F
اباسین بریال
FF
اتمر په څه دلیل له ارګ ووت؟
F
اول – انتخابات ( راولې مې که راشم؟)
F
وړم کال د اماني لیسې له دروازې ارګ ته رانږدې شوې مظاهرې چې مهار کېدې، د شمالي ټلوالې د یو مهم غړي زوی، سالم ایزیدیار پکې ووژل شو، ټول جمیعت په اتمر ګوته کېښوده، چې له واکه د مجاهدینو په شړلو کې د نوموړي لاس دی او د ستون پنجم د باني په توګه یې قلمداد کړ، عجیب تصادف همدا دی، چې د جمیعت د انتقادونو زوږ په واک کې د اتمر د پاتې کېدو لامل کېږي ګني ولسمشر تقریباً پرېکړه کړې وه، چې ښاغلی اتمر له واکه ګوښه کړي. په اصل کې د اتمر دنده د ولسمشر لپاره حیثیتي شوه نه یوازې چې لرې یې نکړ د دویم مډال بندوبست یې هم شوی و، چې بیا یې ورنکړ.
غني لیدل چې اتمر یې د سترګو پر وړاندې په بې ساري ډول په سیاسي توګه لوېږي او شاید د یو قوي سیاسي حریف په توګه ښاخونه کوي.
نه پوهېږم چا ته به یادوي، خو د ۲۰۱۴ کال د انتخاباتو لپاره د غني په کمپ کې همداسې بندوبست شوی و، چې د غني د بري په صورت کې به بل ځل غوره انتخاب اتمر وي. له همدې امیدوارۍ سره اتمر د سیمې هېوادونو، په دروازه کې انتحار وکړ او له امریکا سره یې امنیت تړون امضا کړ.
یا به د قدرت خوند وي، یا څه نور مجبوریتونه خو ولسمشر غني مطلقاٌ دبلې دورې لپاره هم کاندید دی او اتمر مطمین ندی، چې لا په درېیمه دوره کې دې هم نوموړی د غني د خوښې کاندید واوسي.
له تیر یو کال راهیسې په غیر مستقیم ډول دا موضوع مطرح وه، چې غني د اتمر د سیاسي برخلیک په اړه خوله وسپړي، چې ایا په ۲۰۲۴ انتخاباتو کې اتمر د قدرت د جزیرې کاندید دی، او که مجبوراً د ۲۰۱۹ کال انتخاباتو کې د غني په مقابل کې ودرېږي؟
غني اتمر ته د خپل بدیل او انتخاب په نظر نه کتل، ددې اختلاف سبب دا شو، چې اتمر له ارګه ووځي او راتلونکو انتخاباتو کې د هغه په مقابل کې خپل کمپ وسازوي.
F
دویم - د ملګري پر اوږه په ایښودل شوي ټوپک نښه څنګه وولې؟
F
کله چې د عطا محمد نور د لرې کولو پرېکړه کېده، یوازې څلور کسان د غني مخې ته د پراته میټینګ میز پر خواو شا راټول وو، په دې کسانو کې یو هم ښاغلی اتمر و، دوی په کودتایي ډول د غني له دې تګلارې سره مخالف وو، غني خپله پرېکړه واوروله او عطا ددوبۍ په سفر و، چې له دې تصمیم خبر شو، هغه په سبا سهار وختي ځان بلخ ته ورساوه او تاسو لیدل چې موضوع بیا د اوږد وخت لپاره کړکیچنه شوه. په هره هغه حوزه کې چې غني له خپلې تګلارې کار اخیستی، یا په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د اتمر له مخالفت سره مخ شوی دی. غني فکر کاوه، چې دا د سیاسي نفوذ لپاره رفیقانه مزاحمت دی.
ټول هغه کسان چې غني پریشانه کړي، اتمر دلاسا کړي دي، څوک به یې تعبیروي، چې غني بې احتیاطه دی،خو ځینې داسې فکر کوي، چې د غني په هره کشاله کې اتمر ځان ته نفوذي موقف رغولی دی. دا ډول روش د واحدې تګلارې لرونکي حکومت سره د حیثیت له لحاظه مرسته نه کوي، بلکې په څو سرونو د روان حکومت تصویر ترسیموي.
F
درېیم - ایا امنیت شورا باید همدومره مهمه وي؟
F
له ځینې کسانو سره خورا مهمې چوکۍ غیر مهمې شي، خو ځینې کسان بیا غیرمهمې څوکۍ خورا مهمې کړي. له غني سره د کرزي یو فرق داو، چې په ارګ او ټول حکومت کې یې هیڅ داسې چنار ودې ته نه پریښود چې قد یې تر ده لوړ شي او په ده سیوری وغوړوي. امنیت شورا د مشاوریت یوه غیر اجرایي څوکۍ ده، خو په تیرو څو کلونو کې موږ لیدل، چې امنیت شورا د ټول امنیتي کلسټر ترڅنګ د سولې، دیپلوماسۍ او مردم دارۍ حوزې انحصار کړې وې، تاسو په امنیت شورا دفترکې د ټیسرو او سرو خولیو کلیوال لیدلي، تاسو په کرملین او بیجینګ کې د ښاغلي اتمر هغه دیپلوماتیک نقش لیدلی،چې د خارجه وزیر تر هغه هم پورته و، تاسو لیدلي چې څومره جنرالان منصبداران اوس هم د اتمر اوامرو ته د امنیتي وزیرانو او اعلی سرقوماندن تر اوامرو ډېره ترجیح ورکوي.
