سرلوڅ مرادزی
ایا ترمپ به د ۲۱ مې پېړۍ غوښتنو سره همغږي وکړي؟
په ټولټاکنو کې د امریکا د نوي ولسمشر پتوګه د ډونالډ ټرامپ ناڅاپه بری، که یوخوا د امریکایانو د پاموړبوه برخه او همدارنګه نړۍ ګوته په غاښ او حیرانه کړه، خو بلخوا يي په امریکا او نړۍ کې د یوې نوې دیپلوماسۍ او چلند هیله له ځانه سره راوټوکوله.
که څه هم مخکې له وخته ده چې وویل شي د امریکا په بهرني سیاست کې به د کړکېچ سیمو د زیږولو د چلند پرځای چې له ډېر پخوا راهیسې د هغه هېواد د سیاست یوه دود ګرځېدلې یا د نړیوالې سولې، امنیت او همداراز د هېوادو ترمنځ په اړیکو کې د زور، شخړې او جګړې پرځای د سمپوهاوي او اقتصادي سیالۍ منلې پالیسۍ ته مخ راوګرځول شي.
د ۲۱ مې پېړۍ له پیل سره سم امریکا چې د نړیوالې دوهمې جګړې څخه وروسته، تازه د سړې جګړې له ډګره بریالۍ راوتې وه او د نړۍ یوازینی زبرځواک ګڼل کېده، د نړیوالو هیلو په خلاف يي په افغانستان، عراق، لیبیا، سوريې، یمن او ځینو نورو سیمو کې کړکېچ او جګړې ته لمن ووهله او له پخوا زیاته په دې اند شوه چې دا ځل د نړیوالې سترې جګړې له پېښېدو پرته، د نویو کړکېچنو سیمو په زیږولو او د سیمه یزه جګړو په مټ کولای شي، خپل واک پر نړۍ ومني او ټوله نړۍ له غبرګون او مقاومت پرته فتح کړي!
د ۲۱ مې پېړۍ د پیل امریکايي ولسمشر ( زوی جورج بوش ) تر دې بریده مخکې لاړ چې نړۍ يي په دوه برخو سره وویشله: یا باید نړۍ د بوش په مشرۍ له امریکا سره وي او یا باید د امریکا دښمنۍ او مقابلې ته ځان چمتو کړي.
له جورج بوش وروسته د بارک اوباما په مشرۍ چې نن سبا يي د واکمنۍ ۸ کلونه پوره کیږي امریکايي دیموکراتانو هم د بوش زړې پالیسۍ ته مخه کړه، د کړکېچ په زیږولو سیمو کې يي نه یوازې کړکېچ مهار نکړ، بلکې په ځینو برخو کې يي کړکېچ ته نوي ابعاد ورکړل او نړۍ يي د لا بې امنۍ او جګړې ګړنګ ته ورشېوه کړه. څو ورځې مخکې یو خبریال له ولسمشر بارک اوباما څخه هغه ته د نوبل د سولې جایزې د دلیل پوښتنه وکړه، په ځواب کې نوموړی (اوباما) وویل، چې زه هم نپوهیږم چې دا جایزه يي ولې ماته راکړه!
ریښتیا هم پوښتنه دا ده کومه سوله، چیرې ده سوله، د سولې په اړه د امریکا ځای چیری او دریځ څه دی او اوباما ته ولې د سولې د نوبل جایزه؟
د امریکايي دیموکراتاتو په واکمنۍ کې د القاعده، طالبانو او نورو ترهګرو سربېره داعش هم لومړی په عراق، وروسته په سوریه او اوس په افغانستان کې سر راښکار کړ. په ټولو هغه سیمو کې چې نوموړي ترهګر فعالیت کوي، امریکا هلته پراخ شتون لري. سړی په اسانه پوهېدلای شي چې ترهګر او امریکا سره یوځای او ګډ اوسیږي. د ترهګرو شتون امریکا ته اړتیا لري او امریکا بیا د ترهګرو په شتون کې د سیمې په هېوادو کې ځای پرځای کیږي.
