F

F

گزارش اساسی هفتمین اجلاس شورای سراسری حزب وطن

F

۳۱ جوزای ۱۳۹۸

کابل ـ افغانستان

F

بسم الله الرحمن الرحیم

Ff

دوطن گوند دسراسری شورا محترمو غړو !

ښاغلو او اغلو غونډی ته رابلل شویو میلمنو سټړی مه شی په خیر راغلی هرکله راشی.

  خوشحاله یم چی یو وار بیا دا ویاړ راپه برخه شو چی ستاسی سره په داسی درنی او صلاحیت لرونکی غونډی کی گډون کوم .

دا غونډه په داسی حال کی رابلل شوی ده چی گران هیواد افغانستان دیوه ژور او ځورونکی بحران سره لاس په گریوان دی او زموږ گوند هم دځینو احساساتی او نا سمو سیاستونو او انگیرنو په نتیجه کی د راپیدا شوی بحران څخه په تازه گی راوتی او خپلی بسیاینی او ستونزو سره د مبارزی په کار کی ژورو او کره سلا مشورو ته ضرورت لری .

وطن گوند دسراسری شورا دا غونډه له دی کبله دستر اهمیت درلودونکی غونډه بللی شو چی  د روان بحران سره د مقابلی په  پروسه کی دوطن گوند مواضع او گوندی ژوند  دانتظام په اړه به زموږ اصلی موخی او دندی وټاکی .  په دی ترتیب هغه مسایل چی په دی غونډی کی  و څیړل شی په دوو برخو ویشلی شو

لمړی په هیواد کی روانی لانجی:

په دی لړ کی اساسی مسلی دسولی او جگړی ستونځمنی لانجی ، جمهوری ریاست ته ټاکنی او ٬ دمتحده ایلاتو او طالبانو تر منځ  د ښاغلی خلیلزاد په استاځیتوب خبری د ټولو مسایلو په سر کی ځای لری.

الف :  سوله اوجگړه

سوله زموږ دهیواد والو د ستر اکثریت تر ټولو لمړنی او اړینه غوښتنه ده چی دیوی ساده سیاسی غوښتنی څخه ډیر ژوره او پراخه تا ثیرات لری ، نه یواځی دهوساینی او پرمختگ هان دمرگ او ژوند سوال هم ددی غوښتنی سره ټړاو لرلی شی .

په دی کی هیڅ څوک باید شک ونلری چی دوطن گوند سوله غوښتونکی او هیواد پاله گوند دی او د هیواد دستونزو  سوله ایز حل  لپاره د هلو ځلو پیل  ددی کوند د تاریخ  ډیره مهمه برخه  جوړوی چی په دی لار کی یی تر ټولو درنه اوستره قربانی ورکړی او په واقعیت کی دهمدی غوښتنی نذرانه شو او بیا هم په دی لار کی نورو سترو قربانیو ته تیار یو خو د سولی دهڅو تر عنوان لاندی اوپراتیفی لوبو ته  هیڅکله هم هرکلی ویلی نشو.

موږ دیوی روښانه ستراتیژی په چوکات کی تلپاتی او عادلانه سولی، چی دپرمختگ او ترقی په لور لار پرانیزی په کلکه پلوی کوو او هر هغو ټولنو او  وگړو سره مرستی ته تیار یو چی په دی لار کی گام اوچتوی .

کله چی دسولی سوال مطرح شی نو تر هرڅه دمخه دیوه  پیچلی تضاد سره مخ کیږو؛ سوله ملی ضرورت ، ملی غوښتنه، رسیدو ته یی مبارزه ملی دنده ده خو جگړه زموږ دملت تر منځ د روابطو زیږنده نه ده ، دا دبهرنیو دگټو دحراست لپاره یو تپل شوی نیابتی جنگ دی دلته د ملی پخلاینی داصطلاح څخه د واقعیتونو د سرپوښ په حیث گټه اخیستل دی.