نن چې حمدالله محب د تجربې په نیستۍ خبره کېږي، اتمر نه، دادفرسپنتا مخې ته درول پکار دي، چې هغه د کرزي مشاور و، که د امنیتي کلسټر مشر یا د ریس جمهور نا اعلان شوی معاون؟
اصل کې د محب په ټاکلو سره غني څلور کاله وروسته دې نتیجې ته رسېدلی، چې له ځینو موازي یا نسبتاً غیر مهمو څوکیو باید باد وایستل شي او سمبولیکه بڼه غوره کړي. دا چې سیستم ته څومره په ګټه ده، خو واقعاً انحصارګرا ولسمشر ته یې بې له شکه ګټه خورا لوړه ده.
کله به چې اتمر په کوم بهرني سفر لاړ د امنیت شورا به دومره غیرمهمه شوه، چې حتا د غرمې د ډوډۍ د کمي مسله به پکې مطرح وه، دنوموړي معاونینو تر تشریفاتي موقف ورها خوا بل ځای ندی لرلی. دا یوازې اتمر و، چې به ذات خود، د احترام وړ او د نزاکت له زاویې ورته کتل کېدل.
F
څلورم ـ د استعفا نا موجه دلایل
F
د مليامنیت د سلاکار د استعفا په دلایلو کې راځي چې ((د ملي اجماع ساتلو او پیاوړتیا، د سولې او امنیت ټینګښت، د ټاکنو او سیاسي مدیریت، حکومتولۍ او سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو ټینګولو په برخه کې د حکومت مشرتابه له سیاستونو او روشونو سره جدي مخالفت د استعفا لامل دی)).
دغومره عمده مخالفتونه خو حتا طالبان هم له غني سره نلري، بیا پوښتنه راولاړېږي، چې د څلور کاله شریک کارکولو انګېزه څه وه؟
د غزني په پیښه کې د اتمر او غني ترمنیځ اختلافونه خپل اوج ته ورسېدل، اتمر ونه کولای شول، هغه صلاحیتونه چې انحصار کړي یې وو ورته ځواب وویلی شي. حتا داسې فکر کېږي، چې پرغزني برید او په مقابل کې یې ددفاعي دریځ کاواکي د غني لپاره تر قیمت هم په لوړ قیمت تمامه شوه، احتمالي اوربند خپل رنګ وبایلود، له طالبانو سره مذاکرات سبوتاژ شول، او د مېږي په مزل ځای ته رسېدلی غني له پاڼه راغورځېدو ته برابر شو. ټول خبر دي، چې غني درېیمه ورځ د غزني په جګړه د ځوانانو په یو مجلس کې خبرېږي، او بیا محمدخان مکمل حقیقي ګزارش ورکوي، او بیا اقدام کوي، د محمد خان په راپور کې داهم ذکر شوي، چې ملي اردو ته ویل شوي، چې ماشې رانه کاږي. له غني سره شاید همدا سوال وي، چې اکثر جنرالان چې باید جکړه کې دفاعي مستحکم موقف ولري، ښاغلي اتمر معرفي کړي او د معلوماتو په رسولو کې له اعلی سرقوماندان سره زیاتی شوی یعنې اغفال شوی دی.
F
پینځم – دوه مهم انتخاباتي کمپونه او اتمر
F
سیاسي تصمیمونه اکثراً له ارماني او عاطفي تعبیرونو ورها خوا وي، ما په یو سنجیده دولتي مجلس کې واورېدل، اتمر د غني په دې تګلاره انتقاد لري، چې امریکا ته یې بې قیده شرطه ځان ور خوشي کړی او د روسیې، چین، منځنۍ اسیا، پاکستان او ایران د دریځونو په اړه بې احتیاطي کوي، شاید داخبره ددیپلوماتیک عرف له اړخه بیخي سمه وي، خو څرنګه ممکن دی، اتمر له سلیقوي یا شخصي تمایلاتو کامل پشا تګ وکړي؛ زه به یې یوه بېلګه واضح کړم، کله چې نوموړي د کرزي په دوره کې له کورنیو چارو وزارت په عین شکل لکه نن استعفا وکړه، زه له څو نورو ملګرو سره د هغه دربارته وزیر اکبرخان کې ورغلم، په مسولیت سره یې وایم مجلس کې نوموړي موږ ته په میز د لار نقشې په بڼه د ګوتې کرښه کش کړه، بیا یې وویل: ما کرزي ته وویل، چې که ته په ذوقي او سلیقوي لحاظ له امریکایانو سره مخالفت کوې، بیا یې په مقابل کې د روسانو او چینایانو یا پاکستانیانو موقف داسې تعریفوې، چې د هغوی فرمایشونه په نظر کې ونیول شي، نو ماته حقیقتونه مهم دي، زه به له تا لاره جلا کړم او خوله به پټه ونه ساتم.
شاید نن ورځ د ښاغلي اتمر دنوې او زړې خبرې دتفاوت مفهوم داوي، چې هغه د خپل سیاسي موقف لپاره تاوده سنګرونه هم بدلولای شي.
ښايي په دې کار سره ښاغلی اتمر د خپلو تقلبي کمپاینرانو د دروغو په نتیجه کې سوچ کړی وي، چې زه تر غني با نفوذه یم، زه تر غني معقول یم یا شاید مایوسه شوی وي، چې نه د غني د بلې دورې د خوښې کاندید یم، نه امریکا له ما ملاتړ وکړي، نو بهتره ده، چې همدې دوره کې د غني په مقابل کې د یو مزاحمت په توګه راولاړ شه، کاندید شه،شاید چې کرزی هم په دې اړه له ماسره توافق ولري.
په دې بنیاد که اتمر سوچ کړی وي، او غني ترځان غټ عقل کل نه ویني، نو اشخاص پخپل ځای خو انتخابات داسې یو حالت ته تلونکي دي، چې تر موږ به روسان او امریکایان ډیر پکې ګرم، سرسامه او په رقابت اخته شي.