په اروپاكې د افغانانو د جرګې موسسې غونډې ته دښاغلی دکتور اصغر خیل منگل

د وینا متن

دلوی خدای (ج) په نامه

درنو حاضرینو او ګرانو دوستانو !
تر هر څه دمخه تا درنو دوستانو ته په ننی غونډه کې دګدوڼ په مناسبت دزړه له کومې ښه راغلاست وایم.او ډېرخوښاله یم چې ځان ستاسو په منځ کې وینم.
سره له دې چې په دې ورستیو کې په هامبورګ کې هوا یوڅه یخه شوی وه خو ستاسو په راتګ سره تاسو دومره ګرمی دځان سره راوړه چې موږ اصلآ دیخنۍ احساس نه کوو.
په هامبورګ کې داوسیدونکو افغانانو اوپه خاصه توګه په هامبورګ کې دافغانانو د جرګې لپاره چې ددې غوندې کوربه توب هم  په غاړه لرې ډیر دې ویاړ ځای دی چې ستاسو میلمه پالنه وکوی.
په ځانګړی توګه زموږ په ننی غونډه کې زموږ دخویندو ګډون دې غونډې ته زیات برم ور بښلی دی ډیر دقدر وړدی.
درنو دوستانو !
موږ او تاسو نن دلته راټول شوی یو چې په اروپا کې دافغانانو دجرګې په رامنځ ته کېدو بحث او خبرې وکړو.
جرګه د څه لپاره؟ دکوم خاص سیاسی هدف لپاره ؟ قدرت ته درسیدو او یا په قدرت کی د ګډون لپاره ؟
لکه څنګه چې په طرحه کې هم راغلی دی ،په ډاګه باید ووایم چې په اروپا کې دافغانانو جرګه به دبشپړه مستقلې ټولنې په توګه د هیڅ داسې سیاسی هدف لپاره نه جوړیږی چې د قدرت دلاس ته راوړلو او یا په قدرت کې دګډون نیت ولری.
دا جرګه د وخت دضرورت پر بنا په اروپا کې داوسیدونکو افغانانو لخوا یوازی او یوازی  د افغانانو دملی ګټو نه ددفاع په هیواد کې دوروڼو قومونو دملی یووالی دټینګښت او زموږ دګران هیواد د دښمنانو دټولو افغانی ضد اعمالو، مداخلو، لاس وهنو  اوتروریستی بریدونو د افشا او دهغوی پر ضد دګډې مبارزې په خاطر رامنځ ته کیږی .
موږ ملی ګتې څه ته وایو ؟ هر هغه څه چې زموږ د هیواد دموجودیت اود هغه سره تړلی ټول مادی او معنوی ارزښتونه ملی ګټې دی.
موږپر  ملی یووالی ځکه ټېنګار کوو چې ملی یووالی د افغانستان دبقا او پیشرفت منطق بولو.نو هرڅوک چې دافغانانو دملی ګټو اوملی یووالی پر ضد عمل کوی هغه دافغانانو یعنی زموږ دټولو ګډ دښمن دئ.

