دغه لیکنه په ۲۰۱۱ کال د اپریل په ۲۷ مه،  لیکل شوې وه. د همدې ورځې په مناسبت يي دلته بیا خپرولو ته سپارم

سرلوڅ مرادزی

د بریژینسکي جهاد ، د نظارشورا جشن

د غوايي په اتمه نظارشورا، ستمیانو او پرچمیانو کې ځانګړي ډلې د کارمل ـ بریالي په مشرۍ چې په ټوله کې ګډې سیاسي او ستراتیژيک ګټې لري د افغانستان په ضد کودتا وکړه

دا کودتا چې ښکاره د پخواني جمهور رییس ارواښاد ډاکټر نجیب الله او د هغه د واک سره په دوښمنۍ کې ترسره شوه، حقیقت کې د لنډ مهال لپاره د افغانستان د پخوانۍ اردو، دولت او ادارې له منځه وړلو او د اوږد مهال لپاره د افغانستان د ملي ګټو، هویت او تاریخ د چپه تفسیر او مسخه کولو په موخه پکار واچول شوه.

دا کودتا د ارواښاد سردار داوودخان د ۱۳۵۲ کال د چنګاښ د ۲۶ مې او یا د غوايي د اوومې نېټې د کودتا پشان نه وه چې هلته د حکومت تغییر او یا دولت کې د سیاستونو تغییر اصلي موخه وه، بلکې دلته د کودتا موخه دا وه چې اوږدمهال کې د افغانستان نقشه په بله واوړي، د ملي هویت اډانه دړې وړې شي او تاریخ د ټاکلې ایتنکي ګروپ په ګټه له سره تفسیر او په پای کې د افغانستان تجزیي ته لار اواره شي!

که تېرې کودتاوې د حکومتونو او سیاستونو پر ضد وي خو د غوايي د اتمې کودتا د هېواد د شتون په ضد کودتا ګڼلي شو!

د غوايي د اتمې کودتا کې له نوموړو سیکټاریستي ډلو سره، اسلامي جمعیت چې د جهاد په مهال يي د پان اسلامیزم ډبره پر سینه وهله او د واک په مهال د سیکټاریزم په ډنډ کې غوپه شو او د هزاره ګانو جهادي ګروپونه هم د خټې او ګټې په لحاظ ملګري وو

کودتا لپاره چمتووالی لامخکې هغه مهال نیول شوی وو چې رباني له پنجاب څخه د اسلامي حرکت تنظیم د مشرمولوي محمدنبي محمدي په ګډون ماسکو ته تللي وو

دې کودتا کې نه یوازې ملا محمدي بلکې نورمجاهدین هم ساده ښکار او یرغمل ونیول شول. دا خبره چې د غوايي د اتمې کودتا د مجاهدینو په مټ ترسره شوې، هسې خندنۍ ډرامه ده. کله چې کودتاچیانو هرڅه ترسره کړل او دولتي واک يي خپلو کې سره وویشه، اسلام اباد چې لا پخوا تر هرڅه خبر او کودتا يي په سلا ترسره شوي وه، بویه په جریان کې شو. ای ایس ای وښورېده او پنجاب کې پاتې مجاهدینو ته يي لار اواره کړه چې کابل کې د واک، غنایمو او د جهاد د فضایلو په ویش کې له نظارشورا او نورو څخه روسته پاتې نشي. هلته وو چې مجاهدینو پر بریتونو ګوتې کش کړي چې ګوندې د دوی جهاد ثمر ته ورسید او په کابل راپریوتل

نظارشورا او جمعیت چې د واک اصلې زیرمې يي خپلو منګولو کې ټينګې کړې وې په نورو جهادي ډلو کې یوازې خپلو ګمارل شویو کسانو ته یوه نیمه چوکۍ ورکړه او نور يي د واک په تمه زړه شیني او ځاره چاودي پریښودل. دوی له شمال سربېره په جلال اباد، کندهار، نورو ختیځو او سهیلي سیمو کې هم خپل پلویان او خواخوږي وټاکل. په جلال اباد کې د حاجي قدیر او حضرت علي سړیخواره اوس هم په غټو خبرو کې د نظارشورا د لارې پلویان دي.

