کله چی د تحول خبره کیږی نو پام غیرقانونی تشکیلاتو او بلخ ولایت ته اوړی.همدا رنګه نن سبا د افغانستان د سولی په هکله کورنۍ او بهرنۍ رسنۍ ضد او نقیض وړاند وینی او تبصری خپروی چی په حقه ولس یی په بد روحی حالت کی واقع کړۍ دۍ کله معتبره منابع د حکومت د پاشل کیدو خبر ورکوی کله هم د اجراییه ریاست د لغوه کیدو کله هم پاکستان دۍ چی سوله یی ځنډولی ده دا پداسی وخت کی چی د فساد او غصب شاهان هڅه کوی نور هم حالات بحرانی کړی ترڅو که بیا ځلی بهرنیان د افغانستان د ورانۍ او ولسی وژنی ټکل وکړی او د بشری حقونو ناقضینو ته اړ سی.

پاکستان دومره پیاوړۍ نه بولم چی زموږ هرڅه دوی را خرابوی او یا سمولای سی وای کله چی یوه ګوته د ملامتیا بل ته نیسی نو دری ګوتی ځان ته متوجه کوی تر هغه چی په حکومت کی یووالی رانسی او د واحد دریځ لرونکی نسی د سولی خبری هم ناشونی دی او په دی بهیر کی د حکومت کمزورتیا لامل دۍ چی سوله د ستونځو سره مخ ده بی مورده ولی د یو هیواد او بل هیواد سره لفظی شخړی و پاریږی دا سمه ده چی پاکستان سم نیت نلری او لکه نور هر هیواد خپلی ګټی لټوی حتی امریکا د لیری ځایه د خپلو ګټو د تامین په موخه افغانستان ته راغلی دی دا په دی معنی نده چی د سولی د ټوله بهیر چی یو بین الافغانی بهیر بلل سویدۍ خنډ او ځنډ د پاکستان په لاس کی وی. لږ څه کورنی اړخ ته پام پکار دۍ یو وار د ولس ګریوان د مفسد ، غاصب، غله او تجاوزګر له منګلو خلاص کړل سی ترڅو یو ولسی حاکمیت ته لاره پرانیستل سی ، یو وار دولتی مقامات او لوړی چوکۍ د غصب او انحصار څخه وژغورل سی ،یو وار کار و اهل ته وسپارل سی . یو وار په دولت کی سهمیی ختمی سی بیا به پاکستان له ویری لاری ته سیخ سی اوس خو هغوی توانمند ندی بلکه زموږ د ناتوانۍ او په هیواد کی د ګډوډۍ څخه ګټه پورته کوی.د هیواد په ټوله تاریخ کی تر ټولو کمزورۍ ترین حاکمیت نسی کولای د سولی د ستر بهیر جوګه سی .

همدا رسنۍ وایی اجراییه ریاست به لغوه او ډاکتر عبدالله به د ولسمشر لمړی معاون سی او دوستم ته به مارشالی رتبه ورکړی. مګر ایا دغسی کړنی د ستونځو د حل لاره کیدلای سی؟ شک نسته چی حکومت به په یو قانونی چوکاټ کی تنظیم سی خو ملی تعهد او بی مسولیته ډلی ټپلی به څنګه سی جناب ولسمشر ویلی وه چی د ملی یووالی د حکومت په جوړیدو ټولو موازی سلطنتو ته د پای ټکۍ کښیښول سو مګر ایا داسی وسول ؟ اوس موازی واکدارۍ شتون نلری ؟ د سمون دښمنان پر خپل ځای خو انارشیزم دومره حاکم دۍ چی اوس میدان و ضیا مسعود او داودزی ته رسیدلۍ چی د مرکو په ترڅ کی د افغانستان په سیاست لوبی وکړی. له بلی خوا همدا چی د یو ولایت والی وای ما په زور هیڅوک نسی لیری کولای په څه معنی افاده کیدای سی؟

په دی ورځو کی چی د بلخ د والی د لیری کیدو ګنګوسی ډیری سویدی که له یوه اړخ ملی او روښان انده کړۍ په بی صبری انتظار باسی چی په بلخ کی حاکمیت له انحصاره ووزی خو له بله اړخه نور سیمه ایزه جهادی قومندانان داوطلب سویدی چی هلته بیاځلی د رنګ په تغیر انحصار ته د قدرت دوام ورکړی او په خپل تقرر مخالف لورۍ مات وګڼی ځینو د دوی په رسنیو کی مرکو ته زور ورکړیدۍ ترڅو ځآن د عطامحمد نور بدیل وښیی اما د موضوع حساسیت ته په پام نباید متخاصم ډلی یو د بل پرځآی مقرر کړل سی او یا یو د بل په وړاندی وکارول سی ترڅو موجود نسبی امنیت ټکنی او ښه د حکومتولۍ لاره ډپ نسی که د یوه تنظیم د واک ګډۍ بل متخاصم تنظیم ته تسلیم کړل سی نو امنیت به په یقینی ډول د خطر سره مخ سی.

اوس هغه وخت دۍ چی د افغانستان په سیاست کی پر افرادو او د هغو پر تیرو کړنو او موقف فوکس وسی منفور کسان مفسد او غاصب کسان او هغه کسان چی په جګړو کی ښکیل وه که له یوه موقف څخه بل موقف ته بدل سی او یا یو د بل پر ځای وټاکل سی په هیڅ ډول تحول ته لاره نه پرانیستل کیږی بنسټیز کار په حکومت کی ریفورم یا تصفیه ده. یو تنظیمی اړخ لیری کول او پرځای بل تنظیمی اړخ ځای پرځای کول هغه که په ولایت کی وی او که په وزارت یا سفارت کی وی نه یوازی د ښه حکومتولۍ لاره نده بلکه زمینه به ناامنیو ته مساعده او د فساد لمنه به پراخه کړی ولس به هغه د بهرنیانو یوه نوی لوبه تلقی کړی چی د ولس په سترګو کی خاوری پاشل دی.