صدیق کاوون

ډز الله اکبر

بيرغ د وحشتونو گرځوم په لراو بر
ډز الله اکبر
په ډېره مينه وژنم مسلمان وي که کافر
ډز الله اکبر
*****
د خدای په نوم سرونه پرې کوم د انسانانو
د خدای د بنده گانو
کورونه سوزومه د بې وزلو غريبانو
د خدای د بنده گانو
راوستی مې پر خلکو په ژوندون باندې محشر
ډز الله اکبر
*****
ښکاريږي چې انسان يمه خو کله کله بم شم
لاسپوڅی د ستم شم
د سرو وينو درياب شم ، خونړی په ټول عالم شم
لاسپوڅی د ستم شم
ديندار وي که بې دينه ، ماته ټول دي برابر
ډز الله اکبر
*****
اول کې اخوانی بيا مجاهد شوم ، بيا طالب شوم
د لوی الله نايب شوم
د مرگ په سوړه ننوتم ، خلکو نه غايب شوم
د لوی الله نايب شوم
جهاد ته راوتلی يم ، نيولی مې سنگر
ډز الله اکبر
*****
د وينو سوداگر يمه ، غمونه خرڅومه
مرگونه خرڅومه
خندا له خلکو اخلم ، ماتمونه خرڅومه
مرگونه خرڅومه
ايمان خو مې ورکړی لا پخوا و په دالر
ډز الله اکبر
*****
دا ښکلي انسانان حلالوم لکه پسونه
گټمه ثوابونه
د خلکو له سرونو جوړومه منارونه
گټمه ثوابونه
هېڅ څوک به ژوندی پرې نه ږدم که لاس مې شو پرې بر
ډز الله اکبر
*****
له گل او له بلبل او له خندا سره دښمن يم
غمخور ددې وطن يم
عاشق د تروږمۍ يم له رڼا سره دښمن يم
غمخور ددې وطن يم
ريښې له ملکه باسمه د علم او د هنر
ډز الله اکبر
*****
تر څو چې دا وطن بيا يوځل نه شي دننگونو
د تېرو غيرتونو
تر څو چې دا ويده ولس ويښ نه شي له خوبونو
له خوبه د مرگونو
زما تور بيرغونه به رپېږي لر او بر
ډز الله اکبر .