بېځایه نه ده هیلیري کلینټن چې په ټاکنو کې يي ماته وخوړه څو ځلي اعتراف کړی چې امریکا، مجاهدین او طالبان افغانستان ته د بربادۍ لپاره پر غاړه ورواچول. همدارنګه دا چې ډونالد ټرامپ په ټاکنیز کمپاین کې وايی داعش د هیلیري کلینټن او ولسمشر اوباما لخوا رامنځته شوې ډله ده، ریښتیا وايي او له یوه ځایه سرچینه اخلي.
افغانستان کې د ترهګرو په اړه هم له جورج بوش سربېره اوباما او دیموکراتاتو درواغ ویل. د ترهګرو ځالې په پاکستان کې دي، خو امریکایانو هغه د افغانستان په کوڅو او دېرو کې لټول. د دیموکراتانو په تېره ۸ کلنه واکمنۍ کې نه یوازې ترهګر ونه ټکول شول، بلکې له پخوانه زیات پیاوړې شول او د فعالیت سیمه يي نوره هم پراخه شوه. په پاکستان او افغانستان کې د ترهګرو په وړاندې جګړه یو درواغجن شعار وو او د سیمې ولسونو هیڅکله پرې باور ونکړ. نن هم افغانان په دې اړه امریکایانو ته د شک په سترګه ګوري او د هغو په ژمنو ډاډمن نه دي.
بلخوا هغه ځاني تلفات او مالي زیان چې په تېرو ۱۵ کلونو کې امریکایانو ته د ترهګرو په نوم جګړه کې اوښتی، امریکايي واکمنان يي خپل ولس ته سپیناوي نه شي کولای او په دې اړه هم د واکمنانو زړه پالیسي امریکايي ولس ته د منلو وړ نه ده.
په ټولټاکنو کې امریکايي ولس هیلري کلینټن او دیموکراتان ځکه استغفراغ کړل چې هغوی په عمل کې د سړې جګړې د مهال پالیسۍ مخته وړله.
که څه هم د ډونالډ ټرامپ بهرنۍ پالیسي لا روښانه نه ده او په اړه يي شکونه په خپل ځای پاتې دي، خو د هغه په ټاکنیز کمپاین کې د بهرنۍ پالیسي یوه اصلي کړۍ په ګوته کیږي چې هیله ورته کېدای شي. ټرامپ وايي چې په بهرنۍ پالیسي کې به د زور او پوځي مخامختیا پرځای معاملې او تفاهم ته ځای ورکړي. نوموړی وایی چې خپله یو ښه مرکچي دی.
د هېوادو ترمنځ تفاهم او د ګټورو متاقبلو اړیکو بسیا او پراختیا هغه څه دی چې ۲۱ مه پېړۍ يي د هېوادو او حکومتونو له مشرانو او سیاستوالو غواړي. ۲۱ مه پېړۍ هغه سیاستوال او مشران شاته پریږدي چې نه شي کولای او یا نه غواړي د وخت له بهیر سره همګام شي.
ډونالډ ټرامپ ته هم له دې ګوټه کتل کیږي. کله چې ډیرکي چوپو امریکایانو هیلیري کلینټن ته د هغې د تکراري او درواغجنو ژمنو په لامل شا کړه، له ټرامپه د نویو سیاستونو چې د وخت غوښتنه ده تمه لري. امریکایان نه یوازې په کورني سیاست کې بدلون غواړي، بلکې په بهرنۍ پالیسي کې چې د لګښت دروند پيټی يي پر اوږو وړي، بیخچن تغییر غواړي.
که ټرامپ په افغانستان کې هم د ترهګرو په وړاندې د پنجاب له عینکو پالیسي وکاروي چې دیموکراتانو چلوله، د افغانانو له سخت غبرګون سره به مخ شی. افغانان له نوي ولسمشر ډونالډ ټرامپ څخه غواړي چې د ترهګرو او د هغه د اصلي ټاټوبي پاکستان په وړاندې غوڅه تګلار خپله کړي. داسې نه شي کېدای چې د ترهګرو قرباني افغانستان او د ترهګرو حامي پاکستان دې بیا هم امریکا یو شان په لاس کې ونیسي.
د ۲۰۱۶ کال د نومبر ۱۱ مه
سرلوڅ مرادزی