ددی جگړی ترشا  کله چی ورته دژبنی جنگ ،  دمذهبی جنگ او  دقومی جنگ عنوان ورکول کیږی کوم لاملونه پراته دی ؟

په ډیر تاسف سره چی زموږ هیواد دزمانو راهیسی دسترو قدرتونو دژیوپولیتکو گټو دجگری په میدان بدل شوی دی نه یواځی دا چی دتاریخ ددی تر ټولو اوږدی جگړی موخی او اهداف لاتر اوسه نه دی تر سره شوی چی لوبغاړی هم په نړیواله سطحه او  په منطقوی سطحی کی دپخوا په پرتله څو واری زیات شوی چی د وضعی پیچلتیا په خپل نفس کی ضربوی او نوی ابعاد پری ورزیاتوی .

دجگړی په ډگر کی ایران او سعودی عرب هم د اسلامی نړی د مشرتابه تر لاسه کولو لپاره خپلی جبهی پرانیستی دی چی دشیعه او سنی دتقابل په فورم کی یو پر بل دفشار وسیله گرڅی دا په داسی حال کی ده چی دمشرتابه لپاره ددی جگړی تر شا نړیوال ستر قدرتونه دپټو او ښکاره حامیانو په ټوگه دجگری اور ته لمن  وهی او له رامنځته شوی وضیعت څخه د خپلوستراتیژیکو اهدافو لپاره کار اخلی .

په روانه جگړه کی دهند او پاکستان برخه تر نورو غوښنه بریښی، په تیره بیا د پاکستاننقش دجگړی ددوام لپاره څرگند او تر ټولو کرغیړن دی    . 

داوبو دمدیریت ډار چی دپاکستان او ایران خوب یی تښتولی دی یو بل عامل  نومولای شو .

هیوادونه دجگړی داور دتازه ساتلو او په نتیجه کی دضعیف افغانستان د شتون هیله او هدف لپاره پانگونی ته هڅوی .

ددی جنگ ددوام لاملونه نه یواځی په تیره کی چی په راتلونکی کی هم لیدلی شو ، د راتلونکی افغانستان څیره د تجارتی څلور لاری په حیث دمنځنی آسیا دکنترول دوسیلی په حیث دسترو قدرتونو پام ځان ته اړولی دی دا په داسی حال کی ده چی دځمکی لاندی سترو پانگو لا دمخه  دافغانستان د زبیخلو هیلی دزبخاکگرو په ککرو کی د ستراتیژیکو پلانو  پر بنسټ بدل کړی دی .  

تر څو چی سولی ته د اړتیا او دجگړی دبقا تضاد دحل لاری چاری موندل شوی نه وی دافغانستان دجگړی پای به د سیاسی موخو دپاره په بیلابیلو  ښکیلو هیوادونو کی داخلی تبلیغاتی مصرف ولری .

دجگړی دپای لپاره د بین الافغانی مذاکراتو دخبری رامنځته کول په ظریفانه ټوگه دجگړی ددوام پړه پر افغانانو د اجولو معنی لری . داځکه چی دا یوه تپل شوی جگړه ده

ددی تپل شوی نیابتی جگړی سره دمقابلی دلارو چارو دلټون لپاره بین الافغانی مذاکرات ، دیو ملی حکومت د رامنځته کیدو او دهغی د ملاتړ لپاره بین 

الافغانی مذاکرات ، دملی گټو د تعریف او تشخیص لپاره بین الافغانی مذاکرات دسولی پر لور زموږ لاره پرانیستلی شی .

دوطن دگوند دنظره یوی عادلانه او تلپاتی سولی ته درسیدو لپاره دملی حکومت جوړښت او موجودیت اساسی او بی بدیله ضرورت دی .

د داسی حکومت د نه شتون په صورت کی به د تړل شوی او تپل شوی حاکمه قدرت سلطه او سیطره  دسولی په نامه زموږ پر خلکو په داسی حالت کی تحمیلیږی چی دپردیو دگټو ساتنی وظیفه به یی پر غاړه وی ددی خبری تصریح ضروری ده چی دملی حکومت تاسیس د ټولنیز بدلون له لاری یوه ژوره ، ستونزمنه او اوږد مهاله پروسه ده چی دپراخه پرگنو سوله ایز گډون ددی پروسی ماهیت جوړوی. ددی پروسی د تدریجی تکامل په نظر کی نیولو سره دارتجاعی تحرکاتو په مقابله کی دهر گام او اقدام حمایت د هیواد پالو قوتونو دنده بلل کیږی دا اقدامات که څه دحکومت په چوکاټ کښی رامنځته شی او که  له دی چوکاټه بهر ، حمایت  یی دهیوادنیو گټو دیوی برخی حمایت بلل کیږی .