په پوره باورسره ویلی شم چې دلته په غونډه کې حاضر  او نور دوستان چې نن  په دې غونډه کې ګډون نلری هر یوه  په خپل وار سره د افغانستان د ملی ګټو نه ددفاع په لاره کې خپله ونډه درلوده او لری یی.
نن  موږ ددې لپاره راټول شوی یو چې ځانګړی تلاشونه او هلې ځلې سره شریک کړو او په ګډه د ملی یووالی دلا ټېنګښت په چوکاټ کې د افغانانو ددښمنانو پر وړاندې ګډ اقدامات پیل کړو.
ددې غونډې د جوړیدو انګېزه تیرکال په هامبورګ دافغانانو دجرګې دجوړیدو نه پیل شو ه چې په پراخ ډول په ټولو اروپایی هیوادو کې د افغانانو لخوا  ترې ملاتړ وشو او ټولو په اروپا کې دداسې جرګې د جوړیدو وړاندېزونه وکړل چې موږ  دټولو نه دزړه له کومې  مننه کوو.
بې له شکه چې افغانستان به په منطقه اونړۍ کې دښمنان لری چېهر یو یی  د خپلو ګټو لپاره زموږ په هیواد کې مداخلې او لاس وهنې کوی.خو وخت ثابته کړه چې پاکستان د افغانانو نږدې ،مکار او تر ټولو خطرناک دښمن وه او دئ.
پاکستان دخپلی ملی ستراتېژی پر اساس تل افغانستان ته دبنیادګرو او تروریستی ډلو په رالېږلو سره دافغانستان  په بې ثباتی ،ورانۍ او همداشان د نیابتی جګړې په سمبالولو او پرمخ بوولو کې اساسی رول در لود او اصلی عامل وه اودئ.
دافغانستان په اړه دپاکستان سیاست پر دوو موخو ولاړوه او دی یا باید په کابل کې دپاکستان په خوښه ګوداګئ حکومت وی اوکه دانه وی نو تل باید په افغانستان کې بې ثباتی،ورانی او جګړې دوام ومومی.
دنړۍ دهیڅ هیواد استخباراتی اداره دومره فعاله اود افغانستان پر مسایلو حاکمه نده لکه د پاکستان د نظامی استخباراتو اداره  آی اس آی .  ان تر دې چې  سی  آی  اې  هم تر ۲۰۰۵ کاله پورې دافغانستان په اړه ټول معلو مات دنوموړی ادارې نه تر لاسه کول.
دلته دیوې خبرې یادول غواړم کله چې موږ پاکستان وایو منظور مو دپاکستان عام خلک نه دی ځکه هغوی په خپله دآی اس آی او نظامیانو لخوا برمته شوی دي او دسوخت دموادو په توګه ترې ګته اخلی.
پاکستان  دخپل جوړېدو را پدې خوا د خپل هیواد پر وګړو بر سېره دنورو هیوادونو دوګړو نه هم بڼسټ پالې او تروریستی ډلې جوړې کړی دي او بیا یی افغنستان ،هندوستان او دنړی نورو هیوادو ته د تروریستی بریدونو او نورو ورانوونکو عملیاتولپاره  استولی دي ،نو ځکه هم پاکستان د تروریزم تولیدونکی،مرستندوی،حمایت کوونکی او صادرونکی دئ.
که چېری دپاکستان دحکومتونو تاریخ ته په ژوره توګه ځیر شو نو په ډاګه څر ګندیږی چې پاکستان د جوړیدو را په دې خوا هرچا چې دقدرت واګی په لاس کې درلودې  ملکی وو که نظامی ښځه وه او نر ټولو یی دبڼسټ پالنې دساختارونو او تروریستی ډلو دمرکزونو په جوړولو کې اساسی رول درلود او په دې برخه کې یی زیات کارونه یی سرته رسولی دي.
