سرلوڅ مرادزی
د انقرې غونډه، د جبل السراج تړون په هېنداره کې!
د زنبق څلور لارې ترهګریزې پېښې چې د ۶۰۰ تنو په شاوخوا د کابلښار ولسي وګړي پکې شهیدان او ټپیان شول او د ملي امنیت ادارې يي پل له اسلام اباده وګاڼه، په کور دننه ځینو سمتي او قومي ډلوته چې د مرکزي حکومت د نوم بدۍ او ناکامۍ لپاره، له هغې هم په کمین کې ناست دي، زرین چانس ور په برخه کړ.
دغو سمتي ډلو چې اسلامي جمعیت، د محقق په مشرۍ د اسلامي وحدت څانګه او د عبدالرشید دوستم ډله يي په سر کې لاسونه غورځوي او څرخي، لومړی يي کابلښار کې نیمه وسلوال، سوټیمار او کوتکمار لاریون پیل کړ. کله چې لاریون د دوی په نهیلۍ واوښت او کابلښاریانو ورته شا کړه، دوی د تحصن خیمي په عامه لارو او سرکونو ودرولې. وروسته چې تحصن هم د دوی د زړه غوښت پایله؛ یانې د کابلښار بیا تالان، چور او ګډوډي رامنځته نه کړه؛ سرخېلان يي د نورو هېوادو د پلازمېنو په لور وڅښېدل!
د BBC د تازه خبر له مخې چې وايی«ملي اسلامي جنبش، جمعیت اسلامي، حزب وحدت اسلامي مشران چې تر ډېره ځانونه د درو لویو قومونو (ازبک، تاجک او هزاره وو) مشران ګڼي او د بې اتفاقۍ او اتفاق دواړو ښکاره مخینه هم لري، یوځل بیا د ترکیې انقره کې د جنرال دوستم د زوی کوژدې مراسمو کې سره راغونډ شوي چې د خپلو سیاسي چارو د مخته وړلو او د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د هغوی د "فشار او ګوښه کولو" پر وړاندې یوه ټلواله جوړه کړي. ښکاري یوازې یو شی د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال جنرال دوستم، د بلخ والي عطاء محمد نور، د اجراییه رییس د مرستیال محمد محقق، د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني او د مخکېني ولسمشر د مرستیال احمد ضیاء مسعود د راغونډېدو لامل شوي چې هغه په عامه ژبه "بده ورځ" ده.»
د دوستم د زوی د کوژدې مراسمو کې د ګډون لپاره انقرې ته تللی
د خندا وړ دا ده چې له ضیا مسعود پرته، چې نوموړی هم تر پرونه پورې د دولت لوړپوړی چارواکی وو، یاد کسان ټول اوس هم د دولت لوړپوړي چارواکي دي.
که د جوزجان د پخواني والي ښاغلی احمد ایشچي د ډبولو او سپکولو پېښه نه وای چې یوه جنايي قضیه ده او په هر حال دوستم يي باید ځواب ووايی، جنرال دوستم به نن هم د ولسمشر لومړی مرستیال وای.
صلاح الدین رباني چې د ولسي جرګې لخوا رد شوی، نن هم د ولسمشر غني په حکم د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر پتوګه دنده ترسره کوي او عطامحمد نور هم د ولسمشر په فرمان د بلخ والي دی.
په دولت پورې د دوی د تورونو په اړه چې خپله هم د دولت برخه دي، د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند شا حسین مرتضوي وايي:
"لومړی په کابینه، امنیت شورا او ارګ شورا کې د ملي یووالي د حکومت د مشرانو، وزیرانو او د خپلواکو رییسانو په ګډون حضور لري. یو کس په انفرادي ډول په هېڅ مسله کې پرېکړه کوونکی نه دی. ولسمشر یوازې د رهبرۍ او ډلبندۍ رول ادا کوي. ټولې هغه نیوکې چې دوی یې رسنیو کې کوي، که په تخصصي ډول د میز پر سر کښېښودل شي، یا خپل وړاندیزونه او مشخصې حل لارې وړاندې کړي، ستونزې په سمه توګه حلولی شي. هغه که له سیاسي اړخه وي یا قومي او ګوندي، د تصمیم نیونې بنسټونو کې جوړښت متوازن دی."
