم منم خو، د دې ازمايل سويو په خوله راته ډېر افسوس دريږي او دا ډاډ هم ولس ته ورکووم، که د دې واليانو څخه نن هر يو پر دنده وګمارل سو، يا والي سو، بيا نه نظام کې ستونزه سته او نه حکومت سقوط کوي او نه هم دوی مطبوعاتي اعلاميې خپروي.

درنو والي صاحبانو!!!

بس دی، ولايتونه مو وکړل، پکې سپين ږيري سوئ، پر کور دننه څه چې په بهرنيو هېوادونو کې هم د لويو لويو بېلډينګونو خاوندان سوئ، ډېرې سرمايې مو جمع کړې، نور خو په دې ملت زړه وسوځوئ، پرېږدئ د خپل واک په خاطر د وطن او ملي ګټو څخه ناوړه استفاده مه کوئ.

تاسو د نړۍ ملتونه وګورئ، هغوی په دغه فکر خپل هېوادونه نه دي جوړ کړي، بلکې هغوی چې کله په چارو کې پاتې راغلي دي په ښکاره ډول له خپلې دندې لاس په سر سوي دي، هغوی سره د خپل هېواد د ملي ګټو غم وي او ورته مطرح وي.

تاسو خو ملت او ولس هم پېژندلي ياست، زه هغه کسان چې يو ځل ازمايل سوی وي او نتيجه یې نه وي ورکړي دا وايم چې، تاسو باندې ټول ملت بد وايي نور د دې پر ځای چې بيا د واک په لټه کې سئ توبه وباسئ، حکومت ته سالمې مشورې ورکړئ او د وطن خير وغواړئ، که هغه تاسو په واک کې ياست او که نه ياست.

وطن هغه وخت جوړيږي چې هر مشر مو هر وخت د هېواد جوړونې احساس ولري، له خپلو ګټو څخه تېر سي، څوکۍ په خاطر نظام او دولت تخريب نه کړي او ټول عمر يو او سالم دريځ ولري.