دا ځکه چې دپاکستان د موجودیت اصلی ستنې اسلامی بڼستپالنه ، تروریزم اودمخدره موادو تجارت دي.نو ځکه هم دپاکستان ددولت ټول جوړښت او په خاصه توګه نظامیان اوبڼست پالنه دنوک او اورۍ په شان دیوبل نه نه بیلیدونکی دي.
دآلمان سیاست پواود پاکستان دچاروځېړونکی ویلکی په وینا دپاکستان حکومت هیڅکله هم اسلامی بنیادګرې ډلې ترفشارلاندی نه دی نیولي.
امریکای ژورنالسته مېرمن چیسی وای:
پاکستان په ډېر مهارت او چالاکی سره غواړی دبنیادګرو ډلو په کارولو سره په راتلونکو دېرشو کلونو کې په سیمه کې خپل پلانونه عملی کړي.
په خپله د پاکستان مشران نه یوازی په افغانستان کې خپلې لاس وهنې او مداخلې نه پټوی بلکه ویاړهم پرې کوی.ددې هیواد صدراعظمانو نواز شریف او بې نظیر بوټو چې پلاریی هم د افغانانو سخت دښمن وو دپاکستان ملی اسامبلې (پارلمان) ته په ډېر ویاړ، وویل چې موږ دافغانستان پنځوس کلنه اردو له منځه یووړه او ځان مو تر کابله ورساوه.
بې نظیر بوټو همداشان په ۱۹۹۶ کال کې وویل چې د طالبانو مفکوره دانګرېزانو وه ،مدیریت یی امریکایانو په غاړه واخیست ،ملی لګښت یی سعودیانو ورکړ او ما یی اسباب برابر کړل او طرحه مې عملی کړه.
داڅو ورځې دمخه په کشمیر کې دپاکستان دصدراعظو خاص استازئ او دپاکستان په سنا کې ددفاعی چارو دکمیې مشرمشاهد احمد وویل چې موږ په ۲۰۰۹ کال کې دجمهوری ریاست په اتخاباتو کې دکرزی په ګټه لاس وهنه وکړه او امریکایانو ته مو هم مشوره ورکړه چې کرزی تر ټولوباهوشه دئ اوژر کولای شی خلکوته دوکه ورکړی .
موږولې اوس دې کارته ملا وتړله؟ داځکه چې دتیرکال راپدې خواپه هیوادکې دننه ټولو افغانانو ،ګوندونو،مدنی ټولنو،دځوانانو اودښځو ټولنو ،دینی عالمانو دپارلمان په شول دولتی مقاماتو د پاکستان دنیابتی جګړی او تروریستی اعمالو پر ضد کلک غبرګون وښود او خوشبختانه پراخ تبلیغات هم پیل شول.
همداشان دلمړی ځل لپاره د هیوادنه بهر په امریکا ،کاندا،انګلستان ،آلمان او نورو اروپایی هیوادو کې د پاکستان پر وړاندي نوی ذهنیت راپیدا شو او په چټکۍ سره دودې په حال کې دئ.
د امریکا دمتحده ایالاتو د دوو سناتورانو وړاندیزونه،په بنګلور کې دانګلستان د صدراعظم کامېرون خبرې،په افغانستان کې د امریکا او کانادا د سفیرانو څرګندونې او همدا شان دامریکا دسنا دخارجی چارو په کمیټه کې  په دې اړه بحثونه او داسې نور چې پاکستان دې دهغو هیوادونو په لست کې شامل شی چې دتروریزم نه ملاتړکوی دداسې ذهنیت د پیاوړتیا ښې بېلګې دي.
نو ځکه موږ هم د مبارزې دې ډګر ته ور دانګو او موخه مو داده چې دا ذهنیت په اروپا کې نورهم پیاوړئ شي او کلکه اراده لرو چې د مبارزې دامیدان به دومره ګرم ساتو چې تر څو د افغانستان او نړۍ خلک ددې تورې بلا نه خلاصون پیداکړي.
او پاکستان مو  دتراب صاحب په وینا پیغام دادی:
ګریوان مې پرېږده که په ځان دې خپل ګریوان لوریږی
                                   