اوس پوښتنه دا ده که دوی مرکزی حکومت نه مني او د حکومت تګلار ورته د منلو نه ده، باید له موجوده چوکیو استعفا ورکړی. د حکومت په وړاندې د اپوزیسیون دنده له دوی چا نه ده اخیستې. خو داسې نه شي کېدای چې دوی دې هم په دولت کې وي او هم دې د دولت پر ضد لاریونونه په لاراچوي، د تحصن خیمې دې دروي، ګډوډۍ او انارشۍ ته دې لارهواروي او د نورو هېوادو په پلازمېنو کې دې د دولت په وړاندې توطيې طرحه کوي!
که د دغو تنظیمونو سرخېلان بیا د ۱۹۹۲ کال پشان د جبل السراج د تړون غوښتنې په سر کې لري پخواني خوبونه ویني او په انفره کې د هغو لپاره جرګه شوي وی، باید وپوهیږي چې نن نه هغه پخواني افغانستان دی او نه هغه پخوانی حالات!
د جبل السراج تړون څوغوښتنې په لاندې ډول وې:
«ائتلاف شمال قبل از انکه نیروهای نظامي خودرا وارد کابل نماید، در همایشی که در جبل السراج با شرکت احمدشا مسعود آمر شورای نظار، عبدالرشید دوستم قومندان فرقه ۵۳ دولت، سید منصور نادری رییس شاخه ای اسماعلیه، نمایندګان حزب وحدت اسلامی وشماری از افراد ارشد نظامی برګزار کردند، ائتلاف خودرا «شورای عالی جهاد افغانستان» نام ګذاشته، رییس ان احمدشا مسعود ومعاونین آن حاجی محمد محقق وعبدالرشید دوستم تعین کرده روی اجندا از قبل مشخص شده فیصله نمودند:
ــ حکومت دوکتور نجیب الله سقوط داده شود.
ــ ریاست و دولت آینده به احمدشا مسعود، صدارت به عبدالعلی مزاری، وزارت دفاع به عبدالرشید دوستم تعلق ګیرد.
ــ اداره مشترک نخست در شمال تشکیل ګردد، متعاقبآ اقدام نهای در کابل صورت ګیرد.
ــ تعداد افراد مسلح شورای نظار و حزب وحدت اسلامی زیر پوشش قوای «دوستم»در کابل جابجا شود.
با عقد این پیمان در واقع تنظیم های هفګانه ای مقیم پیشاور که سال ها به خاطر تصاحب قدرت دولتی می جنګیدند، به بیرون از حصار قدرت پرتاب شده بودند.»
«جنګهای کابل، د جنرال سید عبدالقدوس لیکنه، ۲۱۸ ــ ۲۱۹ مخونه »
خو نن هغه تېر حالات نه دي پاتي. د دوستم ډله د دوستم په جنايي جرم او د ایشچي په سپکولو سره ټوټې شوې، اسلامي جمعیت هم تنظیم کې د پنجشیریانو د برلاسۍ په لامل څو ټوټې شوې، عبدالله عبدالله او عطامحمد نور یو د بل په وړاندې په سنګر کې سره پاخه ناست دي او د اسلامي وحدت غټه او غوړه ټوټه د خلیلي او یورش په مشرۍ د دولت برخه ده.
د اسماعلیه سید منصورنادري ډله د دولت ملګرې ده، اختلاف او اپوزیسیون ته اړتیا نلري.
اوس د جبل السراج تړون په پایلو ټول افغانان پوهیږي او هیڅوک به بیا د هغه تکرار ته زړه ښه نه کړي. دا د جبل السراج تړون وو چې پایله کې يی کابلښار کنډواله او لوټې لوټې شو. ۷۰ زره کابلیان د نظارشورا له تیغه تېر شول. د کابلښار او هېواد په هره کوڅه، کلي او بانډه کې د جهادي تنظیمونو بېلا بېلې ډلې سره ښکر په ښکر شوې. د اسلامي جمعیت مشر برهانالدین ربانی د القاعده مشر بن لادن افغانستان ته راوباله او د افغانستان تابعیت يي وربخښښ کړ. د طالبانو راتګ ته يي لارهواره کړه او القاعده افغانستان ته رادننه شوه. د افغانستان زړه او پخه اردو تس نس شوه؛ وسلې او مهمات يي پاکستان او نوروګاونډیو هېوادوته وچلېدل؛ هېواد چور، لوټ او تالا شو!
ایا له دومره ترخو کلونو او وختونو وروسته بیا هم افغانان تیار دي چې د جبل السراج غوندې یو بل تړون په انقره او یا کوم بل ښار کې د یادو تنظیمونو او زړو کفنکشانو په لاس، پر ځانونو پلی کړي؟
نه هیڅکله نه!
۲۰۱۷ کال د جون ۲۹ مه
سرلوڅ مرادزی