بسم الله اکبري
دنړۍ د ډاکټرانوامیراوپاچا وپیژنی!
ستر نابغه اونامتوفیلسوف بوعلي ابن سینا یادوم
.
پورسینا دعبد الله بلخي زوی او۳۷۰ هجري،قمري کال دبخارادچم ګاونډ په یوه کلیواله سیمه کې سترګې نړۍ ته پرانیستې.مور یې ستاره نومیده اودافشنې دښیرازې سیمي اوسیدونکي وه.
دغه لوی حکیم،فیلسوف اوستر پوهاندپه لویدیځه نړۍ کې داویسینا) (Avicenna په نوم یادیږي.اودطب،فلسفې،حکمت،منطق،فقه،بیان،طبیعي علومواوماورالطبیعه،نجوم اوستوروپیژندنې،ریاضیاتو،بوټواوسابوپیژندنې،عروض،شعراوموسیقي کې ۴۵۶ ټوکه کتابونه اورسالې یې کښلي اوترې پاتې دي.
ابن سینا دماشومتوب له مهاله ترتنکی ځلمیتوب ۵ کلنی په منګ دخپل فاضل اوعالم پلارڅخه حساب،ریاضیات ،قران مجید، دعربي ژبې صرف اونحو،لوست اوزده کړه وکړه اولس کلن وچې قرآن شریف یې حفظ اویادکړ.
هغه دځلمیتوب له وخته په دښتواوبیدیاووکې دطبي بوټوپه پیژندنه اوپلټنه بوخت و.اوډیرژرپه ټوله اسلامي نړۍ کې دعلم اوفلسفې په ډګر کې لکه لمر وځلید.هغه دخپل نبوغ له کبله دشیخ الریس،حجته الحق،شرف الملک اوریس العقلاپه القابونومول شوی اوویاړل شوی دی.
ابن سینا دریاضیاتواومنطق زده کړه له خپل استاذ ابوعبدالله ناتلي اودفقې علم زده کړه یې داسماعیل زاهدڅخه وکړه اودابوسهیل مسیحي په استاذی دطبیعیاتو،مابعدالطبیعه اوطبي علوموپه زده کړه بوخت شواوپه۱۶ کلنۍ کې دهغه وخت په ټولو،پوهنواوعلوموکې داستاذۍ مقام ته ورسید.د ده پخپله وینا تر ۱۸کلنی پوري یې دبیلابیلوعلومو زده کړه وکړه اوله هغه وروسته یې دعلوموپه پنځونو،ایجاداواشاعه کولولاس پوري کړدفلسفې،ادبیاتو،ریاضیاتواودطب په برخه کې یې بې شمیره اوبې ساري اثار رامنځته کړل.
دکتابونوله لوست سره یې بې جوړې اوتوده مینه درلوده .دمیتافیزیک په اړه یې دارسطوکتاب ۴۰ ځله ولوست .خوځیني مساءلې ورته مبهمې اوناپیژانده وې.یوه ورځ په لاره روان ویوه کلیوال سړي یو زوړکتاب دخرڅلاو په موخه هغه ته وړاندې کړ.ابن سینا دغه کتاب وپیره اوسملاسي یې دهغه په لوستلو پیل وکړ.له نیکه مرغه دغه کتاب اوقیمتي اثرد نامتوعالم ابونصرفارابي اثروچې دهغه دلوستلوپه مرسته یې دارسطودمیتافزیک په اړه ټولې پوښتنې اوابهامات حل شول.
پورسینا یاپه بله ژبه بوعلي ابن سینا دطب اودرملنې په ډګرکې دومره وغوړید چې شهرت یې دهغه وخت دپاچا هانو پاملرنه ځان ته راجلب کړه.لکه چې د امیرنوح ابن منصوردناروغۍ په درملنه بوخت شوو.پاچا دقولنج په ناروغی مصاب اواخته وخوکله چې یې ابن سینا درملنې ته ورغی لومړی یې دهغه دمعالجوډاکترانوله خوا دهغه دعلاج په اړه دپوښتنو،ګرویږنوله لارې معلومات تر لاسه کړل اووروسته پخپله دهغه په درملنه بوخت شوو.امیرپه لنډه موده کې دجوړتیا اوسلامتی ،متره اوځواک وموند اوابن سینا ورته په ډاګه کړه چې تاسوناروغي دهغو مسي اونورولوښوکې دخوراک څخه پیداشوي اودهغه په درملنه اوطبي لارښوونوجوړاورمټ شو.