ب : ــ  دامریکا د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ  دخبرو په اړوند

دمتحده ایالاتو او طالبانو تر منځ روانو خبرو اترو چی د پلان شوی تبلیغاتو په مټ یی  فضا رامنځته کړی دداسی افادو سبب گرزیده لی ده چی گواکی د سولی کاروان دا دی زموږ دکور تر دروازو را رسیدلی او دهغی په اړوند دپوښتنو را اوچتول دچگری څخه دپلوی معنی ورکوی . لکه چی  مخکی می وویل  په دی کی هیڅ شک نشته چی موږ  سوله غواړو او دهغی دتر لاسه کولو لپاره نه پر شا کیدونکی هلی ځلی  او مبارزه کوو او زموږ دا دریځ موجوده  ایجاد شوی  تبلیغاتی فضا سره هیڅ اړه نه شی لرلی  خو دجناب خلیلزاد د ماموریت نه نیولی بیا دمسکو تر ناستی او له هغی څخه بیا د قطر دناستی  نوری دتر سره شویو هلو ځلو نه داسی ښکاری چی د سولی تر پوښښ لاندی  بیلابیل هیوادونه او ډلی ټپلی د خپلو اهدافو لپاره د موقع نه د گټی اخستلو په کار کی بوختیا لری .

دا هڅی به خامخا  دبهرنیو پروژو دداخلی نماینده گانو تر منځ دقدرت دسره  ویش ، په هیواد کی دکمزوری او نیمبنده دموکراسی دله منځه وړو  لار پرانیزی  حال دا چی موږ داسی سولی چی دجگړی پای ، دسوکالی او پر مختگ پر لور حرکت او دخلکو اساسی حقوقو او ازادیو تضمین و کړی شی غوښتونکی یو .

دوستان عزیز !

شما اگاهی دارید که حزب وطن با صراحت تمام ازتدویر انتخابات برای ریاست جمهوری حمایت و پشتبانی خود را اعلام نموده است ، این در حالیست که ما علاوه از آنکه کاندیدی برای احراز این پست معرفی نداشته ایم ، با هیچ کاندیدی نیز تا کنون تفاهم و توافق نیز نه نموده ایم. ما درین موضع صرف بخاطرطرفداری از منافع علیای مردم خویش قرار میگیریم.     

 رفت وآمد ها میان قطر ـ مسکو  ، مسکو ـ واشنگتن ــ  قطر و در عین حال تشدید جنگها شک و تردید های را به میان میآورد که خدا نخواسته وضیعت دهه هفتاد تکرار نگردد ؛ زیرا نتایج گفتگو ها پشت در های بسته و درغیاب انظار عامه ، اینگونه تشویشها و شک و تردید ها را با گذشت هر روز افزایش می بخشد .

واکنون پیرامون زنده گی حزب:

مجمع عمومی حزب وطن مورخ پنج میزان ۱۳۹۱ وحدت سیاسی ــ تشکیلاتی اعضا و ساختار های حزب وطن را در صدر  وظایف اهم حزبی قرار داد.

سازمانهای حزب با توجه به تاکیدات مجمع عمومی  تلاش خود را در مسیر رسیدن به این هدف متمرکز ساخت .

سلسله مذاکرات درین راستا با احزاب سازمانها حلقات و شخصیت های حزبی با شیوه ها و اشکال مختلف پیگیری گردید با مسولیت میتوان گفت  که چنان سازمان و حلقه چه از لحاظ تاریخی و چه در وضع جاری که خود را متعلق به حزب وطن میدانست وجود ندارد ۰ که از مراجعه ما بیرون مانده باشد.

