سرلوڅ مرادزی

 

 

د ډیورند کرښې په اړه د انګریز سفیر تازه اپلتې

 


په کابل کې د انګریز سفیر نیکلاس کی له بي بي سي سره په خپله تازه مرکه کې ویلي « د بریتانیا او نړیوالو له نظره د ډیورند کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي پوله ده»!

د انګریز سفیر دا خبرې په داسې مهال کوي چې پاکستان خپله خاوره کې ترهګرو ته د پټنځایو په ورکولو سره د نړیوال سخت فشار سره لاس وګریوان دی. د سویلې اسیا او افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ په اعلان سره چې هغې کې پاکستان ته په ډاګه ویل کیږی یا په کور دننه د ترهګرو ځالې ړنګې کړه او که داسې نه کوي، امریکا به دننه د پاکستان په خاوره کې پخپلسر اقداماتو سره دا ځالې ړنګې کړی. که څه هم په دې ستراتېژۍ کې د پاکستان د اتومي وسلو د اندیښنو چې د یوه ترهګر دولت په لاس کې دي او یا په ټوله کې د اسلام اباد د بهرني سیاست د بدلون په اړه چې نړۍ ته تروریزم صادروي، څه نه ویل کیږي او ډېرې نیمګړتیاوې لري، خو د پاکستان په خاوره کې یوازې د ترهګرو د ځالو د ړنګولو پریکړې هم پاکستان سخت وارخطا کړی دی.

د امریکا نوې ستراتېژۍ اسلام اباد دې ته اړ کړ چې له فشاره د خلاصون په موخه په سیمه او نړیواله کچه، د ځان په ګټه پراخ لابيتوب ته لاس واچوي. پاکستاني جګپوړو چارواکو بېجینګ، ماسکو، انقرې، تهران او واشنګټن ته په بېړه سفرونه پیل کړل او ټوله هڅه يي دا وه چې لاندې دوه موخو ته ورسیږي: لومړی دا چې وښۍ د ترهګرو ځالې پاکستان کې نشته او ترهګر له افغانستانه د ډیورنډ پر کرښه ور اوړي، نو ځکه باید د ډیورنډ پر کرښه کټارې او اغزن سیم ولګوي چې پخپل اند له افغانستانه د ترهګرو د وراوښتلو مخنیوي يي کړی وي. دوهم دا چې په نوي لابیتوب کې اسلام اباد هڅه کوي د ترهګرو د ځالو ړنګول د ډیورندکرښې په رسمیت پېژندلو سره وتړي.

دا چې اسلام اباد وايي ترهګر له افغانستان وراوړي په داسې حال کې چې د افغانستان فضا او د ډیورند کرښه د امریکا، انګریز او ناټو د ځواکونو لخوا تر کلک کنترول لاندې ده، پوښتنه دا ده ترهګر په کومه لار پاکستان ته تیریږی او بلخوا د ناټو د ځواکونو تر کنترول لاندې د افغانستان په کوم ځای کې ترهګر مېشت او روزل کیږي چې انګریزسفیر وايي پاکستان حق لري د افغانستان له اړخه د ترهګرو د مخنیوي لپاره پر ډیورنډ کرښه کنترول زیات کړی، یاني اغزن سیم او کټارې ولګوي او د څار او کنترول دروازې جوړې کړي او په پایله کې دې کرښې ته د هېوادو ترمنځ د پولې حیثیت وګټي.

په دې اړه د انګریز سفیر زیاتوي« د ډیورند د کرښې په اوږدو کې د اغزن سیم غځولو او موانعوو جوړولو په اړه، پاکستان د یادې کرښې د مدیرت حق لري.»

د مدیریت له حقه هم د انګریز سفیر موخه، د کرښې په رسمیت پېژندل دي. خو بلخوا هم دلته د انګریز سفیر هڅه کوي د پاکستان په لویو ښارونو لکه، اسلام اباد، لاهور، کراچۍ او د پاکستانۍ خاورې په نورو برخو کې د ترهګرو ځالو له شتون څخه افکار منحرف کړي او د دې ځالو پرځای پر ډیورنډکرښه د ترهګرو د تېرېدو خبره راپورته کړي چې په یو ډول پر پاکستان د فشار کمولو لپاره، اسلام اباد سره مرسته وکړي.