دومره مې ووهه چې څومره دې په ځان لوریږی


بلې دوستان ګرامی!
درتاریخ مهاجرت افغانها این اولین بار است که افغانهای مقیم یک قاره نهاد مشترک را به منظور دفاع از منافع ملی وطن ابایی شان  ایجاد مینمایند.وخداوند این افتخار را نصیب ما وشما کرده است.
ما میتوانیم با در نظر داشت وضعیت کنونی درمنطقه وجهان کارهای زیاد وموثر را در رابطه به رشد وتقویه ذهنیت ایجاد شده درباره پاکستان انجام دهیم و از این فرصت در دفاع از منافع ملی افغانها ،تحکیم وحدت ملی برای کار مشترک استفاده اعظمی نمایم .
ما در مبازره با دشمنان مردم افغانستان از این جهت بالای تحکیم وحدت ملی تاکید مینمایم  چون عقیده داریم ، وحدت ملی افغان ها نه تنها ضامن پیروزی است ،  بلکه منطق بقا وپیشرفت افغانستان است.
درطول تاریخ تلاش دشمنان افغانستان به این نقطه متمرکز بود که چطور وحدت ملی مارا خدشه دار بسازد ویا بکلی از بین ببرد،تا بتوانند هر کدام مارا به تنهایی مورد ضربات ونابودی قرار دهد.
هر فرد افغان بدون درنظرداشت اینکه به کدام قوم تعلق دارد ، در کدام منطقه کشورتولد  شده ،به کدام لسان حرف میزند ،ازکدام مذهب پیروی میکند ، باید بداند که  افغانستان ضعیف وناتوان به نفع هیچ  قوم خورد وبزرګ نیست .
و هیچګاه این حرف استعمار را فراموش نکنند که ګفته است :تفرقه بیانداز و حکومت کن .
ما به حیث  کتله روشنفکران ملی ،دموکرات وترقیخوا افغان در خارج از کشور زمانی میتوانیم دست اورد درین راستا داشته باشیم که تفکر سیاسی را تنها بر محور منافع ملی متمرکز سازیم .
با درحال حاضر نه تنها به حیث افغانها  بلکه  به حیث شهروندان کشور های اروپایی این  پرسش را مطرح میکنیم که ایا افغانستان مساله شده برای جهان ،یا جهان به افغانستان ؟
نه افغانستان به جهان مساله شده ونه جهان به افغانستان ،بلکه پاکستان است که هم به افغانستان و هم به جهان مشکل و پرابلم شده است.
این تنها حرف ما نیست .مطبوعات جهان،سیاسیون ،ژورنالیستنا ن به خصوص انانیکه دربخش ژورنالیزم تحقیقاتی مصروف اند ومقامات دولتی بلند پایه کشورهانیز بارها چنین ګفته اند.
نیوروک تایمز افشا کرده بود که : دولت ،ارتش و استخبارات پاکستان با القاعده و طالبان همدست هستند.
رابرت ګېټ وزیر دفاع امریکا اظهار داشته بود:آی اس آی به طوری مستقیم با حکمت یار،شبکه حقانی ،و ګروه نذیر مرتبط است واین مسآله تردید کاخ سفید در باره حسن نیت دولت اسلام آباد در مبارزه با تروریزم را افزایش داده است.
لوموند دیپلو ماتیک نوشت که : طالبان زیر نظارت و به همیاری اردو پاکستان و استخبارات پاکستان سازمان یافته اند.
بارت روبین مینویسد:
اهداف سترتیژیک پاکستان  در افغانستان نه تنها این کشور را در برابر افغانستان وهند واهداف امریکا در منطقه ،بلکه در برابر کل جامعه جهانی قرار میدهد.......منطقه قبایل بوسیله نظامیان پاکستان به ذخیره تعرض علیه افغانستان وکشمیرمبدل شده است ,سربازان ناتو و امریکا همه روزه درجنګ باشورشیانی که از پاکستان هدایت می شوند،کشته می شوند،اما این سازمان هیچګونه ستراتیژی در برابر پاکستان ندارد.