من در حالیکه این تلاشها را به دیده قدر مینگرم با توجه به نتاییج تلاشهای مذکور نواقص و نا رسایی های اشکار در شیوه عمل و عکس العمل دوستان ما را نمیتوان نا دیده انگاشت . از آنجائیکه تلاش و مبارزه برای وحدت کمافی السابق از جمله اهم وظایف ما باقی خواهد ماند ازین جهت نیز بایددرمورد ان واقعبینانه ارزیابی بعمل اید و نواقص کار بدون هرگونه معامله برجسته شودبررسی های واقعبینانه نشان میدهد که درین پروسه در پهلوی  دسایس از قبل پلان شده ، تفکر کمیت محور نیز در شکلگیری بحران درون حزبی جایگاه خاصی برای خود اختصاص داده است عده ای از ما بی توجه به این واقعیت تلخ که حزب وطن دیروز از لحاظ ساختاری تشکیلاتی و فکری به ساختار های چه موازی چه متفاوت

 فکری و چه شخصیت محور طوری از هم جدا ساخته شده که جز اعتماد متقابل ایجاد شده در عمل مشترک و تقرب اگاهانه مواضع فکری     چیز دیگری نمیتواند حتی نزدیکترین ایجاد شده در عمل مشترک و تقرب اگاهانه مواضع فکری چیز دیگری نمیتواند حتی نزدیکترین حلقات انرا باهم  از

از لحاظ  تشکیلاتی پیوند دهد  بجای اینکه به این حقیقت تلخ عطف توجه بعمل آید درعوض بر وحدت دوباره بقیته السیف حزب وطن درچوکات خانواده بزرگ حزبی و یا خط فکری کنگره دوم حزب دموکراتیک خلق افغانستان  متمرکز گردیده شعار وحدت   اعضای حزب وطن را با مقوله یابه  یو کیږو که نه ورکیږو در امیخت و یک تصویر کمیت محوررا از امر بسیار با اهمیت وحدت بدست داد.

کشور ما در وضیعتی قرار گرفته که کمیت ها با وصف جاذبه ظاهری و فریبنده ان نمیتواند جای کیفیت واقع گرا را احراز و محور های همگرایی مردم را که خواهی نخواهی به تعین کننده جایگاه اجتماعی احزاب و سازمانها مبدل گردیده بوجود اورد .

ما با وصف اراده قاطع وحدت طلبانه در شرایطی قرار گرفتیم که بخاطر سلامت ساختار ناگزیر به تعلیق حضور خویش در کمیته تفاهم گردیدیم.

طوریکه میدانید همفکران و همرزمان سیاسی شهید داکتر نجیب الله از همان فردای تحقق توطیه ـ ذوجوانب سقوط حاکمیت جمهوری افغانستان و  فروپاشی حزب وطن در حمل ۱۳۷۱ انسجام مجدد اعضای حزب وطن را مبرمترین مسولیت و وظیفه تاریخی شان تشخیص و عملا به تلاش هدفمند

 بخاطر ایجاد مجدد حلقات اعضای حزب وطن پرداختند در نتیجه این تلاش و بعدا و با مرور زمان انان کمیسیون انسجام اعضای حزب وطن را در 

 سال ۲۰۰۴ میلادی تشکیلات موقت انسجام اعضای حزب وطن را در سال ۲۰۰۸ تشکیل و سر انجام در سپتامبر ۲۰۱۲ ( پنج میزان ۱۳۹۱ ) ، درست بمناسبت  شانزدهمین سالروز شهادت دکتور نجیب الله رئیس جمهور اسبق کشور و رئیس شورای مرکزی حزب وطن بود که با تدویر مجمع  

 عمومی حزب وطن در شهر کابل ،تصویب مرامنامه و اساسنامه و انتخاب رهبری  جدید حضور مجدد حزب وطن را در وضیعت سیاسی کشور اعلام نمودند۰ راه رسیدن  تا مجمع عمومی ساده و سهل نبود بیش از هرکس دیگر انانیکه سنگ اعتقاد به اهداف و ارمانهای حزب وطن را به سینه میکوفتند درین راه با تحمیل انشعابات ،   مخالفتها و حتی مراجعه به ادارات حکومتی بخاطر جلوگیری از ثبت مجدد حزب   وطن استفاده نمودند و اما حزب