امیرنوح ابن منصوردابن سینادبریالی درملنې په بدل کې دستروسوغاتونواوانعامونوتابیا اوتکل درلود خوابن سیناله پاچا څخه دانعامونوپرځای، وړاندیزوکړچې هغه ته دې په سلطنتي کتابتون کې دکتابونودلوستلواومطالعې اجازه ورکړشي .ځکه په دغه کتابتون کې یوازې شاهزاده ګانواووزیرانودمطالعې چانس درلود.
پاچا دهغه غوښته اووړاندیزومانه اوابن سینا په خورا ستره مینه،ذوق اوخوشالۍ په سلطنتي کتابتون کې چې خورا علمي اوقیمتي کتابونه اواثار پکې ول دبیلابیلوکتابونوپه لوست اومطالعه لاس پور کړاوخپله سمندري علمي تنده یې پرې خړوبوله .هغه په کتابتون کې ۳ درې کاله پرله پسې ژوره مطالعه وکړه خوله بده مرغه یوه ورځ په کتابتون کې اورولګید داورپه وژنه اواطفا کې یې خوراجدي هڅه اوهاند وکړخوډیری کتابونه داور په لمبوکې وسځیدل اوپکې لوخړه شول.ځینوبدنیته او رخه لرونکودرباریانوپاچا ته داور دلګیدنې لامل اومسبب پخپله ابن سینا په ګوته اومتهم کړ.ابن سینا په زندان کې ولوید خوهغه په زندان کې هم خپل نامتواثرالشفا په نو م ولیکه.
ریس العقلآبن سینا دخپل ژوند په یون کې خورالوړې،ژورې،ستونزي اوکړاوونه لیدلي اوګاللي دي.یوځل سلطان محمودغزنوي له خوارزم شاهانوله دربارڅخه دپوهانواوعالمانوغوښتنه وکړه چې غزني ته ورشي.ډیری پوهان دسلطان محمود غزنوي دربارته حاظرشول خو ابن سینا داغوښتنه ونه منله .غزنوي سلطان خوراپه غوسه شواودابن سینا دنیولواواحظارولوفرمان یې صادر کړ.خوهیڅکله دشیخ الریس ابن سیناپه نیولوبریالي نه شول.خو دسلطان محمودغزنوي وروسته دهغه زوی سلطان مسعود غزنوي په اصفهان یرغل وکړاوله اصفهانه امیرعلاءالدوله دخپلودرباریانواوسرتیروسره چې په دغه ډله کې ابن سینا هم ورسره ملګری و وتښتیدل دابن سینا ډیری کتابونه دترکانو له خوالوټ،ځیني ورک اوڅه یې دغزني دربارته ولیږدول شول.
علاءالدوله دهمدان په لوروخوځید اوپه دغه ستونزمن سفر کې ابوعلي سینا ته دقلنج ناروغي پیدا شوه جوزجاني یې مرستې ته راودانګل اوپخله ده هم دځان په درملنه لاس پوري کړاودمعالجې دارودرمل یې زیات کړل اوورځ په ورځ یې خپله فزیکي ځواکمني بایلله خودغه سترنابغه په همدې مهال هم دخدای ج دثبوت په اړه دحکمت المشرقین په نوم کتاب ولیکه اوهمدارازیې دختیځي فلسفې په نوم بل اثرچې وصیت نامې ته ورته و،وکیښ.
هغه په ځان پوه شوچې د ناروغی درملنه یې ناشوني ده .د دارودرمل څخه لاس په سر شو اوپخپله داسې وایې:
مدبر تن من از تدبیر فروماند،ودرمان بی فایده است.
