بسم الله اکبری

 

دهوډیالۍ پیغلې سپیڅلی ارمان

 

ښوونیزکال پیل شوی خوله بده مرغه تورودیوانولور په لور تورتم خپورکړی دپوهنې ډیوي مړي شوي اوزموږ دنجونوښوونځۍ تورودیوانوپه بمونو الوزولی دی تیرکال یې موږته دمورپه څیرخواخوږي دښوونځۍ مهربانه مدیره صیبه په شهادت ورسوله اودوه تنه ښځینه ښوونکي یې په زړه بوږنووکي وحشت یرغمل اونامعلوم لوري ته وتښتولې دمرګ اوژوند،زورونکو کیسو یې دویرې اوډارسیوری غوړولی دی.دتورودیوانوپه اړه مولا پخوا اوریدلي وو چې هغوپه زړه کراړاوسخت بې رحمه دي اوتل په وژلو،ورانولو،کړولواوتښتولوبوخت وي خوهغه خیالي کیسې اوس رښتیا شوي توردیوان دسپینو دیوانوپه جامه کې دبې وزله اوبې ګناه انسانانوپه وژنه اووینوتویونه بوخت دي دادتورودیوانوبچیان په توروپګړیو،توروبیرغونواوتورونقابونوکې لکه دځنګلونوځناورهرڅه داړي اوانسانیت یې زندی کړی دی.اودجهالت په توروغشوځلیدونکي ستوري وژني اودتورتم په خپرولوسره دپوهنې اوروزنې کاروانونه لوټي.

آه!مودې،مودې وشوي چې زما دړنګ اووران شوي ښوونځۍ دچاپیریال څخه مې دګړیال غږاوزنګ نه دی اوریدلی خوکلک هوډمې نیولی چې دچم ګاونډ ټولي مکتبي جونه به دوران ښوونځۍ ویجاړودیوالورغیدوته رابولم اوپه ابدې خوب ویده ښوونځۍ به دګړیال دزنګ په غږولوراویښوم.

که دځلمونه پوره نه شوه       ورانه مکتبه جونکۍ به دې ګټینه

اکبري

۱۱/۴/۲۰۱۶