خیبرپه نوم

هماغه ورځ وه اسمان برګ بریښیده

رڼا خیرنه شوه مرغان کړیدل

تندراسمان له خوا په ځمکه پریوت

ناخوښ غږونه ترغوږوتیریدل

غږدمرګي راغی هغه شیبه وه

رښتیاخیبرته په ژړا وویل:

ګوره داسرې وینې دغچ وینې دي،

تاریخ له زړه نه په دې وینولیکل

ګوره موده لا تیره نه ده دمرګ

خیبرژوندی دی چې کوي ېې ستایل

هغه سهاربه کله هیرشي هسې

چاچې خیبرپه وینوسورکړکابل

خیبرپه نوم پیل شودثوراومه

هوډ دې دډیرو هغه هیلې ساتل

هغه خیبرو خدای دې وبښي دی

ورپسې تللی خیبران زمونږاتل

نن هغه ورځ دسرحد نه هیریږي

یولوی بدلون راغی چې مونږ ورکتل

امرالدین سرحد

مسکو

۱۶/ ۰۴ /۲۰۱۶