اولکه چې وایې هر بند کشاده شد مګر نه بند اجل.دادعلم اوپوهې درنه سټه دجمعې په ورځ درمضان دمیاشتې په لومړی نیټه کال ۴۱۵ ـــ ه.قـمري ـ۱۰۳۷زیږدیزکال د۵۸ کلونوپه عمر دهمدان په ښار کې سترګې له نړۍ څخه پټې کړې.خوداډول نوموتي پوهان هیڅکله مرګ نه شې وژلی .دطب په برخه کې دهغه القانون کتاب په پیړیودطبي پوهانو لارښود څراغ اومشال دی .دغه کتاب دنړۍ په بیلابیلوژبوژباړل شوی اودانجیل وروسته په خورا لوړتیراژچا پ شوی دی. دغه کتاب ابن سینا په عربي ژبه چې په ټوله اسلامي نړۍ کې متداوله اوواکمنه ژبه لیکلی دی اودغه کتاب په ۲۱ جلدوکې دلومړي ځل لپاره په فارسي ژبه له عربي څخه دعبدالرحمن شرفکندي له خوا ژباړل شوی دی.
له نیکه مرغه تراوسه دابن سیناڅه دپاسه ۱۳۰ بیلابیل کتابونه پاتې دي اود دغه ستر نابغه په ویاړپه ۲۰۰۵م کال کې داکټریاشاربیلګین یو ټولګټی مرکزدآلمان دفرانکفورت په ښار کې جوړاوپرانیست.هرکال دمشرتابه اوداورې ډلې په غوراوي اوتشخیص دابن سینا جایزه هغو کسانواوسازمانونوته ورکول کیږي چې دملتونوترمنځ دفرهنګي پوهاوي اوتفاهم په لاره کې یې زیار ایستلی وي.د دغه جایزې ارزښت سل زره )۱۰۰۰۰۰(ایروته رسیږي.
دتاجکستان په جمهوریت کې یو بانکي نوټ دابن سینا په تصویر مزین اوچاپ شوی دی.
دلیکنې دحسن ختام په موخه دابن سینا دیوي په زړه پوري سایکولوجیکي درملنې کیسه دیادولووړبولم.
دیوه ځایې واکمن یوځوان خپلوان په ناروغۍ پریووت.اودهغه د درملنې لپاره یې ابن سینا وروغوښت.ابن سینا د دنګ اوچټ ځوان په درملنه بوخت شواو دهغه لاس رګ یې ونیوله یوچاڅخه یې دچم ګاونډ کورونه ورته معلوم وي دمرستې غوښتنه وکړه چې دکورونونومونه واخلي یوڅوک راغلل اودکوڅودکورونو نومونه یې اخیستل.ابن سینا دکورونودنومونوسره جوخت دناروغ درګ په حرکاتو پوهیده .بیایې وپوښتل داسې یوڅوک غواړم چې دهمدغه چم ګاونډ دکورونواستوګن په نوم وپیژني.دابن سینا دهیلي سره سم همداسې یوڅوک پیدا شواودنومونوپه اخیستلویې پیل وکړابن سینا دناروغ دلاس رګ په کتلوبوخت وکله چې دیوې مستې اوچټې ښکلي پیغلې نوم یې واخیست ابن سینا درګ په حرکاتوپه شواوپه ډاګه یې کړه چې ځوان په همدغه جلۍ عاشق اوخپل زړه یې پرې بایللی دی.دعاشق اومعشوق د ګډژوندپه پیل دځوان ناروغي دچا خبره په غرورغو ورکه شوه اوروغ رمټ شو.
په همدغه لیکنه کې دیادولووړاوخوراجدي سپارښتنه مې داده چې سپین سترګي اومتعصبه ایرانیان ابوعلي سینا دایران بولي اودهغه دپلار عبدالله بلخي اوابوعلي سینای بلخي دلمرپه څیر دروښانه نوم اوروستاړي سترګې پټوي اوغواړي افغاني ستر پوهان ،شاعران اوفلاسفه ایراني وبولي اوآن دعوه لري چې ګني سیدجمال الدین افغان هم ایرانی دی اوپه خپلواثاروکې یې دسیدجمال الدین سیدآبادي ایراني په نوم یادوی.
دافغانستان دپرتمین اوویاړلي تاریخ دتلپاتې ځلا اوزموږدبرمیال فرهنګ د دوښمنانودنابودی په هیله.
بسم الله اکبري هالینډ
۶/۲/۲۰۱۷