کله چې د مجاهدینو نورو ډلو د لیوه او ګېدړ دا ویش ولید، فکر يي سر ته راغی، خو بیا وخت له وخته تېر وو!

د لېوه او ګېدړ د همدې ویش په پایله کې کورنۍ جګړه پیل شوه او د جهاد اصلې څېره چې لا مخکې مجاهدینو سره د مرستې او پلانونو د کوردینه کوونکي امریکايي سلاکار بریژینسکې په مټ انځور شوې وه، د سپيناوي ډګر ته راووته . بریژینسکې هغه امریکايي دی چې ځیني مجاهدین يي د پنجاب د پخواني دیکتاتورضیاالحق پشان د جهاد پلار ګڼي. د جهاد د شعارونو پير پای ته ورسید او د هغه د ثمر وخت راورسید. ټول هغه څه چې د لویديځ او پنجاب لخوا د ساده زړو افغانانو د تېرییستلو لپاره د سپيڅلې جهاد تر ماسک لاندې په مهارت پټ شوي وو، یو به بل پسې ښکاره او ولس ته د لېدو وړ وګرځېدل. کابلښار د ویجاړۍ نقشه چې پخوا په اسلام باد کې کښل شوې وه، پلې شوه . ۶۰ ــ ۷ زره بېګنا کابلیان له تیغه تېر شول. ټول افغانستان لوټ او چورشو؛ پنجاب او نورو هېوادونو ته وچلول شو. خو کال ته دا ټولې ورانۍ او کنډر شوی کابل د غوايي په اتمه د جشن په دودیزه کې د کابلیانو، افغانانو او نړیوالو په مخ کې نندارې ته کیښودل شوو!

دا چې هر کال د غوايي اتمه چې واک ته د نظارشورا د رسیدو ورځ ده، د نورو مجاهدینو لخوا لمانځل کیږي د شرم خبره ده. اوس هم کابل کې واک د نظارشورا دی، جشن د نظارشورا دی ایا شرم نه دی چې د مجددې، پير سید احمد ګیلاني، کرزی خېل ، افغان ملت او نورو ډلو استازي ورته اتڼ اچوی او په پردي جشن کې څڼې غورځوي!

نظارشورا او اسلامي جمعیت د کارمل ــ بریالي هغه پرچمیانو سره چې په خټه پښتانه وو او  په بېخبرۍ یا ناپوهۍ  دوی سره په لار ملګري شوي وو، هم وفا ونکړه. د نظار شورا چې د دوی په مټ واک ته رسیدلې وه د دوی یو زیات شمېر يي له مهمو دندو وشړل او یو شمېر يي له تیغه تېرکړل. له تیغه د تېرشویو په لړ کې يي یوازې د بېلګې پتوګه د نور الحق علومي  ورورعبدالحق علومی، د ننګرهار د بټي کوټ  ولسوالۍ محمد قسیم او د سره رود د ولسوالۍ محمد عظیم نومونه رااخلم.

اوس که د جهاد ټوله ثمره او توښه رالنډه کړو:

افغان ولس پکې قتل عام شوو، پښتنانه روشنفکران او نور ملي سټې پکې له یو مخې پوپنا کړی شول، هېواد ټول پکې لوټې لوټې او کنډر کنډر شو.د بريژینسکي د جهاد غوټۍ پکې وغوړېدې او امریکا پکې سیمې ته راغله. پنجاب پکې اباد، په خېټه موړ، متمدن او عصري شو او نظارشورا پکې واک او جشنونو ته ورسیده. جهادي مافیا پکې شتمنه شوه. خو د افغانانو او په تېره بیا د پښتنو پکې سټه ووته او دا لړۍ اوس هم روانه ده!

که مبارزه، غورځنګ، تنظیم او جهاد او یا په داسې نومونو بل هر شی د ملي ګټو، د هېواد ابادۍ او د ولس سوکالۍ لپاره مرستندوی پرې نه وځي او  ولس پکې غوبل شي، که هغو ته هر سپيڅلی نوم ورکړو، دوه توته ارزښت نلري!

هغه ملت چې له خپل تاریخ څخه يي نه زده کوي ، بیا بیا تجربو ته اړوځي!

د ۲۰۱۱ کال د اپریل ۲۷ مه

سرلوڅ مرادزی