وطن با تمام این رویداد هابه تعهد خود در برابر وحدت سیاسی و تشکیلاتی اعضای متشکل و غیر متشکل حزب وفادار باقیماند وبا مراجعات مکرر جهت ایجاد سازمانهای واحد حزب طرح های سازنده و صادقانه ارائه داد و اما برخی مدعیان اعتقاد به راه و ارمانهای حزب وطن نشان دادند که به چیز کمتر از انحلال حزب وطن عملا موجود بسنده نمیکنند و شما رفقا شاهد هستید که با وجود ملاحظات و مخالفت ها ما به نحوی برای قبول این خواست در عمل ابراز اماده گی نمودیم ولی با تاسف که عده یی در زیر پوشش  کمیته تفاهم به بازی اوپراتیفی پرداختند حزب وطن یاداشتی را تهیه و در اختیار کمیته مذکور قرار داد تا باشد نواقص کاری رفع و به امتیازدهی های مشکوک و بازیهای اوپراتیفی نقطه پایان گذاشته شود. این پیشنهادات و طرح ها نه تنها مورد بحث قرار نگرفتند، بلکه تحت عنوان جلوگیری از ضایع شدن وقت دستور صادر گردید تا با همان شیوه امتیاز دهی های مشکوک گویا به تاسیس شورا های واحد حزبی اقدام گردد حزب وطن مجبور گردید تا تعلیق فعالیت های خود را درپروسه عمیقآ سوال برانگیز ایجادشورا های واحد حزبی اعلام نماید.

کمیته انسجام به جای انکه به جستجوی راه حل اختلافات متمرکز گردد؛  تلاشهای ناکام  خود را جهت ایجاد سازمانهای موازی بکار گرفتند .

ما در حالیکه تلاش برای تاسیس سازمانهای موازی را شدیدا محکوم میکنیم و انرا تبارز صریح وروشن اراده برخی اشخاص و حلقات مامور

 در راه جلوگیری از ایجاد و استحکام وحدت اعضای حزب میدانیم بمنظور جلوگیری از توطیه ها و دسایس اشکار یکبار دیگر تمام مدعیان اعتقاد به راه و ارمانهای حزب وطن را به وحدت سیاسی و تشکیلاتی فرا میخوانیم و این بار نه با مذاکرات زیر سقف در میاندر میان گروپها و کمسیون

های مذاکره کننده ، بلکه اشکارا و با گزارشدهی هر گام هر پیشرفت و هر بنبست از طریق مطبوعات به اعضای حزب به پیش برده خواهد شد تا راه سو استفاده دروغ ها وجعلیات برای تمام اطراف بسته و زمینه قضاوت مستند برای اعضای حزب فراهم گردد.

ما میدانیم که پلهای شکسته اعتماد لرزانتر و اسیب پذیرتر از هر وقت دیگر مشکلات این پروسه را به نفس خود ضرب زده است واما ضرورت  و اهمیت عبوراز این مشکلات را با توجه به شرایط جدید نیز بخوبی درک میکنیم وهمین درک ما را به پیشنهاد بررسی دوباره تمام پروسه همگرایی اعضای حزب وطن مخصوصآ طرح شورا های واحد حزبی وا میدارد و اما قبل از انکه بررسی های مشترک پیرامون نحوه عملی شدن تاسیس شورا های واحد حزبی اغازگردد پاسخ صریح اشکار و مسولانه به سوالات اتی را علی الرغم بسیج جاری تیم های دشنام و تحقیرو توهین و بکار گیری ادبیات مستهجن که توسط برخی نماینده گان کمیته تفاهم مورد استفاده قرار میگیرد ضروری میدانیم.

ــ مجمع عمومی پنج میزان ۱۳۹۱ چهار سند عمده و با اهمیت را به تصویب رسانید :

۱ ـ گزارش  به مجمع عمومی.

۲ ــ مرامنامه.

۳ ــ اساسنامه 

۴ ــ ترکیب اعضای شورای سراسری حزب وطن .