پاکستان  ۶۹ سال پیش تحفه انګلیسی -کامنویلتی به جهان بود که برای جهان یک مشکلی آفرید که پیوسته مشکلتر شده رفت ودرین مدت " بنیاد ګرایی اسلامستی متعرض "نه تنها به دیدګاه تیوریک پاکستان بلکه به پایګاه ستراتیژیک پاکستان مبدل ګردید.
واین سخن کشور هند بسیار سنجیده و به جا است که (ساختار تروریستی مستقر در پاکستان بزرګترین خطر تروریستی برای صلح وامنیت در سراسر جهان متمدن است).
ما همچنان این سوال را از سیاسیون ، اعضای پارلمان ،جامعه مدنی  و حکومت ها در کشورهای اروپا مطرح میکنیم که : ایا سلاح اتومی موجود در پاکستان که هرلحظه ممکن است دردست افراطیون وبنیادګران تروریست قرارګیرد ویا قرار داده شود، تهدید واقعی برای امنیت جهان نیست ؟
پاکستان  برای اهداف که  ایجاد شده بود ،به اندازه کافی برای ایجادګرا ان مثل دست راست شان در منطقه کارداد و حالا این دست راست را سرطان ګرفته است  وباید طبق ګفته مودی صدراعظم هند  طوری عاجل عمل جراحی به حیث چاره اساسی صورت کیرد.
دریافت این سیاست غرب  که ما (ما به پاکستان ضرورت داریم ) اصولآ دقیق نیست و اشتباه بزرګ است .
پاکستان یک کشور بی آینده است و قبل از اینکه  با سقوط خود ،جهان را هم به سقوط بکشاند ، جامعه جهانی تا دیر نشده امروز باید تصمیم شان را بیکیرد.
روشنفکران افغان سالها قبل به جامعه جهانی از رشد افراطیت و تروریزم در منطقه در وجودپاکستان هوشدار داده بود که متا سفانه شنیده نشد و جهان امروز شاهد عملیات تروریستی با ابعاد وسیع ان به شمول کشور های اروپایی میباشد.
تروریزم خوب وبد ندارد ومن در کنفرانس های باکو، بوداپست و برلین ګفته بودم که تروریست خوب فقط تروریست مرده است .
تقسیم بندی بنیاد ګران و تروریستان به تند رو ،میانه رو ،متعدل ،رادیکال و غیره در هر جای که باشد یک اشتباه تاریخی بوده وهرنوع معامله با آن ها ګناه است.
ماهیت تروریزم امروزی تغیر کرده است . ما با تروریزم منحیث یک پدیده سیستیماتیک مواجه هستیم.این پدیده شوم مرګبارتر،منظم تر ودارای منابع بیشتر شده است وباید در مقابله باآن همه کشورها درک مشترک داشته باشند.وتاکید میداریم که اګر جامعه جهانی با دیدګاه واقدامات مشترک علیه آن دست به کار نشوند ومبارزه عملی و موثر راضد ګروه های تروریست،افراطی و فوندامنتالست در پاکستان ،منطقه وجهان آغاز ننمایند فردا بسیار ناوخت خواهدبود.
در اخیربا تاکید مجددمیګویم :
تا زمانیکه از تروریزم بمثابه وسیله تحقق اهداف جیو ستراتیژیک کارګرفته شود ،وتا زمانیکه تعریف دوګانه از تروریزم صورت ګیرد و برخورد دوګانه با تروریست ها انجام یابد و تا زمانیکه مبارزه عملی وموثر با تروریزم در پاکستان صورت نګیرد ، همه کشور ها در منطقه به شمول افغانستان در امن نخواهد بود.

حالا اجازه دهید تا متن  طرحه جرګه افغان های مقیم در اروپا را که به همین منظور تهیه شده است ،خدمت تان به خوانش بیګیرم.
البه باید یاداور شد که طرح قبلآ از طریق ایمل در اختیار دوستان نیز قرارګرفته بود  که بعضی دوستان نظریات شان را ارسال ودر نظر ګرفته شده است و سایر دوستان مارا در اصلاح وغنی ساختن آن در جلسه کنونی همکاری خواهند نمود.

دکتور اصغر خیل منگل 

   هامبورگ ،آلمان

عقاید نویسنــــدگـان لـــزوما نظــر هـــوډ نمی باشــد