د امریکا له دیارلس کالن شتون پایله او د دموکراسۍ د ډیرو ډنډورو وروسته، چی د رسنیو ازادی او د ښځو حقوق یی لوی بیلګی بللی اوس لګیا دی خپل پاتی راتلو ته د ملی یووالی حکومت رنګ ورکوی. په تیرو دیارلس کلونو کی په سلهاو ملیارډه ډالره مصرف سول ، څه د پاسه دری زره یوازی امریکایی پوځیانو سرونه بایلول خو اوسهم نه یوازی د دموکراسۍ څرک نه لګیږی بلکه زورواکۍ نور هم زور واخیست آن تر هغه چی اوس ډاکتر عبدالله غواړی د رایو توپیر دی ډیر لږ و ښودل سی ترڅو زما د هواخواهانو د قهر څخه په امان اوسۍ. پدی ډول باید د غنی د ټیم نیژدی یو ملیون رای له منځه یووړل سی او د خوار په رایی وننګول سی.
د بُن کنفرانس را وروسته چی د افغانستان واک و جهادی قومندانانو ته وسپارل سو امریکا او اروپا هڅه وکړه جګړه ماران په دیپلوماتانو بدل کړی په دی لړ کی یی د هغوی څخه لنګۍ ، پکولونه ،پټکیان او چپلکی لیری کړی او دریشی یی ور واغوستلی د نیکټایی تړلو چل یی ورزده کړ او نوبت وار یی هریو جلا جلا په کراتو امریکا ،برتانیی،جرمنی ، استرلیا ، ترکیی ، دوبی او نورو اروپایی هیوادو ته بوتلل هلته یی تمدن ور وښود ، انسانی ژوند او د دموکراسی جوړښتونه یی ورته په ګوته کړه، په هیواد کی دننه یی د فساد طلایی دروازی ورته پرانستلی د ولس او هیواد اقتصاد یی د ګمرکاتو، بانکونو،قراردادونو او نور په نومونو په جیبو ور ومنډلی د دولتی او شخصی ځمکو د غصب لاری یی ورته مصونه کړی د بایسکل او اسپ څخه یی راکښته کړه او په تورو ښیښو لندکروزرونو یی ونازول ترڅو که وکولای سی هغوی و مدنی ژوند ته را وبولی او د ښه حکومتولۍ جوګه سی.اما قومندانانو د امریکا او ناټو دا امتیازات د هغوی مرسته نه بلکه خپل د زور او قوت نتیجه وګڼل او پخوانی دوست ایران ته وفادار پاتی سول . له بله اړخه ناټو څه د پاسه یوه لسیزه د طالبانو د ستر ځواک سره و جنګیده مګر په وضع کی بدلون رامنځ ته نه سو ، لکه څنګه چی لیدل کیږی وړاندی ترهغه چی د طالبانو موضوع حل سی امریکایی او اروپایی ځواکونو یو په بل پسی په وتلو پیل وکړ .
امریکا هڅه وکړه داسی یو د دروغو دولتی جوړښت شاته پریږدی چی په موقت ډول له یوه اړخه خپله پوځی ماتی پټه کړی او د خپلو ځواکونو وتل موجه وښیی له بله اړخه د امریکا ولس او پارلمان ته داسی تمثیل وکړی چی ګواکی په افغانستان کی یی دموکراسی بنسټیزه کړه چی پر بنسټ یی د ټاکنو له لاری په سوله ایزه توګه واک له یوه ولسمشر څخه بل ولسمشر ته لیږدول کیږی، خو داسی و نه سول بلعکس پښی یی نوری هم په خټو کی ښخی سوی کوم قومندانان چی پوره دیارلس کاله واکمن پر ولس تپلی وه هرڅومره چی د تمدن او مدنیت په لوری وهڅول سوی وه بیا هم هغوی مدنیت،قانون او اصول هضم نکړای سو او د امتحان پر وخت یی زورواکۍ او ایران ته تر دموکراسۍ او امریکا ارجحیت ورکړ او د ایران د هدایاتو سره سم یی د امریکایانو هغه دموکراتیک بهیر چی د انتخاباتو ترنامه لاندی په لاره اچولۍ دۍ د ننګونو سره مخ کړ امریکایان ډیر ناوخته پوه سول چی اوسهم د ایران نفوذ او تسلط پر جهادی قومندانانو تر امریکا ډیر دۍ نو ځکه اوس هڅه کوی د ولس په وړاندی توطیه وکړی په دی معنی چی:
که وکولای سی د ډاکتر عبدالله د غوښتنی سره سم د ولس یو تعداد رای پټی کړی ترڅو د دوو نوماندانو ترمنځ د رایو کم توپیر وښودل سی په دی صورت کی به د عبدالله د طرفدارانو د قهر او کابل ویرانولو مخه ونیول سی . دا د هغه نوی ماډل دموکراسۍ پایلی دی چی امریکا موږ ته ډالۍ کړیده کله چی زورواکان پوه سول چی ولس رایه ورنکړه نویی په ډول ډول بهانو ګاهی بایکاټ ګاهی بیرته د بهیر سره یوځای کیدل ، کله ټاکنیز کمیسون نه منم کله ټاکنو قانون نه منم ، حتی کله ملل متحد درغلی کوی ،ګاهی ددی هیواد لمن نیولی ګاهی د یوناما، ګاهی د دولتی رنجرو په ګټه پورته کولو مظاهری ، ګاهی هم شنه او نارنجی تهدیدات ، کله د بی بندوباره توپکیانو په لاسونو کی اسلحی د کابل په سړکانو د ولس ویرول، کله افتراه واردول چی پراخه درغلی سویده کله نور څه او نور . د دا ټولو کړونو سره سره بیا هم د ټاکنیز بهیر په مختلفو مراحلو کی امریکا سفارت او یوناما د دی نازولو غیر موجه غوښتنی په ګټونکی نوماند د ډیرو خبرو اترو کله د وطن او ولس په نامه کله هم په نامریی خطرونو ویرول، پر ګټونکی نوماند تحمیلوی اوس چی ټوله غوښتنی یی ومنل سوی لوړ مقامات یی خپل کړه او توافق ته نیژدی سوه ، نو د وروستۍ غوښتنی په ترڅ کی غواړی د ولس په وړاندی توطیه وسی او د ټاکنو پایلی دی په غلطه مساوی اعلان سی . بیا هم نړیواله ټولنه پر ځای د دی چی په قاطعیت خپل دریځ غوره کړی د نوماندانو ترمنځ لګیا دی که وکولای سی دا طرحه هم په دواړو غاړو ومنی . دا نړیوال عدالت او دا هم د امریکا دریځ او نیت د افغان ولس په وړاندی.
ناټو ولیدل چی د لمړی بُن نسخه بشپړه بریالۍ نه وه د ناټو د دیارلس کلن شتون په پایله کی د دموکراسۍ څرک و نه لګیدۍ ، ټاکنی ځکه دموکراتیکی نه وی چی تر ډیره بریده یی تنظیمی او قومی بنسټ درلود. دا به ومنو چی زموږ په هیواد کی دموکراتیک بهیر نوۍ ازمایل کیږی نو ځکه به نیمګړتیاوی ولری خو دا نمګړتیاوی نباید اصلی بهیر منحرف کړی. که استدلال وکړو چی د دموکراسۍ او ټاکنو لپاره عینی او ذهنی شرایط برابر نه وه خو داسی نده ، حقیقت دادۍ چی ایران وکولای سو د ناټو دیارلس کلن شتون او ناروغه دموکراسی د خپلو مزدورانو په وسیله وننګوی.
اوس د امریکا او ناټو په وړاندی دوه ټارګیټه و ټاکل سوه یو د تروریزم سره د پاکستان په جبهه کی مقابله او بل په نظام کی دننه د ایران د عُمالو سره د چلند ډول ! او دا دوی مبارزی په دوه جلاجلا میکانیزمونو باید په وړاندی یووړل سی. معلومه خبره ده چی ناټو د تروریزم سره تیر دیارلس کاله په ګرمه جګړه بوخت دی او دوام ولری خو د کورنی غلو او ایرانی ایجنټانو سره باید سړه نرمه اما قطعی مبارزه وسی یعنی د قضایی عدالت په بهیر کی وځپل سی ځکه د دوی جرایم د جنګی جنایاتو نیولی بیا تر اقتصادی جرایمو د هیواد او ولس په وړاندی مشهود دی ولس به د حاکمیت پر عدالت مطمین سی.
بهرنیانو او دولتی اداری د دموکراسۍ او نورو لاسته راوړنو ډنډوری ډیری ووهلی ولس یی روښانه راتلونکی ته هیله مند کړ په هیواد کی یی د هغوی ګډون په ټاکنیز بهیر کی د هر افغان وجیبه وبلل او په اصطلاح په د موکراتیک بهیر کی یی د ولس همکاری اړینه وبلل،حکومت او نړیوالو افغان ولس وهڅاوه چی ځانونه د نړیوالو سیال کړی او د یو دموکرات ولس په څیر خپلی رای د هیواد د مدنی تکامل او اقتصادی بسیاینی په لاره کی وکاروی تیرو ته د خدای په امانی ووایی او د روښانه راتلونکی په لور د نړیوال کاروان سره مل سی ولس هم دی انسانی غوښتنی ته لبیک ووایه او په مدنی دموکراتیک بهیر ورګډ سو ترڅو نور د دموکراتیک بهیر له طریقه د خپلی خوښی حکومت او مشران د رایو له طریقه غوره کړی خو اوس چی رای یی ننګول کیږی په داسی حال کی چی ټوله نړۍ ورته ګوری خو یو هم په خلاصه خوله سلامت او ملامت ته د تحسین او انتقاد ګوته نه نیسی.