د پاکستان په خاوره کې دننه د ترهګرو له ځالو څخه د افکارو منحرفول او پرځای يي ډیورنډ کرښې پر کنترول تمرکز، هغه نوې توطیه او چلوټه ده چې د ډيورنډکرښې په رسمیت پېژنلو لپاره يي اسلام اباد غواړي، د انګریز په مټ ترسره کړي!

دا چې د انګریز سفیر، د بریتانیا او نړیوالو له نظره د ډیورند کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي پوله بولي، کوم نړیوالی یادوي؟ انګریز چې دا کرښه يي پخپلسر د برتانوي هند او افغانستان ترمنځ یوازې د نفوذ ساحو د ټاکلو لپاره په ۱۸۹۳ کال کښلې، داسې هیڅ رسمي سند نشته چې د ډیورند د فرضي کرښې پر رسمیتوب دلالت وکړي. د دې کرښې په اړه انګریز سفیر برتانیه، په غلطه او بېځایه د نړۍ په استازیتوب شاهده نیسي، نړۍ هیڅکله استعماري کرښې او استعماري ویش نه دی منلی او تل يي د استعماري پریکړو په وړاندې غبرګون ښودلای دی.

بلخوا انګریز او د انګریز سفیر د خلکو خبره چکاره دی چې د ډیورنډ کرښې پر دواړه غاړو د پرتو افغانانو پرځای، د دوی په برخلیک غږیږي او د دوي پرځای پریکړه کوي؟ د کرښې پر دواړو غاړو یوازې افغانان حق لري وغږیږي او پریکړه وکړي، نه پنجاب او استعماري برتانیه!

څو ورځې مخکې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د ډیورنډ کرښې په اړوند، د پاکستاني پوځ او حکومت د هغو اقداماتو په غبرګون کې چې انګریز سفیر يي د مدیریت په نوم یادوي، ویلي وو«که هغوی فکر کوي چې په اغزن سیم به ولسونه بېل کړي بیا دې له سره فکر وکړي. هغه زیاته کړې وه، موږ توپونو او طیارو بېل نه کړو. مینه، وینه او تاریخ څوک په سیم نشي بېلولی، څو قیچیانې یې کافي دي.»

که څه هم د انګریز سفیر د غرضي څرګندونو په وړاندې د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت توند غبرګون وښود( نه د هغه وزارت وزیر بلدوزر، ګل اغا شیرزي) او هغه يي د ډیپلوماتیکو اصولو خلاف وګڼلې، خو پکار دا دي په داسې چارو کې باید د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خپل غږ پورته کړي او هغه وغندي. په اصطلاح د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني! په داسې وخت په کومه څمڅه ننوتی وي؟ کله چې د چوکیو د ویش او د غنایمو د تقسیم خبره وي نظارشورا، اسلامي جمعیت او سرخېلان يي تر نورو مخکې وړاندې وړاندې کیږي، خو د هېواد د برخلیک، ملي ګټو او پر وطن د ننګ په ورځ بیا په څمڅو او غارو ننوځي! شرم په داسې بې ننګو!

په ولسي او مشرانو جرګه کې هم چا د انګریز سفیر پر خوله کوم سوک حواله نکړ! خپلو منځو کې خو یوبل په سوکانو څه، چې یو بل په بوتلونو ولې! داسې بې ننګه وکیلان د نظارشورا او جمعیت تر بې ننګیانو هم بدتر دي!

بلخوا څه دپاسه سل ګوندونه او مدنې ټولنې چې په کور دننه په کوچنۍ خبره خپل سرونه ماتوي او سره ښکر په ښکر وي، د هېواد د برخلیک په ورځ ولې چوپ دي؟

افغان ملت باید داسې حالاتو کې خپل غم پخپله وخوری او د خپل برخلیک په اړه بې توپېره پاتې نشی!

د ۲۰۱۷ کال د نومبر ۵ مه

سرلوڅ مرادزی

عقاید نویسنــــدگـان لـــزوما نظــر هـــوډ نمی باشــد