دوستان ما بدون انکه دلایل خویش را ارائه دارند مجمع عمومی مذکور را فاقد اعتبار میدانند ما منتظریم این دوستان بدون فیر مسلسل دشنام و توهین

 بفرمایند که کجای گزارش ، اساسنامه و مرامنامه مصوب مجمع عمومی حزب وطن با اهداف ، راه و آرمانهای حزب وطن در مغایرت قرار دارد

و اگر در نام و اسناد حزب اختلافی وجود ندارد انحلال طلبی حزب وطن عملآ موجود و طی دوباره همین راه رفته را چگونه توجیه میکنند.

ما میدانیم که جز مسله کادری و اینکه خود شان در کار مجمع عمومی اشتراک نداشتند هیچ چیزی برای گفتن ندارند ، عدم شرکت آنان در کار مجمع عمومی با وصف مراجعات مکرر به آنها مشکل و مسوولیت ما نیست و اگر با همین گویا دلیل  تلاش میورزند تا مجمع عمومی حزب را فاقد اعتبار اعلام بدارند این عمل هیچ معنی جز خود خواهی وخود محوری عده یی محدود و انگشت شمار داشته نمیتواند  .

واما در مورد ترکیب کادری حزب :

ما بار بار اعلام داشته ایم و اینک ازین ستیج با اعتبار حزبی و بالاترین مرجع تصمیمگیری بعد از مجمع عمومی حزب یکبار دیگراعلام میداریم که:

 ما با بررسی مسایل کادری و تغییرات  به شیوه دموکراتیک و اصولی طبق اراده اکثریت اعضای حزب هیچگونه مشکلی نداریم و اگر بهانه جویی و و کلی گویی و اتهام بندی به قصد پنهان نمودن اهداف پشت پرده برای مغشوش کردن اذهان اعضای حزب مورد استفاده     قرار میگیرد میخواهیم

را به حکمت ازموده شده عامیانه جلب نمایم که بار کج به منزل نمیرسد.

درنو ملگرو !

ددی وخت را رسیدلی دی چی د گوندی چارو سمبالتیا لپاره کوټلی گامونه اوچت کړی شی. دوطن گوند  اساسی تفکر پر بنیاد دنویو مسایلو سره برخورد په اړوند ، دگډ کار ، لنډ مهاله  او اوږد مهاله ائیتلافونو ٬ او سیاسی ـ تشکیلاتی وحدت په اړوند روښانه او غوڅ دریز د لار ښونکو مصوبواو اسنادو په وجود کی فورمولبندی شی  تر څو دا ډیری مهمی لړی دشخصی او گروپی پریکړو او تمایلاتو قربانی نشی .

د میزان د میاشتی  عمومی غونډی را په دی خوا  دگوند د لیکو څخه پهبیلابیلو دلایلو دگوند بعضی غړو  گوندی فعال ژوند څخه فاصله نیولی ده  چی په نتیجه کی  یو ډول تشکیلاتی پړسوب رامنځته شوی دی . ښه به دا وی چی زمونږ ننی غونډه ددی معضل دحل لپاره دیوه واحد فورمول په وجود کی پریکړی ته ورسیږی زه وړاندیز کوم چی په ټول احترام سره دگوندی لیکو څخه ددی دوستانو انفصال تصویب کړی شی.

نن به تاسی د اجندا سره سم په تشکیلاتی برخه کی د بدلونونو موضوع وڅیړی ، باورلرم چی اجرائیه هیآت به دخپلو صلاحیتونو په وجود کی دا پروسه وغزوی او دگوندی نوی وضعی سره سم به پریکړو ته ورسیږی . دا چی ددی لړی اساس گوندی لیکو استحکام او پراختیا په نظر کی لری لا دمخه غواړم ددی لړی په اصولیت او موثریت  خپل اعتماد څرگند کړم.

په پای کښی ستاسو د خوښی او روغتیا په هیله د همدی اجلاس دکار د بریا په موخه وړاندیز کوم څو د ټاکلی اجندا له مخی دپاتی موضوعاتو څیړنی ته د ملگرتیا په فضا کښی ادامه ورکړی شی .

په درناوی

دوطن گوند د سراسری شورا رئبس

میر افغان باوری .

عقاید نویسنــــدگـان لـــزوما نظــر هـــوډ نمی باشــد